د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان لپاره د جاپان سفیر په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د هدفي وژنو د څېړنې لپاره دې یو کمېسیون جوړ شي. په افغانستان کې د پخواني حکومت د فراه د امنیت د پخواني امر سخي اکبري کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی طالبانو وژلی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي. د سخي اکبري د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې په فراه کې د طالبانو د امنیت امر عبدالرازق راشد هغه وژلی دی. د ښاغلي اکبري د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل،... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی عادل يار خان دی. ده له يوشمېر غزلونو سره، سره ټپې هم ويلي او پر انټرنېټ يې خپرې کړې دي. عادل وايي، رسمي زده کړې يې تر لسم ټولګي کړي. د ده په خبره، زيات شوق يې له سندرې ويلو سره دی، خو په پېښور کې د خپلې کورنۍ د ویښتو جوړولو په دوکان يا سالون کې کار هم کوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د مې پر ۱۸مه په ترکیه کې يوشمېر افغان سياستوالانو د غونډې پر مهال "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" اعلان کړه.
د سیند صوبې په عمر کوټ سیمه کې خلک وايي د بارانونو د نه کېدو او سختې ګرمۍ له وجې په تالابونو کې اوبه کمې شوې دي او فصلونو ته یې زیان رسیدلی دی. د دې وجې څه دی او خلک یې په اړه څه کولی شي؟ انیسه اجمل له ایسوسیټيډ پریس خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړي.
د مې پر ۱۷مه یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې د پېښور کور کمانډر او د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) پخوانی مشر جنرال فیض حمید او یوشمېر لوړپوړي پوځي چارواکي کابل ته تللي ول چې هلته د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له ټي ټي پي سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې د افغانستان او کوربه هېواد زېمبابوې ترمنځ د روان کال په جون میاشت کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه سیالۍ ترسره شي. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ چې باید په ۲۰۲۰ م کال کې ترسره شوي وای، خو د بېلابېلو ستونزو له امله تر ۲۰۲۲ م کال وځنډېدې. د زېمبابوې لخوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۵ شل اوریزه او درې یو ورځنۍ سیالۍ اعلان شوي وې. خو افغان کرکټ بورډ په خپله وروستۍ خبر پاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو یو ورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو یادونه کړې ده.
ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د کندهار په سپین بولدک کې د ۹ ولایتونو ترمنځ د کورش سیالۍ پیل شي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا سیالۍ د زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، نيمروز، فراه، هرات، غور او بادغيس ولايتونو ترمنځ دي. د دې ریاست په وینا، دغه سیالۍ به د جوزا په درېیمه پیل او د او همدې میاشتې تر ۶ مې دوام وکړي. د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.
د افغانستان د ١٦ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د اتلولۍ په لړ کې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه له ایران سره تېره ورځ وکړه چې ۱ پر صفر یې وبایلله. د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دا سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبه ښار کې وشوه. د فدراسیون په وینا، د دغې لوبې سره افغانستان د مرکزي اسیا په اتلولۍ کې د دوو لوبو په مساوي کولو او دوو لوبو په ماتې خوړولو سره خپل سفر پای ته ورساوه. د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي،... Читать дальше...
د مې میاشتې ۱۶مه له یو بل سره د سوله ییز ژوند نړیواله ورځ وه. په همدې مناسبت د ځوان فکر په خپرونه کې په دې بحث شوی چې ځوانان څنګه له یو بل سره سوله ییز ژوند کولای شي؟ د خپرونې مېلمانه دیني عالم محمد زبیر افغان، لیکوال او خبریال عبدالرقیب سایل، لیکوال عبدالهادي مجروح او محصله فریده حفیظ دي. دغه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:
د طالبانو حکومت په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو د راټولېدنې په تړاو غبرګون ښودلی دی. وروسته له هغې چې یو شمېر افغان سیاسیونو پرون په ترکیه غونده وکړه او "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" په نوم شورا اعلان کړه، د طالبانو حکومت وایي، هر هغه جریان چې د افغانستان د امنیت د اوسني نظام د اخلال لپاره له هېواد بهر جوړېږي، دوی يې پر وړاندې درېږي او هڅې به یې پایلې ورنه کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د مې میاشتې ۱۹ نېټه ازادي راډیو سره خبرو کې په ترکیه... Читать дальше...
