د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم د شيدو کچه تر پخوا نېږدې دوه برابره لوړه شوې ده. د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم چې پر شااوخوا ۱۷ جریبه ځمکه په دولتي کچه د څو لسيزو پخواني جوړ شوی فارم دی، د بېلابېلو نسلونو د غواګانو روزنه او پالنه په کې کېږي. دمګړۍ دغه فارم ۲۶۰ غواګانې لري چې له ډلې يې ۵۰ غواګانې شيدې ورکوي. د ننګرهار د کانال وادي کرنیز شرکت د مالدارۍ فارم امر شکرالله نورزي ازادي راډيو ته وویل، چې په اوس وخت کې دغه فارم ته د زیاتې پاملرنې له امله دوی هره ورځ له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټره شیدې... Читать дальше...
د ارزګان اوسېدونکي وايي، چې په دې ولایت کې د یو من غنمو بیه په څو ورځو کې له ۳۳۰ پاکستاني روپیو ۴۸۰ روپیو ته لوړه شوې ده. د ارزګان ولایت اوسېدونکي د خوراکي موادو د بیو له لوړېدو په داسې مهال شکایت کوي چې د غنمو د حاصل وخت په رانږدې کېدو دی. دوی وايي، چې د غنمو ترڅنګ د نورو اړتیا وړ شیانو بیې هم لوړې شوې دي.
د ملګروملتو په یوه تازه راپور کې د پاکستان نظام ته د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ګواښ جدي بلل شوی دی. دا راپور چې د ملګروملتو دامنیت شورا ډلې چمتو کړی، ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک، چې په افغانستان کې مېشت دی، زرګونه جنګیالي لري او د پاکستان د دولت پر ضد پر اوږدمهاله جګړې تمرکز لري. د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب له پاکستاني ططالبانو سره خبرې پیل کړي چې په نتیجه کې یې د اوربند موده غځول شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وايي، د نړۍ ټول هېوادونه باید ژر تر ژره د بیزوچیچک د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او د خپلو واکسینونو په اړه معلومات له نورو سره شریک کړي. د روغتیا د نړیوال سازمان له ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي د څانګې مسوول د نړیوالې روغتیا په کالنۍ غونډه کې وویل، که لازم اقدامات وشي ډېر احتمال شته چې دا ناروغي په اسانه کنټرول شي. د بیزو چیچک ناروغي له کابو څلور لسیزو وروسته یو وار بیا په ۲۰۱۷ م کال د افریقا په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې څرګنده شوه خو اوس د دې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومانداني وايي، دوه تنه نن په دې ښار کې په یوه چاودنه کې ټپیان شول. ځینو رسنیو د امنیه قوماندانۍ د ویندوی خالد ځدراڼ په قول ویلي، چې چاودنه د خیرخانې مېنې د مریم لیسې په واټ کې شوې ده او د لومړنیو معلوماتو له مخې، له کبله یې دوه ملکیان ژوبل شوي دي. ویل شوي چې چاودېدونکي مواد په یوه بایسکل کې اېښودل شوي وو.
طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا راپور رد کړ چې ګنې له القاعده شبکې سره اړیکې پالي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې ویلي، د القاعده مشر ایمنالظواهري د طالبانو له مشر ملاهبتالله سره بیعت هم تازه کړی دی. په دې راپور کې زیاته شوې، القاعده واک ته د طالبانو له رسېدو د خپلې ډلې لپاره د نویو کسانو د ګمارنې او تمویل لپاره کار اخستی دی، خو طالبان وايي، د دې ډول ادعاوو لپاره هېڅ ډول سند نهشته.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن یکشنبه د ټکساس ایالت د هغو کورنیو له غړیو سره خواخوږي وکړي چې ماشومان یې په یوه ښوونځي کې ووژل شول. ولسمشر بایډن د ډیلاویر ایالت په پوهنتون کې د شنبې په ورځ په وینا کې په خپل هېواد کې د ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب په هکله خبرې وکړې. تېره سه شنبه د مې ۲۴مه یوه ۱۸ کلن تنکي ځوان د ټکساس ایالت په یوالډن ښارګوټي کې لومړی خپله انا ووژله او وروسته یې په یو ابتداییه ښوونځي کې په ماشومانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۱۹ ماشومان او د ښوونځي دوه ښوونکي ووژل شول.
لسګونو ښځو نن په کابل کې لاریون وکړ او د طالبانو له حکومت څخه یې د زده کړو او معاش په شمول د خپلو حقونو غوښتنه وکړه. دوی همداراز د جبري حجاب د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. یوې لاریون کوونکې، چې په امنیتي دلایلو نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د مظاهره چیانو شمېر څه باندې ۴۰ تنو ته رسېده. دې ادعا وکړه، چې طالبانو یې د لاریون مخه ونیوله او هغوی یې په رېنجر موټرو تعقیب کړې.
کابل کې د سوک وهنې سیالۍ نن پیل شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې دغه سيالۍ نن له غرمې مخکې د بدني روزنې او ورزش ریاست د سوک وهنې په فدراسیون کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ پيل شوي. د دې رياست په وينا، دغه سيالۍ به د درېیو ورځو لپاره دوام ولري. د دې لوبو موخه د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او ورزش ته وده ورکول ښودل شوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په زمبابوې کې خپل تمرينات پيل کړل. د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پانه ليکلي، چې ملي ټيم تېره ورځ ناوخته زمبابوې ته رسېدلی او د راتلونکي سياليو لپاره چمتوالی نيسي. ملي لوبغاړي د جون په ۴ مه د زمبابوې سره درې يو ورځينۍ او له هغې وروسته به د همدې مياشتې په دوهمه لسيزه کې درې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ وکړي.
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ کې به نن شپه وروستۍ یا فاینل لوبه د ګجرات او راجستان لوبډلو ترمنځ وشي. د ای پي ايل د رسنيو برخې د راپور له مخې، دغه سيالۍ د احمد اباد کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. د هندوستان کرکټ ليګ، چې شاوخوا مياشت وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې او له شاخوا ۶۰ لوبو وروسته نن يې پايلوبه ده. په دغه ليک کې سږکال پنځه افغان لوبغاړي هم ولوبېدل. د نن شپې په سیالۍ کې د ګجرات لوبډله کې افغان کرکټر راشد خان هم برخه لري.
د زده کړو وزارت مخې ته راغونډو شويو دغو ښځو چې پکې د ځينو مخونه پټ ول، شعارونه ورکول چې "زده کړې زموږ حق دی او ښوونځي پرانیستئ."
طالبانو په افغانستان کې موسيقي منعه کړې او له هنرمندانو يې غوښتي چې نورو کارونو ته مخه کړي. په ايران کې اسلامي جمهوريت پر موسيقۍ په ځانګړې توګه پر ښځينه سندرغاړو محدوديتونه لګولي. په پاکستان کې که څه هم موسيقي لوی صنعت دی خو په ځېنو سيمو کې موسيقاران له جدي امنيتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دي. ددې اونۍ مثلث کې احمد شيبر د پښتو او فارسي له دوو مشهورو هنرمندانو هارون باچا او پانيدا سره خبرې کړي.
په افغانستان کې د درملو یو شمېر واردونکي او پلورونکي شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت اجازه نه ورکوي څو زیات درمل وارد کړي. د کابل ولایت اوسېدونکی حمید وايي، مور یې له درېیو کلونو راهیسې د زړه ناروغي لري. حمید زیاتوي، چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د کابل په درملتونونو کې ورته د اړتیا وړ درمل نه شي موندلی. هغه وايي: "پخوا به مې له هر درملتون څخه د خپلې مور د اړتيا وړ درمل پيدا کولی شوای، خو اوس له څو مياشتو راهيسې په دې نه يم توانېدلى چې ځيني درمل یې پیدا کړم، دا ما ډېر ځوروي او د درملو بيه هم... Читать дальше...
