په پېښور پوهنتون کې درې ورځنی ادبي مېله پیل شوې ده چې پکې د هېواد د بېلا بېلو سيمو ليکوالان، محقیقين او پوهان ګډون کوي. په دې کې ۱۴۰ برخې اېښودل شوي چې پکې پر مختلفو موضوعاتو به مقالې وړاندې کېږي. ادبي مېله به د مې پر ۲۶ پای ته رسېږي.
د افغان ښځو د حقونو فعاله هدا خموش چې نوم یې د ټایم مجلې د ۲۰۲۲ کال د سلو اغېزناکو څېرو په نوملړ کې راغلی وایي د افغان ښځو د حقونو لپاره د عدالت تر تامیندو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. اغلې خموش د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په دې نوملړ کې د دې د نوم راتلل د افغان ښځو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې یې د هڅو پایله ده. تازه ټایم امریکایي مجلې د ۲۰۲۲ کال د سلو اغېزناکو څېرو په نوملړ کې د هغې د نوم له لیکو خبر ورکړی دی. د افغان ښځو د حقونو فعاله هدا خموش له نور افغان ښځو غوښتنه... Читать дальше...
د بلوچستان د پښتنې سیمې شېراني په ځنګل اور د مې پر ۱۲مه لګېدلی دی وو چې د مې تر ۲۴مې لا روان وو. دې اور نه یوازې په پراخه کچه قېمتي ځنګل سوځولی بلکې لږترلږه درې تنه یې وژلي هم دي. د مشال راډیو په اونیزه خپرونه – د کرښې پر غاړه – کې د اور لګېدو وجوهاتو، اقتصادي او موحولیاتو اثراتو په اړه بحث شوی دی. د خپرونې کوربه بوریوال کاکړ دی.
بحثونه د دې لپاره کېږي چې خلک یوې ښې پایلې یا حقیقت ته ورسېږي. دا بحثونه خپل نزاکتونه لري خو داسې ځوانان هم شته چې دې نزاکتونو ته پام نه کوي او ډېر کله د دې پر ځای چې په بحث کې مقابل لوري ته منطقي دلایل ووايي، توهینوي یې، تهمت او ټاپه پرې لګوي، په شخصي حریم یې تېری کوي او د یوه سالم بحث د کېدو مخه نیسي. موږ د ځوان فکر په خپرونه کې له خپلو مېلمنو سره په دې بحث کړی چې ځوانان څنګه ګټور او منطقي بحثونه کولای شي؟ د خپرونې مېلمانه مو هارون سمون چې په ټولنپوهنه کې یې ماسټري کړې، ډاکتر عبدالمالک ستانیزی او لیکوال اختر محمد ژوندون دي. Читать дальше...
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د امنیتي ادارو له خوا د نوي نظام د رامنځته کیدو وروسته د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون لپاره عملیات شوي او په ترڅ کې يې یاده ځمکه او رهایشي نمرې خلاصې کړې دي.
په کندهار کې په لومړي ځل د «قلم لار» په نوم يو رضاکاره بنسټ په درسي توکو سمبال یو ګرځنده عصري ښوونځی او کتابتون جوړ کړی. دغه ګرځنده ښوونځی د کندهار په ولسوالیو کې په کليو ګرځي او له زدهکړو پاته ماشومانو ته به زدهکړې ورکوي.
د کابینې ډويژن د مې پر ۲۳مه په يو سرکاري اعلاميه(نوټيفيکېشن) کې ويلي چې د دې څوکۍ لپاره د مسلم ليګ (نواز) حکومت له خوا وړاندې شوی کس بليغ الرحمن نوم تايدوي.
د تحريک انصاف وياند فواد چوهدري په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې حکومت د دوی د لاريون منع کولو لپاره د دوی د ۷۰۰ کسانو د نيولو پلان لري. خو د دفاع وزیرخواجه اصف په قامي اسمبلۍ کې د تقریر په وخت ويل چې لانګ مارچ يوه سیاسي لوبه ده چې عمران خان یې بايد ونه کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو لهخوا پر ښځینه خبریالانو په زور د ماسک اغوستو په غبرګون کې وايي، هغه وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه بېړني ګامونه واخلي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د طالبانو لهخوا په ښځینه خبریالانو په زور په ماسک سره د مخ پوښل، د ښځو د بیان ازادۍ حق او د هغوی د شخصي خپلواکۍ او مذهبې عقیدې څخه سرغړونه ده. د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د دې عمل په غبرګون کې یوه اعلامیه کې لیکلي: "افغان ښځینه خبریالانې په نړۍ کې د... Читать дальше...
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داودړ د مې پر ۲۳مه په غونډه کې د وينا پر مهال پر صوبايي او وفاقي حکومت تورن کړل چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د لګېدلي اور د وژلو لپاره یې خاص اقدامات نه دې کړي.
د بلوچستان په شیراني ضلع کې پر سليمان غره کې پر ځنګلونو لکيدلی اور لا هم مړ شوی نه دی. هيلي کاپټرې ورغلي خو اور لا هم بلیږي. ځايي خلک وايي هيلي کاپټرونه لږې لږې اوبه راوړي چې کافي نه دي. په دې اړه د صمد شبنم ويډيو راپور وګورئ.
فارن افېرز: فارن افېرز مجلې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "پاکستان هغه څه رېبي چې کرلي یې دي. د مقالې په پیل کې راغلي، چې شل کاله په پاکستان کې عامه مفکوره دا وه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت به د پاکستان د امنیت لپاره ګټور وي. د لیکوال په باور پاکستان ځکه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کاوه، چې په افغانستان کې به د پاکستان د سخت مخالف هند د نفوذ مخه ونیسي. خو د مقالې د لیکوال په باور په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهيسې طالبانو په پاکستان کې دا عامه مفکوره ناسمه ثابته کړه. ... Читать дальше...