په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ ورته طالبانو پوهنتون ته ځکه د داخلېدو اجازه ورنه کړه، چې د تور حجاب سره يې تور ټیکري نه وو په سر کړي. په ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده. د دې پوهنتون یو شمېر محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ طالبانو هغه نجونو محصلانو ته پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله چې له تور حجاب سره يې رنګه ټیکري په سر کړی و. د دې پوهنتون... Читать дальше...
د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پر ځان د لګېدلو تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو نوموړي په صوبايي حکومت کې د شاملو هغو وزیرانو او د اسمبلۍ غړو پرضد د "سختو اقداماتو" پورته کولو پرېکړه کړې چې پر قرارداد یې دستخط کړی دی.
نن په افغانستان څومره چې لیدل شوي، د تلوېزیوني خپرونو ښځينه چلونکو تر سترګو پورې خپل مخونه هم پت کړي دي. د کابل د یوې خصوصي تلوېزیون یوه ویانده چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې تېره ورځ د دوی دفتر ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکي ورغلي او سپارښتنه يې ورته کړې، چې له دې وروسته باید ښځینه ویاندویانې په خپرونو کې تر سترګو پورې خپل مخونه هم پټ کړي. د طلوع خصوصي تلوېزیون د سهارنۍ خپرونې ویاندې یلدا علي هم پرون په دې اړه په خپل انسټاګرام کې لیکلي و او نن یې په خپرونه کې مخ تر سترګو پټ و. Читать дальше...
د پکتیکا یو شمېر سوداګر د انګور هډې په بندر کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي. د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغو سوداګرو تېره ورځ د خونې له چارواکو سره په کابل کې لیدلي. د خونې د اعلامیې په پر بنسټ، د پکتیکا سوداګرو په انګور هډه کې د ګمرکي ستونزو، لوړو تعرفو، او د ټرانزیټ په وړاندې د خنډونو د لرې کېدو غوښتنه کړې. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې د خونې چارواکو راغلو سوداګرو ته د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. دا په داسې حال کې ده، چې... Читать дальше...
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، عربي متحده اماراتو ته تللي افغان پلاوي هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره تر ليدنې وروسته له هغوی غوښتي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. دغه وزارت تېره ورځ په خپل ټويټر پاڼه لیکلي، چې مسوولينو افغان سوداګرو ته په دننه افغانستان کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی. وزارت وړاندې لیکلي، چې تللي پلاوي افغان سوداګرو ته په خطاب کې ویلي، اوسمهال په افغانستان کې فساد ختم شوی او د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره ده. دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته په عربي متحده اماراتو... Читать дальше...
په عراق کې یو ۷۳ کلن سړی د بریتور حسین په نوم مشهور دی. هغه وايي چې په عراق کې تر ټولو اوږده بریتونه د هغه دي چې د ساتلو لپاره يې ډېره خواري کوي. د هغه دا خواري او د اوږدو بریتونو راز د ایسوسیېټيډ پریس خبري اژانس په دې ويډيو کې وګورئ چې مليحه امیرزاده پرې راپور جوړ کړی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د دروازو له تړل کېدو له نهو میاشتو زیاته موده اوړي. يوه نجلۍ د امنیتي ستونزو له امله خپل او د ښوونځي نوم نه اخلي، د کندهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه وايي، هره ورځ رسنیو ته غوږ غوږ وي، که د ښوونخي د پرانستلو خبر واوري. نوموړې زياته کړه: "هره ورځ سترګې په لاره یو، هره ورځ مو راډیو ګانو او تلویزیونونو ته غوږ نیولی وي، چې څه مهال به درسونه شروع شي، څه مهال به څه وخت به بیا هغه ورخې په... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، د روسې دا ادعا چې وایي، په اوکراین کې د ډرون الوتکو د ویشتلو لپاره د لوړ قدرت لرونکې لایزري وسلې د سیستم تولید ته نږدې شوی، د جګړې د وخت د هغو مشرانو تبلیغات دي چې وېرېږي خپلې وحشتانکې تېروتنې ومني. د روسیې د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې د صدراعظم مرستیال یوري بوریسوف پرون چهارشنبې مسکو ته نږدې په یوه کنفرانس کې وویل، چې روسیې د لایزري وسلو داسې سیسټم ته وده ورکړې چې څو چنده ځواکمن دی او د دې توان لري چې مختلف هدفونه وسوځوي. د راپور له مخې دغه... Читать дальше...
د امریکا ولسمشرجوبایډن په ناټو تړون کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې کلک ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې متحده ایالات به د دوی امنیت ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار پاتې شي. هغه په یوه بیان کې د فنلنډ او سویډن دا پرېکړه تاریخي بللې او ویلي یې دي، چې دی به د امریکا له کانګرس او د ټاتو له متحدانو سره کار وکړي څو هرڅومره ژر چې کېدای شي دغه دواړه هېوادونه د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون وویل، چې په ناټو تړون کې د غړیتوب لپاره یې د دواړو هېوادونه رسمي غوښنلیکونه ترلاسه کړي دي. Читать дальше...
د طالبانو یو شمېر مخالف مشران چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې راغونډ شوي وو، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړه. یو شمېر سرچینو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو، وایي دا غونډه په انقره کې د مارشال عبدالرشید دوستم په کوربه توب د هغه په کور کې جوړه شوې وه. د دغې غونډې په اړه د ګډې اعلامیې ترڅنګ د ګډونووالو هغه فهرست چې دغو سرچینو ازادي راډیو ته رااستولی، د شاوخوا څلویښتو سیاسي شخصیتونو له ډلې د شلو کسانو نومونه ذکر شوي دي. په دغو شخصیتونو کې جهادي مشرعبدرب الرسول سیاف، د جمعیت... Читать дальше...
د زابل روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاجوۍ ولسوالي کې لسګونه کسان په یوې ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي. د زابل د عامې روغتیا رييس عبدالحکیم حکیمي پرون رسنیو ته وویل، چې د شاجوۍ په شیخان کلي کې لسګونه ماشومان او لویان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. د ده په وینا تراوسه پورې د شاوخوا سل تنو درملنه شوې خو د ۲۰ تنو نورو حال نازک دی.
د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز محمد باقري د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د ایر اني رسنیو د راپور له مخې، باقري د تاجکستان له ولسمشر سره په خبرو کې وویل، چې د ایران او تاجکستان وسله وال ځواکونه له افغانستان سره په سوله او ثبات کې مرسته کولی شي.
جاپان ژمنه وکړه چې د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکوي. دا ژمنه د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تکاشي اوکادا پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت د پوهنې له مرستیال وزیر مولوي فیض الله جلال سره په کتنه کې وکړه. د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي اوکادا همداراز وویل، چې په افغانستان کې به د جاپان له لوري نیمګړې پروژې بشپړې کړي. ده همداراز ویلي، چې په کابل کې به د جاپان سفارت ژر بېرته پرانېستل شي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام کې پرون چهارشنبې د پاکستان په پوله کې د واګې له بندره د افغانستان په لور ۲ زره ټنه نور غنم ولېږل. په واګه کې د ګمرک کمېشنر راهول ننګارا وویل، دا غنم د هغې ژمنې برخه ده چې پر اساس یې دا هېواد افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم استوي. تراوسه پورې د هند له لوري افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم رسېدلي دي. هند په داسې حال کې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کوي، چې په نړۍ کې د اوکراین د جګړې له کبله د غنمو بیه لوړه شوې او هند په نړیوالو بازارونو کې د غنمو د تقاضا د ډېرېدو له کبله د غنمو صادرات درولي دي.
لومړني روسي پوځي، چې د جنګي جنایت په تور د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوې محکمې ته حاضر کړای شو، پر خپل جرم اعتراف وکړ. دا ټیټ رتبه روسي افسر، چې وادیم شیشي مارین نومېږي، د اوکراین د شمال ختیځ په چوپا خیف کا کلي کې د یوه بایسکل چلوونکي د وژلو په باب د محکمې د قاضیانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کار یې کړی دی. د اوکراین دولتي څارنوال په محکمې کې وویل، چې شیشي مارین ته ویل شوي و چې دا ملکي وګړی ووژني چې په سیمه کې د روسي ځواکونو د حضور په اړه چا ته معلومات ورنه کړي.