د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د قابلو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د قابلو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی. هغه غونډه چې په دې تړاو په کابل کې جوړه شوې و د طالب چارواکو ترڅنګ د روغتیا نړېوال سازمان استازو او په کابل کې د قطر هېواد سفیر په کې ګډون کړی و. دغه غونډه د سره میاشت او قطر هېواد په مالي ملاتړ جوړه شوې و. د طالبانو د عامې روغتيا وزارت مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده وویل، دوي هڅه کوي چې د قابلو لپاره د کار زیاتې فرصتونو رامنځته کړي. نوموړي وويل: " موږ ټول... Читать дальше...
شیخ محمد بن زاید بن آل نهیان د مې پر ۱۴مه د متحده عربي اماراتو د پخواني ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید بن سطان آل نهیان تر مړینې یوه ورځ وروسته د هغه هېواد نوی ولسمشر منتخب شو. شیخ محمد له کلونو راهیسې د تېلو لویو زېرمو لرونکي هغه هېواد نارسمي مشر وو ځکه چې شیخ خلیفه د ناروغۍ له وجې دنده نه شوه ترسره کولای. د شیخ محمد بن زاید بن آل نهیان ژوند په اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په پنجشېر کې د طالبانو محلي چارواکي تاییدوي، چې د دوی لېږل شوي ځواکونه د دره ولسوالۍ له دره عبدالله خېل سیمې وتلي دي. د پنجشېر لپاره د طالبانو ویاند، ابوبکر صدیق له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له دې سیمې د لېږل شویو ځواکونو وتل تایید کړل. د سیمې اوسېدونکي ازادۍ راډیو ته ویلي، دغه تازه دمه ځواکونه په بېلابېلو سپکو او درنو وسلو سمبال وو، چې له تګ سره یې دغې سیمې پوځي بڼه خپله کړې وه. د طالبانو چارواکي وايي په دره ولسوالۍ کې له وروستیو شخړو وروسته د طالبانو ځینې ځواکونه هلته ځای پر ځای شول.
غربي پوځي چارواکي وايي، داسې ښکاري، په اوکراین کې د روسیې پوځي مبارزه چې هدف یې د کییف نیول او د دولت نسکورول وو، په کمزوري کېدو ده. دغه چارواکي ادعا کوي، چې د روسیې پوځ د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین تر یرغل وروسته خپل یو پر درېیمه برخه جنګي ځواک له لاسه ورکړی دی. د ناټو د سرمنشي مرستیال میرچا جوآنا نن یکشنبه وویل، دا مهال په اوکراین کې د روسیې ظالمانه تهاجم خپل سرعت له لاسه ورکړی، خو د ده په وینا دوی پوهېږي چې د اوکراین زړور خلک او پوځ د ناټو په مرسته کولی شي په دې جګړه کې بریا خپله کړي. Читать дальше...
د افغانستان بانک هغه راپورونه رد کړل چې په ويل شوي د صرافانو ټولنې په ټول هېواد کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د افغانستان بانک وياند صابر مومند په هغه ويډيويي پيغام کې چې نن يې رسنيو ته لېږلی ويلي، ټولې صرافۍ او د پولي خدماتو وړاندې کولو مرکزونه فعال دي. د مومند په خبره يوازې هغه صرافۍ او د پولي خدماتو وړاندې کولو مرکزونه تړل شوي چې د ده په وينا کاري جوازونه يې نه لرل. مخکې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک ادي راډیو ته ویلي وو، تر کومه چې د طالبانو حکومت مشران د صرافانو... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په پېښور کې د دوو سکانو وژنه وغندله. نن سهار په پېښور کې موټرسايکل سپرو وسلوالو دوه سک دکانداران په ډزو ووژل. په پېښور کې د دې پېښې د غندنې لپاره په لسګونو کسانو لاريون وکړ. شهباز شريف په ميرانشاه کې د درې عسکرو په وژل کېدو هم سخت خپګان ښودلی. د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پاکستان کې وسله وال بريدونه ډېر شوي دي چې د پاکستان لومړی وزير يې هم اندېښمن کړی دی.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلينو ازادي راډیو ته په راستول شویو معلوماتو کې ویلي چې نن غرمه مهال د ښېوې ولسوالۍ اړوند مرکزي مندوي سیمه کې په یوه سوزکي موټر کې د ګازو ډبې چاودنه کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. ځایي مسؤلان د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښيي. د یادونې ده چې هر کال د اوړي د موسم په راتګ سره ننګرهار کې د ډېرې ګرمې هوا له کبله دا ډول پېښې او اورلګېدنې رامنځته کېږي چې له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوړي.
