Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانتینر مالونه بند پاتې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره په سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ شبکې ګډوډې شوې دي او د افغانستان د سوداګرو په زرګونو کانتینر مالونه د متحده عربي اماراتو په جبل علي بندر کې بند پاته دي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي چې متحده عربي امارات هغو مالونو ته چې ایران ته لېږدي یا د ایران له لارې نورو سیمو ته انتقالیږي اجازه نه ورکوي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رییسه هیات غړی خان جان الکوزی وایي چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د افغان سوداګرو پنځلس زره غټ او واړه کانټینر مالونه د پاکستان په کراچۍ کې ودرول شول چې پر دې مالونو د وخت له تیریدو سره ډیره مالیه راغله او لویه برخه یې سوداګرو پریښوده، خو شاوخوا شپږ زره کانتینره له کراچۍ څخه په کښتیو کې بار شول چې د جبل علي، بندر عباس او چابهار له لارې یې لږ مقدار بیرته افغانستان ته انتقال شو او لویه برخه یې هلته پاتې شوه، ښاغلي الکوزي ازادي راډيو ته وویل:

« شاوخوا درې زره هغه کانتینر چې په کښتیو کې له کراچۍ څخه جبل علي ته یووړل شول، هلته تخلیه شول. دا مال باید په نورو کښتیو کې بندرعباس ته راغلی وای، خو هلته چې جګړې پیل شوې او ستونزې پیدا شوې په دوبۍ او جبل علي کې مسوولینو وویل چې څوک دا مالونه بندر عباس او چابهار ته نه شي وړلی، که یې بل ځای انتقالوي انتقالولی شي»

اسراییل او د امریکا متحد ایالتونو د فبروري په اته ویشتمه پر ایران برید وکړ، د دې جګړې له پيلیدو سره ایران د یوشمیر نورو هیوادونو ترڅنګ پر متحده عربي اماراتو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل. دې جګړې شاوخوا پنځه دیرش ورځې دوام وکړ چې بیا اوربند ته لاره هواره شوه، خو تر اوربند وروسته ایران د هرمز تنګي لاره بنده کړه او امریکایي ځواکونو په سمندر کې د هغو کښتیو مخه نیولې چې ایران ته مالونه صادروي یا له ایرانه مالونه نورو هیوادونو ته انتقالوي.

خان جان الکوزی وایي چې په دې کړکیچن وضعیت کې د متحده عربي اماراتو په جبل علي کې د افغان سوداګرو پر مالونو ډیر لګښت راځي

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې سوداګر دا ستونزه نه شي هوارولی، باید حکومتونه حل لاره ورته پيدا کړي.

طالبانو تر اوسه د دغو سوداګرو د ستونزې په اړه څه نه دې ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus