د پاکستان په پلازمېنه کې لسګونه سرکاري ملازمانو د تنخاګانو زیاتولو او د دندو د دایمي کېدو لپاره مظاهره کړې. د مې پر ۱۲مه مظاهره کوونکو مشال راډيو ته وویل، پخواني حکومت ورسره په فبرورۍ کې تر احتجاج وروسته د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې وه چې لا نه ده پوره شوې. وفاقي حکومت د ملازمانو غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو وزیراعظم شهباز شریف ژمنه کړې چې د هېواد اقتصادي مشکلات به هواروي. ویډیويي رپورټ.
د الجزیرې ټېلېوېژن د عربي ژبې څانګې خبریاله شیرین ابو عاقله د مې ۱۱مې پر سهار په مقبوضه غربي غاړه کې د اسراییلي پوځ د چاپې پر مهال ووژل شوه. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د هغې فلسطیني الاصلې امریکایۍ خبریالې د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده. الجزیره ټېلېوېژن وايي، نوموړې د اسراییلي پوځیانو په ډزو کې وژل شوې. اسراییلو ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي. هلته په غربي څنډه کې د ابو عاقلې د وژنې ضد مظاهرې شوې دي. د اسوشيېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د روسیې ګاونډي هېواد فنلند اعلان وکړ، چې هېواد به یې له ځنډ پرته ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړي. د فنلند ولسمشر ساولي نینیستو او صدر اعظمې یې سنا مرین نن اعلان وکړ، چې ناټو سره د خپل هېواد د یوځای کېدو ملاتړ کوي. دې دواړو مشرانو نن په یوه اعلامیه کې وویل: "د ناټو غړیتوب به د فنلند امنیت ټینګ کړي" او فنلند به د ناټو د غړي په توګه دغه ټول دفاعي اتحاد پیاوړی کړي. فنلند، چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره اوږده پوله لري، له ډېرې مودې راهیسې دې پرېکړې ته په تمه و. معلومه نه ده، چې ناټو به په مشخص ډول... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړی وايي، په وړوکتوب کې د پلار تر مړينې وروسته په مینګوره کې د "خپل کور فاونډيشن" په نوم يوه يتيم خانه کې داخل شو. د ده په خبره، په همدې اداره کې ورته فرصتونه برابر شول چې د رسمي زده کړو ترڅنګ په بېلا بېلو غيرنصابي سرګرميو کې برخه واخلي. عنايت الله، چې تېر وړوکي اختر ته يې نوې سندره خپره کړې، زياتوي چې په پښتو موسيقۍ کې نوې تجربې کول غواړي. د نوموړي دا خبرې او د نوې سندرې ترڅنګ يې ځينې پخوانۍ هغه هم د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د افغان حاجیانو د ونډې یا سهمیې د کمېدو خبره کوي. د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وایي، سعودي عربستان سږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو ونډه کمه کړې ده. د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال به له افغانستانه سعودي عربستان ته ۱۳۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سفر وکړي. هغه وايي: “سږکال چې څومره حاجیان سعودي ته ځي شمېر یې ۱۳۵۸۲ تنه دی، هغه هم د دې لپاره چې لا هم د کرونا ویروس ګواښ شته د ټولو هېوادونو سهمیه... Читать дальше...
د کابل د فوټسال لیګ پچه اچونه نن تر سره شوه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون خپل فېسیوک پاڼه لیکلي، د پچې اچونې مراسم نن د وزرشي ادارو د مسوولینو په ګډون سره ترسره شوه. د فدارسیون په وینا، ټاکل شوې د کابل د فوټسال ليګ راتلونکي اوونۍ د شنبې په ورځ د ۱۱ ټیمونو ترمنځ د ۵۵ لوبو په ترسره کولو سره په کابل کې پیل شي. په دغه سیالیو کې صلح، سنايي، اطمينان، یاران همدلي، جوانان ميهن، شهید نسیم، یاران افغان او شریفي سپورټ ټیمونه د یو بل پر وړاندې د سیالۍ دګر ته ځي.
د ای پي ایل ۵۹مه لوبه کې نن شپه چېناى سوپر ګینګز او مبمبي انډینز د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، دغه لوبه نن شپه د افغانستان په وخت ۷ بجې پیلېږي. د دې ليګ په تېره لوبه کې ګجرات ټایټنز لوبډلې خپله ۱۲ مه لوبه د لکنو خلاف ترسره کړه او په دې سره یې پلې آف یا هم دویم پړاو ته لار ومونده. ګجرات لوبډلې د خپلو ۱۲ سیالیو څخه یوازې درې لوبې وبایللې او د ۹ لوبې په ګټلو سره د لومړۍ لوبډلې په توګه دویم پړاو ته کوالیفای شوه. په ۱۲ مه لوبه کې که څه هم ګجرات لوبډلې خپل... Читать дальше...