د اسټرالیا د تسمانیا ښار پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، موټر تېره شپه ۱۱ بجې د هېروې په سړک ټکر کړی او په موټر کې ناست یوازېنی سایمنډز په کې وژل شوی دی. ۴۶ کلن انډریو سایمنډز په لس کاله نړۍوال کرکټ کې په ۲۶ ټېست لوبو کې ۱۴۶۲، په ۱۹۶ یو ورځنیو لوبو کې ۵۰۸۸ او په ۱۴ شل اوریزو لوبو کې ۳۳۷ منډې جوړې کړې وې. همدا ډول یې په نړۍوال کرکټ کې ۱۶۵ وېکټې هم اخیستې وې. سایمنډز په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې د اسټرالیا د نړۍوال جام ګټونکې لوبډلې برخه هم وو. د انډریو سایمنډز په مړینه د کرکټ ډېرو لوبغاړو او مینه والو خواشينې ښودلې ده.
د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، دا سیالۍ د غزني په کوربهتوب پیل شوې وې چې د پکتیکا یارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې ۲۸ لوبډلو ګډون کړی وو چې پایلوبې ته یې متحد افغان او د پکتیکا یاران لوبډلې وتلې وې چې پهکې د پکتیکا یارانو لوبډله ۳-۱ پایلې سره د دې سیالیو اتله شوه. دا سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، هدف یې د والیبال ورزش وده او د لوبغاړو ترمنځ ته د یووالي رامنځ ته کول ښودل شوي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي چې دا لوبه د افغانستان په وخت سبا د شپې ۸:۳۰ پیلېږي. د افغانستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو یا CAFA سیالیو کې لومړۍ لوبه له قرغزستان سره ۱-۱ مساوي کړه خو دویمه لوبه یې ازبکستان ته ۶ -۰ وبایلله. د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي چې د افغانستان ترڅنګ د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون په کې کړی دی.
د کاغذي جواز د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان بانک کې ۵ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ایښودل او د صرافۍ د فعالیت لپاره د ۵۰ میلیونه افغانیو لرل د دې طرحې له مهمو مواردو دي. د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک په هغه ویډیویي پېغام کې چې ازادي راډیو ته یې استولی ویلي، تر کومه چې د طالبانو حکومت مشران د صرافانو د جوازونو موضوع د طالبانو له مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره حل نه کړي د دوی فعالیت به په ټول افغانستان کې بند وي. ښاغلي ځیرک ازادي راډیو ته وویل چې دا پرېکړه... Читать дальше...
د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د ښځو د بد وضعیت په اړه اندېښنې په مخ ډېرېدو دي. په تر ټولو تازه مورد کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو بنسټ UN Woman په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ښځې په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو بنسټ په افغانستان کې په ښځو او نجونو سختو شرایطو ته په پام ویلي، چې په دغه هېواد کې د ښځو امنیت، بشپړ مشارکت او په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې د دوی د ازادۍ په برخه کې ملاتړ ته ژمن دي. دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو د لاس ته... Читать дальше...
دولتي راډیو دا خبره د مې پر ۱۵مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د بلوچستان د هغه ښار اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو نشتوالي او د ناروغۍ د زیاتېدونکو پېښو پرضد احتجاجي ناسته وکړه.
