په پاکستان کې د خښتو په بټیو کې کارکوونکي وايي، په وروستیو کې د سختې ګرمۍ له وجې ورته کار کول ګران شوي دي. دوی وايي، د کورنۍ اقتصادي چارو چلولو کار ته اړ کړي دي. هلته د موسمیاتو نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې د ګرمۍ زیاتېدو یو لامل د نړیوالې تودوخې لوړېدل دي. د اژانس فرانس پرېس او اسوشيېټېډ پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یوې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ د مکین په سیمه کې وشوه چې یو پوځي پکې ووژل شو او پنځه پوځیان ټپيان شول. د پاکستان د پوځ د رسنیو برخې د یوه عسکر وژل تایید کړې دي خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دې ویلي. د دې پيښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د تاجکستان په ګورنو بدخشان سیمه کې وروستیو راپورونه ته اندېښنه ښکاره کړه. له دې سیمې د مرګ ژوبلې او شخړو د زیاتیدو راپورونه خپاره شوې دي. په وروستیو څو ورځو کې د راپورونو له مخې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ وډب پرمهال تر وویشت کسانو پورې وژل شوې دي چې پکې یو پولیس هم شامل دی. مظاهرې وروسته تر دې پيل شوې چې د راپورونو له مخې د پولیسو د توقیف پر مهال یو مدني فعال ووژل شو.
په البانیا او پاکستان کې یو شمېر افعان کډوال وايي، په میاشتو مياشتو انتظار د خپل اصلي مقصد په هدف ستړي کړي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، هغه هېوادونه چې د اوکراین وکړي مني پرته له کوم توپیره دې د افغانانو کیسونه هم ومني. افغان کډوال وايي، دوی د خپل راتلونکي او نا مالوم برخليک په اړه اندېښمن دي. د پخواني پارلمان یوې غړې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، اته میاشتې وړاندې له خپلو ماشومانو سره البانیا ته تللې. د هغې په خبره، تر اوسه یې په کیس کې هیڅ پرمختک نه دی راغلی. Читать дальше...
د طالبانو دا امر چې د تلویزوني خپرونو ښځینه ویندویانې دې ماسک وتړي، له پراخو عکس العملونو سره مخ شوي. د ځینو رسنیو خبریالانو او مدیرانو له ازادي راډیو سره خبرو کې منلې چې د پنجشنبې په ورځ یې له طالبانو څخه دا ډول امر ترلاسه کړی دی. د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو د طالبانو پر دې امر اعترض کړی.
په افغانستان کې له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، که د طالبانو د رسنيو د سرغړونو کمېسیون د تېر قانون پر بنسټ فعاليت ونه کړي، نو اغېزمن نه دی. له هغې وروسته چې طالبانو د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د جوړیدو خبره وکړه د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي باید فعالیت يې د مخکیني قانون پر بنسټ وي. په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو فدراسیون وايي، د رسنیو د سرغړونې کمېسیون جوړیدل په اوسنیو شرایطو کې مهم او اړین دی. ددې فدراسیون اجرایوي مشر حجت الله مجددي له ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د... Читать дальше...
پښتو شعرونو ته جایزې ورکول کیږي. دلته به مو له دې هم خبر کړو چې په لندن کې د پښتو یو اي بوک کتاب چاپ شوی. د تاریخي ماڼیو پر تاریخ لیکنه غږیدلي یوو، شعرونه او نورې کیسې هم شته چې د لاندې لېنک په کښېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د جبهې ویاند ادعا کوي چې جنګیالیو يې په پنجشېر ولایت کې د یو کمین په ترڅ کې ۱۷ طالبان وژلي- خو طالبان دا ادعا "بې ځایه تبلیغات" بولي. د دې جبهې ویاند صبغت احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې"۱۷ طالبان د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو له لوري له وړاندې په طرحه شوي کمین کې د پنجشېر ولایت خنج ولسوالۍ چویک سیمه کې وژل شوي دي." د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې د دوی کسانو ته زیان نه دی اوښتی. خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دا ادعا ردوي. نوموړی وايي... Читать дальше...
د طالبانو د خوست والي مولوي محمدنبي عمري په خبرو کې د څلورو ولایتونو د مشرانو او عالمانو ګډې غونډې ته وویل، که چیرې کومې خوا سرغړونه کوله، نو حکومت سره امکانات شته، چې په جبري ډول ورباندې پرېکړه عملي کړي.
د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د احتساب په قامي ادارې (نیب)، د تحقیقاتو په وفاقي ادارې (اېف ای اې) او احتساب عدالتونو کې د پلټنو پر مهال د حکومتي لاسوهنې د تورونو څېړلو لپاره له خپلې خوا نوټس اخیستی وو او جرګګۍ یې جوړه کړې وه.
د روغتیا د څانګې ضلعي مشر ډاکټر عبدالهادي د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له ځپل شویو خلکو سره د مرستو او د زخمیانو د درملنې لپاره یې د غره په لمنه کې دوه کیمپونه لګولي دي.
مشال مرکه کې د جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ګوند مخکښ او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله ميلمه دی. نوموړي د ۲۰۰۲ز تر ۲۰۰۶ز کال پوري د بلوچستان صحت وزير او له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۸ز کال پوري د سېڼېټ غړي په حيث کار کړی دی. په ۲۰۱۹ کال اکتوبر مياشت کې د حافظ حمد الله شهريت ختم کړل شوی وو خو وروسته اسلام اباد هاي کورټ بحال کړی وو. حافظ حمدالله وايي، موجوده ايتلافې حکومت ته ډير چيلنجونه ورپيښ دي خو تر هغې به د انتخاباتو نيټي نه اعلانوي تر څو انتخاباتي اصلاحات نه شوي. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
د اوکراین چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې د روسیې د ړندو بمباريو د ډېرېدو له امله يو شمېر ملکيان وژل شوي دي. د اوکراین چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځه سیمه لوهانسک کې لږ تر لږه ۱۳ ملکیان داسې مهال وژل شوي، چې پر سیمه د روسیې ړندې بمبارۍ زیاتې شوې دي. د لوهانسک والي سرهی هایدای د جمعې په ورځ ویلي، له دې جملې ۱۲ ملکیان په سیورو-دونیڅک ښارګوټي کې وژل شوي، چې د ده په وینا د روسیې یوه حمله په کې ناکامه شوې ده. سیورو-دونیڅک ښارګوټی او لیسیچانسک ښار هغه سیمې دي چې روسي پوځيانو په کې خپل عملیات پیل کړي دي. Читать дальше...
بلاول بوټو زرداري دغه خبره د مې پر ۱۹مه، د امريکې د سفر په مهال د سي اېن اېن ټي وي سره په مرکه کې کړې. د پاکستان او د ټي ټي پي د مذاکراتو ترڅنګ سي اېن اېن سره مرکه کې بلاول بوټو په افغانستان کې د موجوده حالاتو او د افغانستان او د پاکستان په اړه تعلقاتو هم خبرې وکړې.
د برتانيا د ډاک یا لیکونو استولو شرکت رايل مېل په ټول هېواد کې د ډرون الوتکو له لارې د خلکو کورونو ته خطونه او نورشیان استوي. د جنګي ډرونونو په څېر هغه الوتکې هم د کمپيوټر له لارې کنټرولېږي خو دنده یې جلا ده. د اسوشيېټډ پریس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې وړتیا په دې کچه ده چې کولای شي د دوی ګټې وګواښي. د دغه وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې شپه د مې په ۱۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د یوې افغانې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زموږ دریځ ښکاره او ثابت دی چې نه غواړو په افغانستان کې د داعش - په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې بېرته حضور وګورو. دوی لا د مخه شتون لري، مګر زما مطلب دا دی، تاسو پوهېږئ، د دوی په وړتیاوو کې داسې وده لیدل کېږي چې زموږ ګټې... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې حملو ته زور ورکړی او د ده په وینا د دونباس سیمه یې یو مخ ویجاړه کړې ده. زیلینسکي پرون ناوخته په یوه ویډیويي وینا کې روسي ځواکونه د اوکراینیانو د وژلو لپاره په هڅه، تر ممکنه حده په تاوان اړولو او نسل وژنې تورن کړل. زیلینسکي همدا راز وویل چې پرون یې د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسلا وان دیرلن سره د مالي مرستو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او په ازوفستال فابریکې کې د اوکرایني ځواکونو په اړه خبرې وکړې.
روغتيايي ادارو ويلي دي، په شمالي امریکا او اروپا کې د بیزو چیچک په نوم يې د یوه نادر وایرس پېښې تایید کړي دي. دا وایرس، چې د افریقا په ځینو سیمو کې یې اندېښنې پیدا کړې وې، په وروستیو ورځو کې په بریتانیا، هسپانیا او پرتګال کې هم تشخیص شوی دی. د چهارشنبې په ورځ کاناډا هم ویلي و چې په دغه هېواد کې د ۱۳ مشکوکو قضیو په اړه څېړنې روانې دي. خو د بریتانیا د روغتیا ادارې پرون (پنجشنبې) وویل چې هلته په دې وایرس ۹ کسانو اخته شوي. د امریکا په ماساچوسیت ایالت کې هم یو تن چې کاناډا ته یې سفر کړی و، په دې وایرس اخته شوی دی. Читать дальше...
دا څېړنه چې د چرسو پر معتادانو تر سره شوې ښيي چې، په پرله پسې ډول د چرسو استعمال د دماغي فشار، د حافظې د کمزورۍ او د ورځنيو کارونو په اجرا کولو کې د ګډوډۍ سبب کېږي. جبار څلور کاله مخکې له خپلو انډيوالانو سره د شپې په بانډارونو کې د برخې اخيستلو په وجه په چرسو اخته شو. دی چې د حافظې د کمزورۍ تر څنګ د ورځينو کارونو په اجرا کولو کې د ستونزو له امله هم ځورېږي، له يوې اوونۍ راهيسې د معتادانو د درملنې په يوه روغتیايي مرکز کې بستري دی. جبار وايي، د ده د چرسو نشه د دې سبب شوه چې وروسته چرس او تنباکو ګډ استعمال کړي. Читать дальше...
د امریکا سنا جرګې اوکراین ته د ۴۰ میلیارده ډالرو پوځي او اقتصادي مرستو بسته په غوڅ اکثریت تایید کړه. دغې بستې ته شپږاتیا سناتورانو مثبتې رایې ورکړې، خو د مخالفو رایو شمېر یوازې ۱۱ و. ټاکل شوې د دغو مرستو سند ژر تر ژره د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا لاسلیک شي. تېره اوونۍ د کانګرس استازو جرګې دغه سند تصویب کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن روسیه تورنه کړې چې د بندرونو په بندولو له غلې دانې او نورو موادو د جګړې د وسلې په توګه کار اخلي. بلینکن پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د وینا پر مهال وویل، د روسیې د اقداماتو له کبله د اوکراین په سیلوګانو کې ۲۰ میلیونه ټنه غله له استفادې پرته پاتې ده. د بلینکن په وینا په نړۍ کې د خوړو زېرمو کې د کموالي له کبله بیې ډېرې لوړې شوي او په خبره یې دا د دې لامل کېږي چې ډېر خلک د خوړو له نه مصونیت سره مخامخ شي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا ویلي،... Читать дальше...
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ یوه ټویټ کې وویل، د دغه کمېسیون فعالول یې د رسنیو د ملاتړ او د رسنیزو شکایتونو د اوریدو په برخه کې د ژمنتوب څرګندونه کوي. په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون او رسنیزو بنسټونو یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون هغه مهال ګټور ثابتېدای شي چې په خپلواکه، مسلکي او شفافه بڼه فعالیت وکړي. طالبان داسې مهال دا اقدام کوي چې د دوی د بیا ځلې حکومت له پيله سلګونه رسنۍ تړل شوي، پر رسنیو محدودیتونه... Читать дальше...
د افغانستان د یو شمېر کورنیو رسنیو د راپور له مخې دایکندي ولایت کې ترافیکي پیښې درې ښځې وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۷ تنه ټپیان کړي دي. دا پېښه پرون د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو فلنګکوچ ډوله موټره له سړکه ووت او چپه شو. د راپورونو له مخې ټپیان د غزني روغتون ته بیول شوي دي. افغانستان کې د ترافيکي پېښو لاملونه تر ډېره د لويو لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو تېز سرعت يادېږي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۷ ولایتونو کې د یو څه شدید باران او سېلابونو خبرداری ورکړی دی. دغه ریاست پرون په یوه بيان کې وویل چې سمنګان، تخار، بدخشان، بامیان، بغلان، پنجشېر او نوروستان ولایتونو کې به د جمعې په ورځ باران وریږي او ممکن سېلونو هم په کې راووځي. څه باندې دوه اونۍ مخکې هم شدیدو بارانونو او سېلونو افغانستان کې له شلو زیات کسان مړه کړل، سلګونه کورونه یې ویجاړ او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه یې خرابه کړه.
د طالبانو حکومت ويلي دي، له افغانستان څخه بهر نورو هېوادونو ته يې د غنمو پر لېږد بنديز لګولی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مالیې وزارت په حواله پرون ماښام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دې برخه کې ټولو ګمرکونو ته لارښوونه لېږل شوې ده. نوموړي د دې ګام لامل په هېواد کې دننه د غنمو د کمښت مخنیوی بللی دی. ازادي راډیو ته د فراه، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو اوسیدونکو شکایت کړی و چې سږ کال د غنم لو په وخت کې هم د غنمو بیې د نورو کلونو پرتله لوړې دي او لامل یې همدا ښودلی چې پاکستان ته انتقالیږي.