Под «Открытым небом»: как стартовал 46-й ММКФ

Концерт в честь Дня труда прошел в Красногорске

Отмена Парада Победы в Крыму: решение в пользу безопасности

«Химки» победили «Родину» и вышли на первое место

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2022

Новости за 16.05.2022

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په پنجشېر کې د يوه عام وګړي وژل منلي

په پنجشېر کې د طالبانو محلي چارواکو ویلي، چې د پریان ولسوالۍ یو عام اوسېدونکی یې وژلی دی. د پریان ولسوالۍ مرستیال مولوي شیر علي ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی ځواکونو په دوو کسانو ډزې کړي چې یو یې وژل او بل یې ټپي شوی دی. نوموړی وایي، دغه دواړه کسان ورونه وو چې طالبانو په تېروتنې سره داسې مهال ډزې پرې کړي چې خپلو کروندو کې یې اوبه لګولې.  نوموړي نه دي ویلي، چې دا پېښه څه وخت شوې ده. تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارد بننټ ویلي چې پنجشېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتين او رحمان د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې پر امنيت خبرې کړي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې پر امنیت خبرې کړي دي. د راپورونو له مخې دغو مشرانو نن د ګډ امنیتي تړون سازمان د غونډې په څنډه کې سره کتلي دي. تاجکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نور هېوادونه له افغانستانه خپلې خاورې ته د احتمالي ترهګریز ګواښ ویره لري. د طالبانو حکومت بیا په وار وار ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به هیچا ته ګواښ نه پېښېږي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان سیاستوالو د بېرته ستنولو کمېسیون پر چارو نیوکې زیاتې شوي

د طالبانو د حکومت له‌خوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په سفر د بندیز له راپورونو ورسته، د هغه کمېسیون په چارو هم نیوکې را پورته شوي چې هېواد ته د سیاسیونو د بېرته ستنولو لپاره جوړ شوی. ورسته له هغې چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدي سرچینو ځینو رسنیو سره په خبرو کې ومنله، چې طالبانو د شنبې په ورځ ښاغلي کرزي ته اجازه ور نه کړه چې له افغانستان ووځي. اوس یو شمېر له افغانستانه وتلي سیاستوال او پخواني ډیپلوماټان وايي، طالبانو د ښاغلي کرزي د سفر په مخنیوي سره وښوده چې په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې د ځغاستې سیالۍ پای ته ورسېدې

فاریاب کې د ځغاستې سیالۍ پای ته ورسېدې. د بدني روزنې او ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، دا لوبې د ۴۰ لوبغاړو په ګډون د ميمنې هوايي ډګر په ساحه د درې کيلومترو په واټن کې وشوې. د فارياب ولايت د ورزش مسوولين وايي، د دې سياليو د کېدو هدف د دې ولايت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکل و. د دې سياليو په پاى کې ذاکر حيدري لومړى مقام، حبيب الله رحماني دويم او خال محمد صياد دريم مقام خپل کړ چې د فاریاب ولایت د ورزشي امریت له خوا ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Pa.azadiradio.com 

په دایکندي کې د موی تای سیالۍ پای ته ورسېدې

په دایکندي کې د موی تای سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې په دې سیالیو کې د شهرستان او میرامور ولسوالیو ۳۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه. دا سیالۍ چې د اختر په مناسبت پیل شوې وې، په پای کې یې غوره لوبغاړو ته جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول. د بدني روزنې ورزش ادارې ویلي دي، چې په نېږدې راتلونکې کې به په پکتیکا ولایت کې هم د موی تای سیالۍ پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

ای پي ایل؛ نن ډیلي او پنجاب سیالي لري

د هند په غوره لیګ کې نن ډیلي کېپټلز او پنجاب کېنګز لوبډلې لوبېږي. دا لوبه د ممبيي په ډي پټېل لوبغالي کې د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ پیلېږي. ډیلي او پنجاب لوبډلو د هند غوره لیګ په سږني فصل کې ۱۲ لوبې کړې دي چې دواړو یې خپلې ۶ لوبې ګټلې دي. دواړو لوبډلو ته د دې لوبې ګټل ځکه مهم دي چې بایلونکې یې به په لیګ کې له مخکې تګ پاتې کېږي او ګټونکې به یې د مخکې تګ فرصت پیدا کوي. د هند غوره لیګ په سږ کال کې تر دې دمه ګوجرات تیتانز مخکښه لوبډله ده چې درې افغان لوبغاړي هم ورسره دي.

Pa.azadiradio.com 

شیخ زاید پوهنتون کې د خلیفه بن زاید ال نهیان فاتحه واخیستل شوه

د خوست ولایت په شیخ زاید پوهنتون کې د متحده عربي اماراتو د وفات شوي خلیفه بن زاید ال نهیان فاتحه واخیستل شوه. نن د دوشنبې په ورځ په شیخ زاید پوهنتون کې د متحده عربي اماراتو رییس شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د فاتحې په مراسمو کې ویناوالو له دې پوهنتون سره د متحده عربي اماراتو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه. د خوست شیخ زاید پوهنتون رییس انجینر همایون معاویه د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې د یاد پوهنتون په پرمختګ کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان په مشری د متحده عربي اماراتو مرستې وستایلې. نوموړي زیاته کړه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جي ۷ هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي

د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې ناستې په پای کې په یوه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې څومره ژر کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي له پرېکړې په شا شي او د جبري حجاب په اړه خپله پرېکړه واپس واخلي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل ځینې اوسېدونکي: د برېښنا پارچاوۍ د ژوندانه ستونزې زیاتې کړي

د کابل ښار ځینې اوسېدونکې وايي، په تېرو دوو اونیو کې د برېښنا پارچاوۍ زیاته شوې او د طالبانو له حکومت غواړي چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي. په کابل کې د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا نشتون خلک اندېښمن کړي. دوي وايي، سره له دې چې د نړول شویو ستنو څخه دوه اونۍ تېرېږي خو بیا هم د طالبانو حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د کابل برېښنا عادي حالت ته راوګرځوي. د کابل ښار اوسېدونکی سیف الله وویل: "له هغې وروسته چې د برېښنا ستنې په سالنګ کې ونړول شوې موږ منظمه برېښنا نه لرو، د ورځې لخوا خو بیخي برق... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلک: پنجشېر کې طالبانو د مقاومت جبهې په نوم له عامو خلکو قرباني اخيستې

د پنجشېر د دره ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د عبداله خېلو په سیمه کې د طالبانو او ملي مقاومت په نوم جبهې ترمنځ وروستۍ جګړې له عامو خلکو قرباني واخیسته. یوڅلویښت کلن ملا محمد د عبداله خېلو په کوره تاز سیمه کې ژوند کوي. دی وایي، کله چې طالبان او د ملي مقاومت په نوم جبهې وسله وال سره ونښتل، ده یوه خوندي ځای ته پښې سپکې کړې. دا چې دغې دره کې څه تېر شوي، ملا محمد د خپلو سترګو لیدلی حال داسې وایي: "طالبانو د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ له لوري هم خپل سرتېري چمتو کړي وو، هغوی له هغه لوري راپورته شوي وو. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

کوټه کې درې ورځنۍ نړیواله څېړنغونډه شوې ده

په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ له لوري درې ورځنۍ څېړنغونډه د مې ۱۵مې پر ماښام د موسیقۍ په پروګرام پای ته ورسېده. د مې پر ۱۳مه پیل شوې څېړنغونډې ته ګڼ لیکوالان، پوهان او شاعران ورغلي ول. د "سهېلي پښتونخوا ادبي، تاریخي او کلتوري یون" تر سرلیک لاندې غونډې ته پوهانو خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

اوکراینی پوځ د روسیې د نویو بریدونو شنډولو لپاره د تیارۍ په حال کې دی

د اوکراین پوځ نن بیاهم د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د نویو حملو لپاره د تیارۍ په حال کې دی. د اوکراین پوځ وايي، چې د دې هېواد د دوهم لوی ښار خارکییف په شاوخوا کې د روسي ځواکونو د حملو د شنډولو عملیات د پیاوړي کېدو په حال کې دي. د اوکراین د کورنیوچارو وزارت سلاکار وادیم دیني سینکو وايي، که څه هم نن سهار وختي په خارکییف ښار کې د روسي الوتکو د هوايي حملو اړوند د خبرتیا زنګونه کړنګېدل خو د ده په وینا اوکرایني پوځیانو په شمالي جبهه کې پرمختګ کړی او حتی د روسیې سرحد ته نږدې شوي دي. د اوکراین ولسمشر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اب و هوا بدلون خیبر پښتونخوا کې د غنمو پیداوار اغېزمن کړی

په اپرېل کې په خیبر پښتونخوا کې د ګرمۍ زیاتېدو د صوبې د یوشمېر سیمو کروندګر تر وخت مخکې غنم لو ته اړ کړي دي. دوی وايي، د همدې له وجې د غنمو پیداوار کم شوی دی. پوهان وايي، د دې لامل د اب و هوا بدلون دی چې پاکستان خورا زیات اغېزمنوي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو له افغان ښځو سره په روان چلند اندېښنه ښودلې

د نړۍ ۷ سترو اقتصادي هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو سره په روان چلند سخته اندېښنه ښودلې. د نړۍ ۷ سترو اقتصادي هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو، ښځو، مذهبي او قومي لږکیو سره د طالبانو په چلند نیوکه کوي. جي۷ ډله چې د بهرنیو چارو وزیران چې په جرمني کې را ټول شوي وو، د خپلې ناستې په پای کې یوه خپره کړې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې څومره ژر کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي له پرېکړې په شا شي او تر خوا یې د اجباري حجاب په اړه خپل فرمان لغوه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو تر ډاډ وروسته صرافي مارکېټونه پرانیستل شول

د افغانستان د صرافانو د سرتاسري ټولنه وايي، د طالبانو حکومت د مشرانو له خوا دوی ته د دوی د ستونزو د هواري تر ډاډ ورکولو ورسته نن په ټول افغانستان کې د صرافۍ مارکېټونه پرانیستي دي. وروسته له هغې چې پرون په ټول افغانستان کې د اعتراض په ډول د صرافۍ مارکېټونه وتړل شول، د افغانستان د صرافانو د سرتاسري ټولنې ویاند وايي، د طالبانو حکومت دوی ته د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی. عیدالرحمن ځیرک ازادي راډیو ته وویل، چې نن د صرافۍ مارکېټونه پرانیستي دي او تمه ده چې سبا د دوی مشرتابه د صرافانو د ستونزو د هواري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د سلګونو روغتیايي کارکوونکو د روزنې پروګرام پیل شوی

په غزني کې د افغانستان تغذيې او کورني اقتصاد د انسټیټیوټ له خوا او د یونېسیف په مالي مرسته د سلګونو روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شوی دی. د دغه روزنیز پروګرام موخه په راتلونکي نسلونو کې د لنډې ونې او خوارځواکو ماشومانو د زېږېدنې مخنیوی، د ماشومانو د ځیرکتیا لوړوالی او په ښځو کې د سینې سرطان د مخنوي د لارو چارو ښوودنه ده. په دغه ټرینینګونو کې ډاکټران، نرسان، قابلې او د خوارځواګۍ په اړه مشورې ورکوونکي کسان شامل دي، چې له دغه ټرېنینګ اخیستلو وروسته به د ولایت په بېلابېلو روغتیايي کلینیکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې ولې د کتاب پېرل او لوستل کم شوي؟

په کونړ کې کتاب پلورونکي وايي، په هېواد کې راغلي سیاسي بدلون او د نجونو ښونځیو بندېدو سره يې کاروبار کمزوری شوی دی. پنځه ویشت کلن جاوید د شهیدانو چوک کې کتاب پلورنځی لري. هغه وايي، پخوا يې بازار ګرم و او د مطالعې مينه والو به کتابونه او د ښونځیو زده کوونکو به د خپلې وړتیا وړ شیان اخيستل خو اوس يې د کاروبار پخوانى خوند نه شته. نوموړي وویل: "مخکې د کتاب اخيستونکي ډېر زیات وو، ډېرو يې کتاب او مطالعې سره مینه درلوده، خو اوس د ځوانانو مینه ورسره کمه شوې او کتاب اخيستونکي هم کم شوي دي. ډېری ځوانان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا په کرونا ویروس د ۸ کسانو مړینه ثبت کړې

شمالي کوریا نن دوشنبه په کرونا ویروس د ۸ کسانو مړینه ثبت کړې ده. په دغه هېواد کې په درې لکه ۹۲زره ۹۲۰ کسانو کې تبه او د کرونا ویروس علایم لیدل شوي دي. د شمالي کوریا رهبر پر خپلو چارواکو د درملو په رسولو کې د ځنډ له کبله انتقاد کړی. کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی، چې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په چارو کې مرسته وکړي. د شمالي کوریا چارواکي وايي په تېره اپرېل میاشت کې د کرونا وایروس له خپرېدو راهیسې ۱۲لکه کسان ناروغ شوي او ۵ لکه ۶۴زره ۸۶۰ کسان دا مهال قرنطین دي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د پرونۍ پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور ټپیان دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په یوه کلیسا کې پرون ماسپښین د یوه سړي په ډزو یو تن ووژل شو او څلور تنه نور سخت ټپیان شول. چارواکي وايي، پېښه په داسې ساحه کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي یې پوخ عمره کسان دي. مشکوک کس چې اسیايي بلل شوی او عمر یې تر ۶۰ لوړ دی، نیول شوی او په توقیف کې دی.

