د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغان لوبډلې په تایلند هېواد کې د اسیا سهمیې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې د افغانستان د وېلچير ملي لوبډله سبا له عراق سره د لوبې میدان ته ښکته شي. افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه فلپین هېواد ته بایللې وه. د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي... Читать дальше...
امېد غزني لوبډله د غزني د فوټبال غوره لیګ اتله شوه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي، دا سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې د ۶ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې، د امېد غزني په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د غزني په غوره لیګ کې ازادي، امېد غزني، صداقت، کاروان کوچي، جمعیت منګور او ده یک ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی و چې لومړی مقام یې امېد غزني او دویم مقام ازادي لوبډلې خپل کړ. د غزني غوره لیګ په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.
د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه نن پیل شوه. دا لوبه چې نن سهار د بنګله دېش په پلازمېنې ډهاکې کې پیل شوه، بنګله دېش په ۲۴ منډو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د مشفق الرحیم او لېتون داس د غوره ملګرتیا په پایله کې د کوربه لوبډلې منډې له ۲۰۰ واوښتې او لا هم یاده لوبډله خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي. کاسن راجیثا د بنګله دېش درې او اسیتا فرنانډو دوه لوبغاړي له میدانه بهر کړل. په دې لوبه کې د سریلانکا لوبغاړی کوشال منډيس په پښتیو که درد له امله له میدانه بهر شو او اوس په روغتون کې بستر دی. Читать дальше...
په افغانستان کې د رهبرو مېرمنو ټولنې د یو سر خلاصه لیک په وسیله له طالبانو او نړېوالې ټولنې غوښتې، چې د هغو ښځینه دولتي کارکونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي چې په کور ناستې دي. د تېر حکومت د احصایې ملي ادارې کارکونکې، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وايي، د ازادې سیالۍ له لارې یې دنده پیدا کړې وه او ۷ کاله یې کار وکړ خو د طالبانو په راتک سره په کور کېناسته. دا مېرمن چې د پنځه کسیزه کورنۍ مشرې ورترغاړې ده وايي، د ژوند سختې شیبې تېروي. هغه زياتوي: "موږ شاخوا ۱۲ کسه... Читать дальше...
د امریکا د ویرجینیا په فال چرچ ښار کې یوه ډله روغتیاپالانو د لسګونه افغانانو د غاښونو وړیا درملنه او معاینه کړې. روغتیاپالان چې د مذاهبو د یووالي د یوې ډلې له خوا ګمارل شوي وو پرون یې د هغو ۷۰ افغانانو معاینه وکړه چې تازه امریکا ته تللي دي. دغو افغان کډوالو ته د غاښونو د پاکوالي په خاطر ځینې مواد هم مرسته شول. د ارزونو په اساس د غاښونو معاینه او پاککاري په لویدیځو هېوادونو کې ډېر لګښت لري او په اوسط ډول د یوه غاښ په عادي پاک کولو باندې پنځوس ډالره لګېږي. امریکا څه باندې ۱۲۴ زره کسان تېر... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنى کمپاین پیل کړ. د طالبانو حکومت د عامې ورغتیا وزارت د پولیو د محوه کولو لپاره د اضطراري عملیاتو د ملي مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مومن نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه کمپاین د راتلونکې څلورو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې دوام لري. هغه وویل: "دغه کمپاین د څلور ورځو لپاره دی چې په درې ورځو کې یې واکیسن تطبیق کېږي او په څلورمه ورځ یې سروې ده چې کوم ماشوم له دغه کمپاین نه پاتې نه وي، په دې کې هغه ماشومان چې عمرونه... Читать дальше...
د ځنګلاتو ادارې يو ځايي چارواکي یحیا موسا خېل د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د اور د نور نه خورېدو د مخنيوي لپاره يې ګڼ شمېر ونې وهلې او نورې به هم پرې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي لهخوا د دې ډلې پر یو شمېر کړنو له نیوکو وروسته، د سیاسي مسایلو کارپوهان دا د طالبانو ترمنځ د ژور اختلاف پایله بولي. څو بېلګې شته چې ښيي، طالبانو د خپلې واکمنۍ منتقدین د ډېرو جزوي مسایلو په مطرح کولو سره نیولي دي. له دوی د سیاسي مسایلو کارپوهان فیضالله جلال او سیدباقر محسني د یادونې دي چې له څو ورځني بند وروسته بېرته خوشې شول. خو عظیم عظیمي او عمادالدین دوران لا هم د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په اړه یې هېڅ تازه معلومات نهشته. ... Читать дальше...
یو شمېر هغه کسان چې د زیات ولور ترخې تجربې له ځان سره لري له ازادي راډيو سره په خبرو کې ددې مسلې لپاره د یوې هر اړخیزې حل لارې غوښتنه کوي. سنوبر چې ۳۲ کلنه ده وايي، په ۱۷ کلنۍ کې کوژده شوه خو واده یې پنځه کاله ځکه، وځنډېد چې پلار یې په خاوند لوړ ولور ایښی و. سنوبر وايي، خاوند یې ددې لپاره چې د ولور اته نیم لکه افغانۍ پیدا کړي له وطن نه کلونه مسافر شو. نوموړې چې اوس د دوو اولادونو مور ده وايي، د زیات ولور یوه بدي، له واده وروسته د پورونو خلاصول دي. نوموړې وايي: "خاوند مې ایران کې پنځه کاله... Читать дальше...
یو شمېر افغان تجربه لرونکې ښځینه ویاندویانې وايي، د خپرونو په هغو وړاندې کوونکو چې د ټلوېزیون په مخ راڅرګندېږي د مخ پټولو محدودیت له مسلکي اړخه د دوی کار له ستونزو سره مخ کړی. افغان مشهوره ویانده او دیکلمه توره سهیلا اصغري چې لسیزې په دې برخه کې پاتې شوې، په ټلوېزيوني ویاندویۍ کې د شونډو حرکت ډېر مهم بولي او وايي، دا کار د خبرو په پوهولو او پېغام رسولو کې له مخاطب سره ډېره مرسته کوي. اغلې اصغري د طالبانو د حکومت له لوري د ټلوېزیونونو په ښځینه ویاندویانو او د خپرونو په چلونکو د مخ پتولو تازه محدودیت ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ازادي راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا ماشینونه چې ۵ میلیونه او ۶۹ زره افغانۍ ارزښت لري، د خوړو نړۍ سازمان لخوا د کونړ بزګرو ته ورکول کېږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې ماشينونو کې تراکتورونه، ۴ زرنج موټرسایکېلونه او د غنم د حاصلاتو را ټولولو وسایل شامل دي. د کرنې وزارت وايي، دا ماشینونه به د کرنیزو محصولاتو په وده کې ګټور تمام شي. دا وزارت وايي، په پام کې لري چې د نړۍوالو موسسو په مرسته په نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ عملي کړي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو بندېدو اندېښمن کړي دي. د دې خونې ویاند شکرالله ساپي نن ازادي راډيو ته ویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته تر اوسه په سلګونو ښځو چې د تولیداتو او سوداګرۍ په بېلابیلو برخو کې یې په ننګرهار کې فعالېت کاوه، کارونه یې درېدلي دي. ښاغلی ساپی وايي، دې ښځو د لاسي صنایعو، غالیو، لبنیاتو، مربا او خیاطي په برخو کې په کار مصروفې وې چې تولیدات یې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي وو. ښاغلي ساپی د ښځینه سوداګرو د... Читать дальше...
د یادې ادارې له خوا پر ویب پاڼه په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې په دې کمپاین کې به نژدې ۴۳.۳ میلیونه داسې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه یې تر پنځه کاله کم وي.
د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین د لوهانسک سیمې په ختیځ کې حملو ته شدت ورکړی. د اوکراین پوځ نن وویل، روسي ځواکونو چې سیویردونیڅک ښاریې محاصره کړی، شپه او ورځ پرې بې توپیره بمباري کوي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز نن سهار وختي وویل چې د اوکراین مدافعانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دښمن یولس بریدونه په داسې حال کې په شا تمبولي چې روسي ځواکونو په پر لهپسې دول هڅه کړې وه چې له ډېرو الوتکو څخه د تاسیساتو د ویجاړولو لپاره کار واخلي او د مقاومت سنګرونه مات کړي. په سیویر دونیڅک ښار کې د... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د هندوستان The Print انلاین رسنۍ سره مرکه کې ويلي، هند بايد د افغانستان له پخوانيو واکمنانو سره اړيکې پرې کړي او له طالب مشرانو سره اړيکې جوړې کړي. نوموړی وايي، هند باید په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د ملي او متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د افغانستان د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني د مخکني حکومت له ټولو چارواکو سره اړیکې پرې کړي. ښاغلي شاهین د هندوستان د The Print په نوم انلاین رسنۍ سره مرکه کې د افغانستان او هند اړیکې مهمې بللي، خو... Читать дальше...
د اذربایجان او ارمنستان مشرانو د لانجمنې سیمې نګورنو-قره باغ د سولې د طرحې په تړاو په بروکسل کې خبرې وکړې. د اروپا د شورا مشر چارلز میشل له پرونیو درې اړخیزو خبرو مخکې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدر اعظم نیکول پاشینیان سره جلا - جلا دوه اړخیزې کتنې درلودې. د اذربایجان ولسمشر ویلي، له ارمنستان سره یې د اړیکو عادي کېدو ته پنځه اصله ټاکلي دي، دا هغه اصول دي چې د ارمنستان صدر اعظم هم د منلو وړ بللي دي. د پاشنیان دغو څرګندونو د ده د مخالفانو هغه ادعا پیاوړې کړې چې وایي، ارمنستان... Читать дальше...
ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه په داووس کې د نړۍ اقتصادي غونډې ته وینا وکړي. د راپورونو له مخې زلنسکي به ماذیګر مهال د ویډیو کانفرانس له لارې له دې غونډې سره یو ځای شي. ټاکل شوې د نړۍ اقتصادي غونډه کې له اوکراینه ملاتړ اعلان شي. د سویس د داووس ښار په دې غونډه کې به د نړۍ څه باندې دوه نیم زره سیاستوال او اقتصادي مشران ګډون وکړي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان له خوا لاریون تر اعلان وروسته تور پورې کړی چې نوموړی په ملک کې کورنۍ جګړه غواړي.
د پولند ولسمشر اندرژې دودا په یوه ناڅاپي سفر چې له مخکې نه وو اعلان شوی، پرون یکشنبې له کییف څخه د کتنې پر مهال د اوکراين له ولسمشر وغوښتل چې د روسیې د ولسمشرغوښتنو ته غاړه کښېنږدي. د اوکراین پلازمېنه کییف پرون یکشنبې د پولنډ د ولسمشر اندرژې دودا کوربه و. هغه په دې سفر کې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه باید د اوکراین په وړاندې ټول مسولیتونه پر ځای کړي. دودا د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې نړیوالو شتمنیو ته باید روسیه لاسرسی پیدا نهکړي. نوموړي وويل... Читать дальше...
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي چې د می په ۲۵ د نوي حکومت پرضد د اعتراض لپاره تر اسلام آباد پورې مارش وکړي. عمران خان چې تېره میاشت له قدرته لیرې کړی شو، پرون یکشنبې په پېښور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، دوی دغه حکومت نه مني. هغه زیاته کړه چې دوی به تر هغو پورې چې جرګې منحلې شوې نه وي او د انتخاباتو لپاره نېټه اعلان شوې نه وي، په اسلام آباد کې پلتۍ ووهي. عمران خان چې درې کاله یې قدرت په لاس کې و، د اپریل په لسمه د پارلمان له خوا د نه باور رایې په نتیجه کې له قدرته لیرې شو.
د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپور له مخې دغه کس چې نوم یې یوازې ځاځی ښودل شوی او دوه تابعيته لري، د ترکیې او ایران له لارې په دولسو ورځو کې، هرات او له هغه ځایه غزني ته د شنبې په ورځ رسېدلی. د راپور له مخې دغه کس په غزني کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته ویلي چې افغانستان ته پر موټرسایکل یې دا سفر د دې لپاره کړې چې نړۍ ته وښيي چې دا هېواد اوس امن دی. څو ورځې مخکې د غزني ولایت دوه اوسیدونکي د حج د فریضې د ادا کولو په نیت پر بایسکل سعودي عربستان ته روان شول.
د افغانستان پېژندل شوی غېږ نیونکی محمد ابراهیم خدري ترکمني د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو. د راپورونو له مخې نوموړی چې د عمر د زړښت له امله د کابل په یوه روغتون کې بستر و، پرون یې ساه ورکړه. د افغانستان دغه پېژندل شوي غېږ نیونکي په ۱۹۶۲ کال په اندونیزیا کې د غیږ نیونې په آسیايي لوبوکې د برونزو مډال ترلاسه کړی و. نوموړی چې په پهلوان ابراهیم مشهور و، په ۱۹۶۰ او ۱۹۶۴ کلونو کې د المپیک په لوبو کې هم ګډون کړی و خو د کوم مډال په اخیستو نه وو بریالی شوی.
رایز ټو پیس: رایز ټو پیس خپرونې د افغانستان د اقتصادي بحران او په نتیجه کې یې د تروریستي ډلو د فعالیت د زیاتېدو د احتمال په اړه لیکنه خپره کړې ده. خپرونې په پیل کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو محدودیتونو ته اشاره کړې، چې وروستی مورد یې ښځینه ویندویانو ته د مخ پټولو امر و. رایز ټو پیس دا ښځو او مذهبي اقلیتونو ته د طالبانو له لوري یوه بله سزا بولي او وايي، چې د بشري حقونو رعایتولو ته د طالبانو نه لېوالتیا د دې سبب کېدای شي چې افغانستان د نړیوالو مرستې له لاسه ورکړي. نړیوال بانک له وړاندې لا... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کندهار کې له یو شمېر مخکښو ښځو او د رسنیو له استازیو سره په کتنه کې ښوونځیو ته د نجونو د لاس رسي په ګډون د ټولو وګړو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې لاینز د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې دغه راز د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو او د روغې جوړې پر یوې ریښتنې پروسې ټینګار وکړ. نړیوالې ټولنې بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته درناوی د... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي له مزار شریف څخه د کتنې په ترڅ کې له هغه جومات څخه کتنه ترسره کړه چې تېره میاشت پکې خونړۍ حمله شوې وه. هغه ویلي چې د ملکي وګړو د وژنې مسولیت باید عدالت ته را کاږل شي. د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په خبره په دې جومات کې د ثور په لومړۍ نېټه په برید کې له شلو زیات کسان ووژل شول. پرون یکشنبې د مزار شریف په سه دوکان جومات د خونړۍ حملې یوه میاشت پوره شوه. د شیعه ګانو پر دې جومات په برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان... Читать дальше...