په پېښور کې لسګونه هنرمندانو او فعالانو د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ خلاف احتجاج وکړ. لاریونوالو د مې پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې نیولي موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري. د پېښور پولیسو رسنیو ته ویلي، څلور موسیقاران یې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته ځکه ګرفتار کړل چې قانوني اسناد یې نه لرل. د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د مخالفه ګوندونو یوشمېر غړو ویلي، دا موضوع د اسمبلۍ په غونډه کې څېړي. ویډیويي رپورټ.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی ازمېښت وښوده چې د بیزو تڼاکو مشکوکې پېښې منفي وې. د دغه وزارت ویاند جاوید هژیز ازدي راډیو ته وویل، اوس دوی ویلی شي، چې په افغانستان کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ هېڅ مورد نه شته. هغه وویل: "کله چې د هغوی معاینات وشول، په یو شمېرو کې د چرکانو تڼاکې تشخیص شوې، چې د درملنې وړ ناروغي ده او امکانات یې هم لرو." دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې په کابل او نمیروز کې د بیزو تڼاکې مشکوک موارد ثبت شوي دي. د بیزو تڼاکې ناروغي یوه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دا مهال تر ټولو لویه بهرنۍ ترهګره ډله د تحریک طالبان پاکستان وسله وال دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د پاکستاني طالبانو وسله وال لا هم د خپلواکې ډلې په توګه فعالیت کوي او له افغان طالبانو سره د یوځای کېدو په پار له هېڅ ډول فشار سره نه دي مخامخ. امنیت شورا د مې په ۲۶مه په خپل اووه ویشت مخیز راپور کې اټکل کړی، چې د ټي ټي پي له درېیو تر څلور زرو پورې وسله وال د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې شاوخوا فعالیت کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا خبره نه مني. Читать дальше...
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مرکزي بانک غواړي په دغه هېواد متعارف بانکي سیستم اسلامي بانکدارۍ ته واړوي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا لس میاشتې کېږي، اوس د طالبانو په مشرۍ مرکزي بانک غواړي په دغه هېواد کې روان بانکي سیستم اسلامي بانکدارۍ ته واړوي. د د مرکزي بانګ ویاند صابر مومند د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د شریعت په بورد کې د اسلامي بانکدارۍ او د پلي کېدو په اړه یې هر اړخیز بحث شوی، اسلامي بانکدارۍ په نورو هېوادونو کې عملي شوې، دغه پروسه... Читать дальше...
په خوست کې د او اېچ پي اېم د ولایتي دفتر يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دې ولایت ته د یادې موسسې له خوا له قرارداد څخه ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ زیاتې ورکړل شوي، خو مخکیني چارواکي نه دې توانېدلي چې حسابونه پاک کړي.
د ولسمشر دفتر د مې په ۳۰مه پر ټوېټر ليکلي چې د پاکستان د ايين مطابق یې د پنجاب ګورنر په توګه د مسلم ليګ (ن) د سیاستوال بليغ الرحمن ګمارنه منظور کړې ده.
په کابل او نیمروز کې د بیزو تڼاکو د ځینو مشکوکو پېښو په ثبتېدلو سره، متخصص ډاکتران وايي، چې د دې ناروغیو علایم د عضلاتو درد، سر خوږی او بې حالي ده. د کرونا ویروس له خپرېدو دوه کاله وروسته نړۍ اوس له یو بل ویروس سره لاس او ګریوان ده. د بیزو تڼاکې ساري ناروغي چې لومړی ځل افریقايی هېوادونو کې خپره شوې، خو اوس یې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. تازه يې په کابل او نیمروز کې هم مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. د بیزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده او څه علایم لري؟ د افغان – جاپان روغتون... Читать дальше...
د قطر د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د څېړلو لپاره یو نړیوال بحث ته اړتیا ده. په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې په کې یوه افغانه مور د خپلو اولادونو د خوراک لپاره له خلکو مرسته غواړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانانو ته د بشري ناورین ګواښ متوجه دی. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې له نیمايي زیات افغانان له لوږې سره مخ دي او د خوړو لپاره څه نهلري. که څه هم طالبانو په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شپو او ورځو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې پر پلان اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې نوي عملیات سیمه ییز ثبات زیانمنولای او امریکايي ځواکونو ته خطر پېښولای شي.
د اروپایي ټولنې مشران د اوکراین د ملاتړ لپاره دوه ورځنۍ غونډه جوړوي. د اروپایي ټولنې مشران نن دوشنبه د اوکراین پر وضعیت دوه ورځنۍ غونډه داسې مهال پيلوي چې د جرمني د اقتصاد وزیر د دغې ټولنې پر نه یووالي اندېښنه ښودلې ده. رابرت هابک ویلي، د اروپایي ټولنې د یووالي ټوټه کېدل په پیلېدو دي. دا اندېښنه داسې مهال راپورته کېږي چې پرون یکشنبه د اروپایي ټولنې سفیران د اروپایي کمېسیون پر هغه وړاندیز سلا نه شول چې ویلي یې دي، له روسیې دې اروپا ته په نللیکه کې د نفتو انتقال له بندیزونو استثنا شي. دغه کمېسیون... Читать дальше...