د مې په ۲۹مه، د بلوچستان له ۳۴ ضلعو څخه په ۳۲ ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو لپاره خلکو رایې واچولې. د رايو اچولو په وخت سخت امنيتي تدابیر نيول شوي وو. کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې. چارواکي وايي په پاتې دوه ضلعو (کوټه او لسبېله) کې به وروسته ټاکنې کيږي ځکه چې هلته لا هم د حلقه بندیو مسله نه ده ختمه شوې. د مشال راډيو خبریال عبدالصمد شبنم یې په اړه ويډيو راپور لري
یونېسیف یا د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق د لوګر د سلګونه ښوونځیو سره د روغتیا ساتنې په هدف د زرګونه کلچو صابون مرسته وکړه. ښوونکي او زده کوونکی ښایي مخکې له دې چې ټولګیو ته ننوځي لاسونه ومینځي. په لوګر کې سلګونه ښوونځي فعال او لسګونه زره هلکان او نجونې خپلو زدکړو ته دوام ورکوي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب آزادی راډیو ته وویل: "په لوګر ولایت کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۸ ښوونځي پرانیستي دي چې شاوخوا ۱۶۰ زده زده کوونکي چې تقریباً ۵۵ زره یې نجونې دي په زده کړو بوخت دي."... Читать дальше...
په خیبر پښتونخوا کې ځینې سیاسي او ټولنیز فعالان او خبریالان وايي، ځايي پولیسو یو شمېر افغان سندرغاړي نیولي او زندان ته یې لېږلي دي. پاکستاني پولیسو خیبرپښتونخوا ته تازه کډه شوي یو شمېر افغان سندرغاړي نیولي او زندان ته یې لېږلي دي. ځايي خبریال فاروق فراق په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا هنرمندان له طالبانو د ځان ژغورنې په تکل خیبر پښتونخوا ته اوښتي وو. د امریکا غږ ډیوه راډیو د پېښور د تاکال امنیتي حوزې له قوله، د نیول شویو افغان هنرمندانو نومونه ندیم شاه، نوید الله، سعیدالله او اجمل ښودلي دي. پر... Читать дальше...
وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو په بایسکل د حج مراسمو د ادا کولو په نیت سعودي عربستان ته د یو شمېر افغانانو د سفر عکسونه خپاره شول، اوس د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، هغه افغانان چې د حج د مراسمو د ادعا کولو نیت لري، باید له قانوني، ډاډمنو او اسانو لارو دا کار ترسره کړي. په بایسکل د لري واټن سفر د افغانانو لپاره کومه نوې خبره نه ده. که د هندي فلمونو په اداکارې مدهو بالا مین د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د هغې لیدوته تر هند پرې سفر وکړ، نادرشاه ننګرهاري بیا په ۱۳۸۸ لمزیز کال کې د سولې د پیغام رسولو په موخه پرې تر امریکا ورسېد. Читать дальше...
د مې په ۲۹مه، د پښتو ژبې ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په لومړي ځل د ۲۰۱۲م کال د مې پر ۲۹مه په کابل کې د يوې غونډې چې چارواکو او لیکوالانو پکې ګډون درلود، پر مهال ولمانځل شوه. په دې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې دا ورځ به هر کال په همدغه ورځ لمانځي او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره به په بېلابېلو اړخونو خبرې کيږي. د دې ورځې د لمانځلو وړاندیز، کمپيوټر پوه نور رحمان ليوال، په کابل کې د ۲۰۱۰م کال د جولای پر ۱۰مه د پښتو کنفرنس په مهال کړی وو. تر دې مخکې د ليوال د کمپيوټرونو او سافت وييرونو جوړولو شرکت پا کمپنۍ،... Читать дальше...