د امریکا په نیویارک ایالت کې یو ۱۸ کلن سپین پوستي ځوان په هغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې تورپوستي دي په ډزو ۱۰ کسان ووژل او ۳ یې ټپیان کړل. د پولیسو په وينا دې هلک د مې په ۱۴مه يو مارکيټ سره نيږدې ډزې وکړي. تورن کس وروسته پولیسو ته ځان تسلیم کړ. چارواکو د دې پېښې انګېزه هغه تاوتریخوالی بللی چې اساس یې سخت نژادي تبعیض دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه پېښه کرکه پاروونکې بللې او غندلې یې ده. د چارواکو په خبره مشکوک ځوان ظاهراً دا حمله په یوازې سر کړې ده. مشکور بریدګر له خپله کوره تر څو... Читать дальше...
د بریتانیا د دفاع وزارت د پوځي استخباراتو په خبره، له کوچنیو ابتدايي پرمختګونو سره- سره روسیه نه ده توانېدلې د اوکراین د ختیځ په دونباس کې د تېرې میاشتې پر مهال د پام وړ سیمې ونیسي. د دې وزارت په وینا، وروسته له هغې چې روسیه د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین تر یرغل وروسته ونه توانېده کییف ونیسي، خپل تمرکز یې دونباس ته واړاوه، چې لوهانسک او دونیڅ سیمې هم په کې شاملې دي. د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، روسي ځواکونه د لږو ظرفیتونو، ټیټ مورال او د جنګي موثریت د کموالي له کبله له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو په نیویارک ایالت کې یوه ۱۸ کلن سپین پوستي ځوان په هغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې تورپوستي دي په ډزو ۱۰ کسان ووژل او درې تنه نور ټپیان کړل. ډزې د شنبې په ورځ په یوه مغازه کې شوي او تورن کس وروسته پولیسو ته ځان تسلیم کړی دی. چارواکو د دې پېښې انګېزه هغه تاوتریخوالی بللی چې اساس یې سخت نژادي تبعیض دی. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دغه پېښه کرکه پاروونکې بللې او غندلې یې ده. د چارواکو په خبره مشکوک ځوان چې په تهاجمي وسله سمبال و، ظاهراً یې دا حمله په یوازې سر کړې ده. Читать дальше...
د افغانستان د صرافانو ټولنې ویاند ازادي راډیو ته په یو استولي ویډيوي پیغام کې ویلي، تر کومه چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د صرافانو د جوازونو ستونزه نه وي هواره کړي د دوی فعالیتونه به په ټول افغانستان کې بند وي. عبدالرحمن ځیرک ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې دا پرېکړه پرون د افغانستان د ټولو ولایتونو د صرلافانو د ټولنې د مشرانو په یوې حضوري ناسته کې شوې ده. خو نوموړي دا هم وویل، چې دا موضوع په هیڅ ډول د طالبانو له حکومت سره د مخالفت په مانا نه ده، بلکې دا د هر صراف حق دی... Читать дальше...
د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د فابریکو خاوندانو تېره ورځ ناوخته د دې وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي دي، د دوی فابریکې مرمر تيږې، خوراکي او د وینځلو توکي تولیدوي خو سره له دې چې تولیدات یې په هېواد کې ښه بازار نه لري، بهر ته هم نه صادرېږي. د فابریکو خاوندانو وویل، که یې تولیداتو ته بازارموندنه و نه شي، دوی تاوان کوي او فابریکې به یې سقوط شي. د مسولانو په وینا، د ارغندۍ په پارک کې ۸۵ فابریکې له اساسي معیارونو سره په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې فعالیت کوي چې په هره فابریکه... Читать дальше...
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رياست ویاند اجمل سبحاني نن ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه ۱۰ زره ټنه شفتالو په ننګرهار کې تولید شوي چې د کال تر پایه به دا شمېر نور هم لوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې سږ کال به د شفتالو د محصولاتو عواید ۲۷۰ میلیونه افغانیو ته ورسېږي. ښاغلي سبحاني وویل چې تېر کال ۶۵۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات را ټول شوي وو چې له دې درکه بڼوالو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید درلودل. د نوموړي په خبره، د شفتالو باغونه د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو اچین، شېرزادو، خوږياڼیو، روداتو، سره رود، کامې، بهسودو،... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د درېیو پاکستاني سرتېرو پر وژل کېدو خپګان څرګند کړ. ښاغلي شریف نن یکشنبه په ټویټر کې لیکلي، چې د دغو سرتېرو تر څنګ په ځانمرګي برید کې د درېیو ماشومانو وژل کېدو سخت خپه کړی دی. د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه ځانمرګي برید کې د دغو درېیو سرتېرو وژل کېدل تایید کړل. د پاکستان صدراعظم ویلي چې د دغو سرتېرو د وینې غچ به اخیستل کېږي. د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د دغسې ډېرو بریدونو مسوولیت پاکستانی طالبانو منلی دی.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې یې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو لپاره کار پیل کړی دی. وروسته له هغه چې د طالبانو د مشرتابه له لوري د افغان ښځو او نجونو د اجباري حجاب د پلي کېدو په اړه فرمان ورکړل شو، اوس یې د حکومت د امر بالعمروف او نهي عن المنکر وزارت عملا د دې فرمان اجباري پلي کول پیل کړي دي. د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه وزارت له تېرو ۵ ورځو راهیسې په... Читать дальше...
د علي وزير وکيل قادر خان ايډوکېټ د مې پر ۱۴ مه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه په کال ۲۰۱۸ز کې دکراچۍ په بوټ بيسن تاڼه کې درج شوې وه او تر دې مخکې ورته پولیسو په دې اړه څه نه وو ويلي.
د پکتیا ولایت د څمکنیو د ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټول خلک دې په ټاکلي ولور عمل وکړي او له هغه زیات ولور دې نه اخلي. مشرانو یادې څرګندونې د شنبې په ورځ د لسګونو ځايي اوسیدونکو په هغه قومي ناسته کې وکړې، چې د ټاکل شوي ولور د پرېکړې د پلي کیدو د ارزونې په پار جوړه شوې وه. د کوچني اختر په لومړی ورځ تر پرلپسې سلا مشورو وروسته د څمکنیو قومي مشرانو او دیني عالمانو د ځايي ادارې سره په همغږۍ او اوسنیو اړتیاوو ته په کتو د ښځو ولور ۵ لکه افغانۍ ټاکلی وو. د څمکنیو ولسوالۍ... Читать дальше...
د غزني او میدان وردګو ولایتونو د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، باید د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن له منځه یووړل شي. د غزني ولایت له مقام څخه ازادۍ راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دواړو ولایتونو واليانو دغه خبره تېره ورځ د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د نور المدارس په نامه د یوې دیني مدرسې د پرانیستنې په غونډه کې کړې ده. د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده ویلي: "د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن باید له منځه یووړل شي، ځکه چې افغانان او افغانستان د دواړو درسګاوو زده کونکو... Читать дальше...
په کونړ کې د خصوصي ښونځیو مسولین وايي، په هېواد کې راغلي بدلون سره يې د زده کوونکو شمېر کم شوی او ګڼ يي د اقتصادي ستونزو له امله دولتي ښونځیو ته تللي دي. د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د څوکۍ خصوصي ښونځي مسول شاهین وايي،په هېواد کې د راغلي سیاسي بدلون وروسته زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې ورسره د ګڼو کورنیو اقتصاد کمزوری شوی او همدا لامل دی چې ډېرو يې خپل اولادونه له خصوصي ښونځیو ویستلي دي. نوموړی وايي: "همدا ستونزې دي چې زموږ د زده کوونکو شمېر کې ۴۰٪ کموالی راغلی دی. هغه چا چې پخوا معاشونه درلودل، هغوی خپل بچي موږ سره ښونځي کې داخل کړي و.