د غير رسمي نتيجو له مخې تر اوسه پورې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازاده امېدوارانو، ورپسې جميعت علمای اسلام (ف) ډلې او د صوبې واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ د بریا په حساب په درېیم نمبر ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، دا هېواد د بشري حقونو له ناورین سره مخ دی، خو طالبان یې نهمني. په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې له ټولو خلکو په ځانګړي له ښځو سره تبعیض روان دی. ریچارډ بنیټ له افغانستانه د ستنېدو وروسته، امریکا غږ سره خپله تازه مرکه کې ویلي، هڅه روانه ده چې په افغانستان کې مېرمنې په اساسي توګه منزوي او په ټولنه کې یې حضور لهمنځه یوړل شي. ... Читать дальше...
نيپال په نړۍ کې يوه ځانګړنه لري چې تر ټولو لوړ غر ماونټ اېورېسټ په هغه هېواد کې دی. خو اوس د نړۍ تر ټولو ټیټ قد لرونکي کس ريکارډ هم هلته جوړ شوی دی. د ګېنیس نړيوال ريکارډ دور بهادر خاپنګي د نړۍ تر ټولو ټیټ قد لرونکی ځوان ګرځولی دی. په دې اړه نور تفصيل د رويټرز خبري اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ
په هلمند کې د چرګانو فارمونو د معیاري کولو هڅې پیل شوي دي. د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دي چې په هلمند ولایت کې یې د چرګانو هغو ۱۰۰ فارمونو ته د رسمي جوازونو د ورکولو لړۍ پيل کړې ده چې له ارزونې وروسته یې د دوی شرایط پوره کړي وو. په خبرپاڼې کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ لیکل شوي دي، چې تر دې مهاله ۷۲ فارمونه د مالدارۍ او حیواني روغتیا سره چې ځانګړي شرایط یې پوره کړي، ثبت شوي او د نورو د ثبت لړۍ هم روانه ده. د طالبانو د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک وايي، له دودیز بانکي سیستم څخه د بانکدارۍ نظام اسلامي بانکدارۍ ته اړوي. د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند نن ازادي راډيو ته وویل، چې پرون د شریعت بورډ په ناسته کې د اسلامي بانکدارۍ د نظام په تطبیق هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به دودیز بانکي سیستم اسلامي بانکي سیستم ته واوړي. د افغانستان بانک ویاند وايي، د اسلامي بانکدارۍ نظام په پرمختللیو هېوادونو کې عملي شوی او نتیجه یې ورکړه ده چې په افغانستان کې به هم دا کار په تدریجي ډول وشي. ... Читать дальше...
د برازیل په شمال ختیځ کې تر درنو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته ورسېد. د برازیل د پرنامبوکو والي پاولو کامارا پرون یکشنبه ویلي وو، د پېښې په لومړیو ساعتونو کې به د بېړنیو مرستو رسول سخت کار وي. والي ویلي، له نورو چارواکو سره یې پر دې خبرې کړي، چې د طبیعي افت له کبله له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره یو کاري پلان برابر کړي. د پرنامبوکو ایالت په مرکز او ۱۴ نورو سیمو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.
د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو نن دوشنبه ویلي، پر یوه غرنۍ سیمه د یوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي موندل شوي دي. د پېښې پر مهال، په دې کوچنۍ الوتکه کې د چارواکو په خبره ۲۲ کسان موجود وو. د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند دیو چاندرا لال کارن ویلي، د نورو کسانو په موندلو پسې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، هوا ډېره خرابه ده، چې د پېښې ساحې ته الوتنې ناممکنې دي. ویل شوي پېښه چې د علت په باب یې لا څه نه دي ویل شوي، پرون شوې ده.
روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی، ستراتیژیکو ښارګوټو او ښارونو ته یې ځان نږدې کړی او پر خارکیف توغندي ولي. دا وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لومړي وار لپاره شمال ختیځ ښار خارکیف ته سفر وکړ. راپورونه وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پر سیورو-دونیڅک او لیسيچانسک خپل فشارونه وروسته له هغې زیات کړل، چې د لېمان په نوم د یوه ښار د نیولو ادعا یې وکړه. د اوکراین مدافعان وايي، په دغو ستراتیژیکو سیمو کې تر سختو شرایطو لاندې مقاومت کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیسته. د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، له دې مخکې په غیر رسمي ډول د ایران د سوداګرۍ له خونې سره اړیکې وې خو په ګڼو برخو کې د ستونزو د هواري امکانات نه وو. هغه وویل، چې ایراني سوداګر کابل ته راغلي وو او له دوی سره یې د یادې ګډې خونې په پرانیستلو او اړوندو مسلو بحث وکړ. الکوزي هیله وښوده، چې د افغان او ایراني سوداګرو حقوقي او تخنیکي ستونزې به د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شي. Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام پرون په نیمروز ولایت کې پر ۲۱۰۰ اړمنو کورنیو مرستې وویشلې. د نیمروز د کډوالو چارو رئیس صدیق الله نصرت ازادي راډیو ته وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ پر اړو کورنیو ووېشل شوې. هغه زیاته کړه، چې دغه کورنۍ لا له وړاندې لیست شوې وې. په مرستو کې لومړني مواد او د ماشومانو خوراکي توکي شامل وو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د کرونا واکسین کمپاین اعلان کړ. د دغه وزارت وياند جاوېد هژیر پرون رسنيو ته په یوه پيغام کې ویلي، چې دغه کمپاين د غبرګولي په څلورمه پيل شوى او تر يوې مياشتې به دوام وکړي. هغه زیاته کړه، په دې کمپاین کې به له ۴،۵ میلیونو څخه تر ۴،۸ میلیونو پورې کسان واکسین شي. د طالبانو د رژيم د رسمي شمېرو له مخې د تېر کال له اګست مياشتې راهيسې په افغانستان کې له څلور نيم ميليونو ډېر کسان واکسين شوي، چې په دې سره د واکسين شويو کسانو شمېر اته نيم ميليونو ته رسېږي.
د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي چې اروپايي مذاکره کوونکي د روسیې د تېلو د بندیز په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي. خو دغه چارواکي ویلي، چې دوی به د اروپايي ټولنې تر سرمشریزې مخکې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کار ته دوام ورکړي. د اروپايي ټولنې سرمشريزه نن دوشنبه پيلېږي. په دې غونډه کې به پر دې بحث وشي چې ایا د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید اروپايي ټولنې ته د سمندر له لارې د روسیې د تېلو د لېږد بندیز ومني که څنګه. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به د ویډیو کنفرانس له لارې غونډې ته وینا وکړي. Читать дальше...
د هند د کرکټ غوره لیګ سږنی جام د ګجرات ټایټنز ټیم وګاټه. ګجرات ټایټنز په آی پي ایل یا د هند د کرکټ په غوره لیګ کې په لومړني حضور سره د اتلولي جام خپل کړ. د ۲۰۲۲ کال د ای پي ایل پایلوبه بېګا یکشنبه د ګجرات په کوربه توب د احمداباد په نریندرامودي سټډيوم کې وشوه. ګجرات لوبډله وتوانېده، چې د راجستان رویالز ټیم په ۱۳۰ منډو ایسار کړي. په ځواب کې یې یاد هدف ته په نولسم اور کې د یواځې دریو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه او اتلولي یې خپله کړه. راشد خان چې د ګجرات له اصلي او مهمو لوبغاړو شمېرل کېږي تر اتلولۍ وروسته وویل... Читать дальше...
د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په کابل او نیمروز کې د بیزو د تڼاکې یا مانکي پاکس د ویروس ځینې مشکوکې پېښې موندل شوې دي. دوه تنه پرون د نیمروز د کوویډ ۱۹ په روغتون کې په دې خاطر بستري شول، چې د بیزو تڼاکې یا چیچک د ناروغي نښې په کې لیدل شوي. د بیزو تڼاکه ویروسي ناروغي ده، چې پرې اخته کسان والګي ډول په څېر ستونزې پيدا کوي او ورو ورو یې په بدن تڼاکې او سور والی پيدا کېږي چې ورسره سوی او درد هم لري. د نیمروز ولایت د کوویډ ۱۹ روغتون یوه مسوول ډاکتر حیدري ازادي راډیو ته په یوه پیغام... Читать дальше...
ګارډین: ګارډین ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د افغان خبریالانو ستونزو ته پام کړی دی. په دې اړه په خپره شوې مقاله کې راغلي، د افغان خبریالانو یوې ډلې چې کلونه یې له برتانوي رسنیو سره له نږدې کار کړی، ویلي چې دوی له وهلو ټکولو او د مرګ له ګواښونو سره مخامخ دي او په میاشتو میاشتو له ویرې پټ پاتې شوي. دوی د برتانیې پر حکومت تور پوري کوي، چې له دوی سره له کړې ژمنې يې سرغړونه کړې. وروسته لولو چې اتو افغان خبریالانو برتانیې ته د تګ لپاره پرته له نتیجې خوارۍ وګاللې او اوس يې پرېکړه کړې چې د برتانیې د حکومت پر وړاندې قانوني شکایت وکړي. Читать дальше...