ځینې افغانان وايي، طالبان له یوې مودې راهیسې له پنځلس کلونو کم عمره ماشومانو ته پاسپورټ نه ورکوي. د یوه درې کلن ماشوم پلار وايي، د زوی د پښې هډوکی یې ستونزه لري او باید د درملنې لپاره یې بهر یوسي. دی چې د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، په افغانستان کې یې ورته دوه ځلي د هډوکي عملیات وکړ، خو ګټه یې ونه کړه. دی وايي، له پنځو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی، چې خپل دغه ناروغ زوی ته پاسپورټ واخلي، خو په خبره یې، طالبان یې ځکه زوی ته پاسپورټ نه ورکوي چې عمر یې له پنځهلس کلونو کم دی. Читать дальше...
که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، طالبان او القاعده لا هم سره اړیکې پالي، خو طالبان دا موضوع ردوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې لیکي، د القاعده مشر ایمنالظواهري له ملاهبتالله سره خپل بیعت هم تازه کړی دی. په دې راپور کې زیاته شوې، القاعده واک ته د طالبانو له رسېدو د خپلې ډلې لپاره د نویو کسانو د ګمارنې او د تمویل لپاره کار اخستی دی، خو طالبان وايي، د دې ډول ادعاوو لپاره هېڅ ډول سند نهشته. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه... Читать дальше...
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره رایو اچولو بهير روان دی. د چارواکو په وينا په دې مرحله کې په ۳۲ ضلعو کې انتخابات وشول. د انتخاباتو کمېشن د شمېرو تر مخه په دې ټاکنو کې له ۱۶۰۰۰ څخه زیات امیدواران يا کانديدان بېلابېلو چوکيو لپاره ولاړ دي. په دوی کې لږ تر لږه ۱۳۲ یې ښځې دي. د کمېشن تر مخه د رايو اچوونکو شمیر خوا او شا ۳۵ لکه دی. حکومت د امنيت لپاره ۲۱۰۰۰ پولیس ګمارلي دي. په دوو ضلعو (کوټه او لسبېله) کې اوس لپاره دا ټاکنې نه کيږي. چارواکو ويلي چې په دې ضلعو کې د حلقه بنديانو د... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر هیله څرګنده کړې، چې لویدیځ متحدان به د ده هېواد ته د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره د اړتیا وړ وسلې برابرې کړي. ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا ناوخته په خپله ویډیويي وینا کې وویل، چې دی په روانو اوونۍ کې د اوکراین له متحدو هېوادونو څخه د اړتیا وړ وسلو د ترلاسه کولو زیري ته سترګې په لاره دی. زیلینسکي نور جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، چې په دونباس سیمه کې وضعیت پېچلی دی. هغه زیاته کړه، چې د سیویرو دونېڅک او لیسيچانسک په ګډون په ځینو سیمو کې د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت روان دی. Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې د چرګانو ساتلو فارمونو وده کړې. د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت هم تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د چرګانو ساتنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي. د دغه وزارت ویاند مسعین عمري ازادي راډیو ته ویلي، چې دا فارمونه د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت او خصوصي سکتور په ګډې همکارۍ جوړ شوي دي. ښاغلی عمري وايي، دوی پلان لري چې فارم لرونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ او د چرګانو ساتنې په برخه کې پر دوی یو شمېر توکي او وسایل هم وویشي.
د فراه ولايت يو شمېر سوداګر د ابو نصر فراهي په سوداګريز بندر کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په يوې خبرپانه کې ويلي، چې دغو سوداګرو په کابل کې د خونې له چارواکو سره لیدلي دي. د خونې په خبره، د فراه ولايت سوداګرو په دغه بندر کې د غير قانوني وارداتو او صادراتو د مخنيوي غوښتنه کړې. د دوي په وينا، د ګمرکي او ادارې برخو ناسم فعاليت بله هغه ستونزه ده چې بايد ژر حل شي. د خبر پاڼې په حواله، د خونې چارواکو ورغلو سوداګرو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی. په... Читать дальше...