د افغانستان د وېلچر باسکټبال ملي لوبډله نن ټایلنډ ته لاړه. د طالبانو د بدنې روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ویلچر باسکټبال په ملي ټیم کې ۱۲ لوبغاړي او یوه څلور کسیز پلاوی شامل دي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې لوبو کې به د افغانستان په ګډون د استرالیا، ایران، مالیزیا، کوریا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او فلیپین هېوادونو وېلچر باسکټال ملي لوبډلې برخه ولري. د اسیايي جام لپاره دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په ۲۲ مه پيلېږي او تر ۲۸ مې دوام کوي. دا په داسې... Читать дальше...
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښه مشرانو یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک انصاف پخواني حکومت اقتصاد په خراب حالت کې پرېښی دی او دا چې عمران خان په درغلۍ په ۲۰۱۸ز کال کې واک ته رسېدلی وو. د ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د مې پر ۱۱مه په صوابۍ کې جلسې ته په وینا کې وویل، هغه کسان چې عمران خان یې واک ته رسولی وو، اوس یې یوازې پرېښی دی. تر دې مخکې هم پخوانیو مخالفه ګوندونو په بیا بیا تور پورې کړی وو چې امنیتي ادارې د عمران خان په انتخاباتي بریا کې رول لوبولی وو. دا هغه تور دی چې پوځ او د تحریک انصاف حکومت... Читать дальше...
یو شمېر بې دندې شوي پخواني دولتي کارکوونکي نيوکه کوي، چې د دوی د په کور ناستي مسئله غیرقانوي ده، نه منتظر با معاش ګرځول شوي او نه هم تقاعد ورکړل شوی. دغه کسان وايي، دا چې معاش نه لري له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دولت یو پخوانى کارکونکی وايي، شپېته کاله عمر لري او له تېرو څلویښت کلونو راهیسې د حکومت مامور و خو د طالبانو په راتګ سره په کور کېنول شوى. نوموړی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شی، ازادي راډیو ته یې وویل، نه ورته د دندې د بیا پیل تمه ورکړل شوې او نه هم تقاعد ورکول کېږي. Читать дальше...
پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په دې نښتو کې یې ګڼ غړي وژل شوي ول، د مې ۱۲مه توره ورځ او هغه پېښه د ریاست له خوا پر "ولسي وګړو جبر" بولي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مسوولینو په دې هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت او د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې. دغې خونې په یوې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، د دواړو خواوو په دې انلاین ناسته کې د خونې چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مسوولینو غوښتې چې د بهرنې پانګوالو د جذب او په افغانستان کې د روانو اقتصادي حالاتو د معلومو په موخه یوه هر اړخیزه سروې ترسره کړي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په میدان وردګو ولایت کې د تخت کوتل په نوم د یوه صنعتي پارک پرانیسته وکړه. تېره ورځ د دغه وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې یاد صنعتي پارک به په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي. د وزارت په خبره، په یاده ځمکه کې شاوخوا ۷۲ بېلابېلو فابریکو او شرکتونو ته ځمکې ځانګړې شوي چې په لومړي پړاو کې تېره ورځ ۲۰ تولیدي شرکتونو ته په دغه صنعتي پارک کې د پانګونې جوازونه او تصدیق پاڼې ورکړل شوې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې دغه اقدام کوي، چې له دې وړاندې افغان صنعت کارانو... Читать дальше...
طالبانو د جنرال مارک مېلي د څرګندونو په غبرګون ویلي چې د داعش او نورو ډلو د ځپلو وړتیا لري او د بل چا له لوري په افغانستان کې دننه د دې ډول اقداماتو اړتیا نه ويني.
د اروپایي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړ، چې روسیې د نړۍ نظم ته ډېر مستقیم ګواښ رامنځته کړی دی. د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا ون دیرلاین او د اروپایي شورا مشر چارلس مېشل نن د جاپان له صدر اعظم فومیو کیشیدا سره د خبرو پر مهال پر روسیې کلکې نیوکې کړي دي. ون دیرلاین تر دغې کتنې وروسته وویل: "روسیې اوس پر اوکراین د وحشیانه جګړې او له چین سره د اندېښمنونکي تړون له کبله د نړۍ نظم ته مستقیم ګواښ رامنځته کړی دی." اروپایي مشران داسې مهال پر روسیې نیوکې کوي، چې ټاکل شوې فنلند، چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلو متره... Читать дальше...
په پکتیا کې د څمکنیو وروسته د ډنډ پټان ولسوالۍ قومي مخورو او اوسېدونکو هم په یوه قومي جرګه کې د ښځو ولور څلور سوه زره افغانۍ وټاکه. قومي مشرانو او د جرګې ګډونوالو د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د دې ځای د خلکو کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو دې، په دې پرېکړه عمل وکړي. د ډنډ پټان ولسوالۍ د ځاځي اباد کلي اوسېدونکي عقل خان مشال راډيو ته وویل، چارواکي او قومي مخور په دې سره موافق شول، چې د لوړ ولور مخه ونیسي. دی زیاتوي، له دې مخکې به ځوانانو په بهر کې د ولور د پیسو د ګټلو لپاره کلونه-کلونه مساپري کوله. Читать дальше...
ورسته له هغې، چې په پلازمېنه کابل کې امنیتي پېښې ډېرې او د طالبانو پر حکومت د خلکو د امنیت د نه خوندیتوب په تړاو انتقادونه زیات شول، اوس د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره یې د کابل په دروازو کې جدي تلاشۍ پیل کړې دي. په کابل کې د امنیتي پېښو د تکرار د مخنیوي په موخه تدابیر. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي دوی د کابل په دروازو کې جدي تلاشي پیل کړې ده. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کابل... Читать дальше...
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر وایي، که دا احساس کړي چې د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد ګواښ متوجه دی نو د بریدونو وړتیا لري. له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه د ځینو امریکایي چارواکو تازه څرګندونې! د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که دوی له افغانستانه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي نو د دفع کولو لپاره یې د عملیاتو وړتیا لري. مارک میلي پرون چهارشنبې ناوخته د مې په ۱۱ نېټه د امریکا د سنا مجلس د دفاعي کمېسیون یوې کميټې ته دا هم وویل،... Читать дальше...
د زرداري په خبره، په هېواد کې د شفافه انتخاباتو لپاره باید په انتخاباتي قانون کې بدلونونه او مهم اصلاحات وشي، عملي شي او تر دې وروسته دې د انتخاباتو نېټه اعلان شي.
ټاکل شوې، نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د اجباري حجاب او پر دوی د نورو لګېدلو محدودیتونو په اړه غونډه وکړي. یو شمېر افغان ښځې له دې غونډې تمه لري، چې پر طالبانو فشار راوستل شي څو پر دوی لګېدلي محدودیتونه لرې کړي. تمه ده، چې په دې غونډه کې د دې موضوع تر څنګ پر افغان ښځو د طالبانو د حکومت له خوا د نورو محدویتونو په اړه هم خبرې وشي. یو شمېر افغان ښځې له دې غونډې تمه لري، چې پر طالبانو فشار راوستل شي څو پر دوی لګېدلي محدودیتونه لرې کړي. د افغان مېرمنو... Читать дальше...
د هند تر انتظام لاندې کشمير کې له لسيزو راهيسې راهن پوش مېله لمانځل کېږي. د مېلې پر ورځ سلګونه خلک د کشمير په کولګام ضلع کې له یوه ډنډ څخه کبان نیسي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بشري حقونو د څار سازمان وایي، روسیې پر اوکراین له یرغل راهیسې ډېر ځلې له کلوسټر بمونو کار اخیستى چې په نتیجه کې یې په سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او کورونه، روغتونونه او د ښوونځیو ودانۍ یې زیانمن کړي دي. دې سازمان په هغه راپور کې، چې نن پنجشنبې یې خپور کړی دغه راز ویلي چې اوکرایني ځواکونو لږترلږه یو ځل له دغو بمونو کار اخیستی دی. د بشري حقونو د څارسازمان له دواړو هېوادونو غوښتي، چې باید د دغو منع شویو وسلو کارول ودروي او په دې اړه دې له نړیوال تړون سره د یوځای کېدو ژمنه وکړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر پلټونکي دفتر يا سیګار وایي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په دې هېواد کې مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. سیګار په خپله ټویټرپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري چارو د معلوماتي څانګې په استناد ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خراب شوی او مرستو ته د اړو کسانو شمېر چې په ۲۰۲۱ کال اتلس ميليون او ۴ لکه تنه اټکل شوی و، ۲۴ ميليونه او ۴ لکو ته زیات شوی دی. ملګرو... Читать дальше...
ډنمارک وایي، طالبانو د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. په ملګروملتونو کې د ډنمارک دایمي استازولۍ په یوه ټویټ کې ویلي، چې د طالبانو وروستي اعلان چې افغان ښځې باید په عام محضرکې مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا په صورت کې له کوره ووځي، د ښځو او نجونوله اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه او په دې برخه کې د طالبانو له لوري له کړیو ژمنو سره په تضاد کې دی. دغه راز ټاکل شوې، چې نن د ملګروملتونو امنیت شورا چې ناروې رابللې، په یوه غونډه کې د افغان ښځو د حقونو پر مسئلې خبرې وکړي.
په کندز ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو له لوري د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په هدف یو ګډ کمېسیون جوړ شوى او تر اوسه پورې يې کابو ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکه د زوراکانو له منګلو بېرته راګرځولې ده. د چارواکو د خبرو له مخې، په کندز کې د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون تراوسه پورې شاوخوا ۳۵ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت کړې او لاهم دغه بهیر دوام لري. د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رئیس مولوي امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه پورې جوړ شوي کمېسیون د دې ولایت په مرکز او اړوند... Читать дальше...