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د مضره ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی

په کندز ولایت کې د مضره ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی. د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي، دوی د دې ولایت په علي آباد، چهاردرې، خان آباد، قلعه زال، دشت ارچي، اقتاش، امام صاحب او کلباد ولسوالیو کې د مضره ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی دی. د دغه ریاست رییس مولوي امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل، په پورته یادو شویو ولسوالیو کې د کروندو، باغونو او څړځایونو د خوندي ساتلو په هدف یې د حمل له میاشتې راهیسې په ملخ لرونکو سیمو کې د دوا شیندلو لړۍ پیل کړې ده. هغه زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې د پاکستان حکومت پلاوي او ټي ټي پي ترمنځ غونډې شوي

د پاکستان حکومت د دغه هېواد د مخالفو وسله والو تحریک طالبان پاکستان له ډلې سره د خبرو لپاره یوه جرګه ګمارلې. دې جرګې له دې جمعې راهیسې خپلې هڅې پيل کړي او څو ناستې یې هم ترسره کړي دي. د ازادې اروپا د مشال راډیو او د امریکا غږ ډېوې راډيو راپور ورکړی چې د مسیدو د جرګې څه باندې دېرش کسیزې ډلې د پکتیکا په برمل کې د پاکستاني طالبانو له مشر مفتي نورولي سره کتلي. پرون یکشنبه هم د سویلي وزیرستان په مکین کې یوه بله ناسته پلان شوې وه. که څه هم د پاکستان پوځ رسماً له ټي ټي پي سره د جرګې د هڅو په اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ؛ نن افغانستان او تاجکستان لوبډلې لوبه کوي

د افغانستان تر شپاړس کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله نن دوشنبه د تاجکستان له لوبډلې سره مخ کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فیسبوک لیکلي، چې دا لوبه د شپې په اته نیمو بجو د دوشنبې د فوټبال په سټډيوم کې پيلېږي. تر شپاړس کلنو کم عمره افغان فوټبالرانو د مرکزي اسیا په اتلولیو جام کې لومړۍ لوبه له قرغزستان سره ۱-۱ مساوي کړه خو دویمه لوبه یې ازبکستان ته شپږ – صفر وبایلله. د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي، چې د افغانستان ترڅنګ د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون په کې کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین د امریکا د پوځي او بشري مرستو غوښتنه وکړه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکېن سره وکتل او له خپل هېواد سره یې د امریکا د پوځي او بشري مرستو غوښتنه وکړه. کولیبا پرون په برلین کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس وویل، چې بلېنکېن او کولیبا د روسیې د یرغل له امله د نړۍ د خوړو د امنیت په اغېزمنتیا باندې بحث وکړ. پر اوکراین د روسیې یرغل اوس په دولسمه اوونۍ کې دی، خو روسیه نه ده توانېدلې چې یو مهم ښار یا سیمه ونیسي.


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Луна помешает наблюдению одного из старейших звездопадов в ночь на 22 апреля

Евгений Миронов пришел на открытие ММКФ с сыном

Пристегнитесь: ремень спасает жизнь

МИД: в случае конфискации российских активов Москва может принять ответные меры

Музыкальные новости

В Иркутске встретили Знамя Победы, которое едет через всю страну

«Вспыльчивый очень»: Лоза объяснил агрессивное поведение Лепса на концерте

Александр Бречалов и Игорь Маковский обсудили вопросы развития электросетевого комплекса в Удмуртской Республике

Собянин назначил нового главу Стройкомплекса Москвы

Новости России

«Новые люди» объединились с «Партией роста»: как это отразится на политической ситуации в Якутии

Под «Открытым небом»: как стартовал 46-й ММКФ

Муцениеце и Чуйков вместе вышли на красную дорожку ММКФ, держась за руки

День открытых дверей пройдет в колледже «Подмосковье» 20 апреля

Экология в России и мире

Заражение крови и менингит: через популярные блюда в ЮВА можно заразиться инвазивной болезнью

Доктор Садыков назвал 3 анализа, указывающие на причины лишнего веса

Случилось ожидаемое: прекратили работу 9 российских туроператоров

Like FM – федеральный партнер релиза «Идеальная зависимость»

Спорт в России и мире

Потапова победила Самсонову в первом круге турнира WTA в Штутгарте

Что чаще всего едят на завтрак дети Елены и Новака Джокович?

Лучшая теннисистка мира сделала заявление перед матчем с Еленой Рыбакиной

Рыбакина призналась, что её жизнь сильно изменилась после победы на Уимблдоне

Moscow.media

Обгон через сплошную с летальным исходом

Like FM – федеральный партнер релиза «Идеальная зависимость»

На строительстве моста на обходе Тольятти началась укладка асфальта

В Волгоградской области стартовал капремонт моста через Кленовку











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Концерт в честь Дня труда прошел в Красногорске

Почему дети воюют со своими звёзными родителями

Росимущество со второй попытки продало «Росспиртпром» за 8,3 миллиарда рублей

Отмена Парада Победы в Крыму: решение в пользу безопасности