Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له شپږم پورته د افغان نجونو ښوونځیو تړل کېدو څخه نهه میاشتې واوښتې

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د دروازو له تړل کېدو له نهو میاشتو زیاته موده اوړي.


يوه نجلۍ د امنیتي ستونزو له امله خپل او د ښوونځي نوم نه اخلي، د کندهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې ده.


هغه وايي، هره ورځ رسنیو ته غوږ غوږ وي، که د ښوونخي د پرانستلو خبر واوري.


نوموړې زياته کړه: "هره ورځ سترګې په لاره یو، هره ورځ مو راډیو ګانو او تلویزیونونو ته غوږ نیولی وي، چې څه مهال به درسونه شروع شي، څه مهال به څه وخت به بیا هغه ورخې په مونږ راشي چې مکتوبونو ته ولاړ شو، دا حالت ډېر ځورونکی دی او مونږ ډېرې ځوروي." 


په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې له نهو میاشتو زیاته موده تېرېږي او په دغه ټوله موده کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي، خو یوازې په بلخ ولایت کې نجونې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ښوونځیو ته د تلو اجازه لري.


ازاډی راډیو سره غږېدلی يوه بله زده کوونکې وايي، یوازې دا نه ده، چې د ښوونځیو د خلاصېدو خبر ته شېبې شمېرې، د ټولو ټولګیوالو یې همدا حالت دى.


هغه وايي: "یوازې زه نه یم زمونږ ټولې ټولګيوالې چې زه ورته زنګ وهم په ژړا ژړا دغه خبرې کوي، کله هم چې دوی د مکتب له مخې تېرېږي نو په لپو لپو ژاړي." 


د دې په خبره دا حالت نو تر کومه؟


نوموړې زياتوي: "مونږ هر حکومت قبول کړی دی خو په شرط د دې چې زمونږ پر مخ ښوونځي ونه تړي، دومره دېر شیان مونږ نه غواړو له حکومته، فقط دا غواړو چې مکتب ووایو."


هغه دغه راز وايي، دا فکر یې کله هم نه و کړی، چې په کور به کېني او ښوونځی ته تګ به ورته یو خوب ښکاري. 


د دې په خبره، یولس کاله زده کړې یې په ډېرو ستونزو او کړاونو سره کړې دي.


نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته هم د نجونو ښوونځي پرانېزي. 



هغې زياته کړه: "دولسم کې یو نو د خدای لپاره، دولس کاله مونږ زحمت ویستلی دی، دا اوس نه کېږي چې بې سرنوشته پاتې شو، په څه خوارۍ په څه زاره چاودګۍ په ګرمۍ، په ډزو په هر ډول وضعیت کې مو ځان تر دې ځای راورسوو اوس چې ادامه ورنه کړو دا به بيخي ضایعه وي، خدای دې حکومت ته دا توفیق او توان ورکړي، چې مونږ ته مکتب خلاص کړي."


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تازه له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نه وايي.


خو ویاند یې عزیز احمد ریان مخکې آزادي راډیو ته ویلي و، چې په دې اړه به د علماوو شورا یوه غونډه پرېکړه کوي.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د تېرې یکشنبې په ورځ د یوې غونډې په څنډوه کې رسنیو ته ویلي و، د نجونو د زده کړو موضوع تر بحث لاندې ده، هیله شته چې ژر دا موضوع حل شي او په خبره یې، دا یوه اړتیا ده.




د یادونې ده، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو موضوع په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus