Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جاپان له طالبانو د هدفي وژنو په اړه څېړنې غوښتي

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان لپاره د جاپان سفیر په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د هدفي وژنو د څېړنې لپاره دې یو کمېسیون جوړ شي.


په افغانستان کې د پخواني حکومت د فراه د امنیت د پخواني امر سخي اکبري کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی طالبانو وژلی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.


د سخي اکبري د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې په فراه کې د طالبانو د امنیت امر عبدالرازق راشد هغه وژلی دی.


د ښاغلي اکبري د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، سخي اکبري د پخواني حکومت د کارمندانو په اړه د بخښنې له عمومي فرمانه لس ورځې وروسته ووژل شو.


هغه زیاته کړه: "د کابل، هرات په لویه لار د زابل ولایت په کلات کې د ملا عبدالرازق په نوم چې په راشد هم مشهور دی له ډېر زجر او ربړونې وروسته په ډېر بې رحمانه ډول په ډزو وژل کېږي، د سخي اکبري تر وژل کېدو شااوخوا لس ورخې مخکې د طالبانو له خوا عمومي بخښنه اعلان شوې وه، خو طالبان ورته ژمن نه وو، له دې وروسته طالبانو هماغه کس چې سخي اکبري يې شهید کړو مکافات کړو او اوس د فراه ولایت د امنیت امر دی."


وموغوښتل د عبدالرزاق راشد سره هم په دې اړه خبرې وکړو خو ونه توانېدو.


خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ادعا ردوي.


د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل: "د دغه کس خبرې یا ادعاګانې مونږ شدیداً ردوو، د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري يې په قصدي ډول هدف ګرځول، له منځه وړل او یا یا یې ګواښل یوازې تبلیغات دي چې موږ يې په کلکه ردو."


دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وايي، د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې چې د پنجشنبې په ورځ وشوه ویلي، چې د بشر حقونو، د مېرمنو د کار او زده کړو، ټولګډونه حکومت او دغه شان د هدفي وژنو په اړه خبرونه خپرېږي.


د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د جاپان د سفیر له قوله په خپل ټوېټر لیکلي دی چې، که څه هم هدفي وژنې د طالبانو د حکومت پالیسي نه ده خو باید د دغه ډول تورونو د وضاحت لپاره د څېړونو یو کمېسیون جوړ شي.




له دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، چې معتبر راپورونه شته چې د تېر حکومت د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت نږدې ۱۰۰ غړي په غزني، هلمند، کندهار او کندز کې د طالبانو له لوري وژل شوي او یا هم تري تم کړای شوي دي.




ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سارمان او د بشري حقونو د څار سازمان د دغه قتلونو او تري تم کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم څه موده وړاندې د پخواني حکومت د نږدې ۵۰۰ نظامیانو د تري تم کولو راپورونه ورکړي وو.






خو طالبانو دغه ډول ادعاګانې رد کړې او ویلي دي، چې د خپل مشر د بخښنې عمومي فرمان ته درناوی لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus