Мы в Telegram
Добавить новость

Из сквера в Москве начали воровать землю

В Москве появятся еще 24 современные площадки для прогулок с собаками

Организовавший убийство адвоката экс-глава поселка предстанет перед судом

Открыт прием заявок на конкурс лекторов от Российского общества «Знание»

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2022

Новости за 03.05.2022

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د تېر او اوسني نظام یتیمان ونازول شول

په خوست کې د سې شنبې په ورځ د تېر او اوسني نظام یتیمانو ته په ګډه د امن اختر تر عنوان لاندې د هڅونې پروګرام جوړ شوى و. د پروګرام جوړونکو وویل، له دې کاره يې موخه داده چې د دواړو خواوو یتیمانو ترمنځ دوستي او ورورګلوي ټينګه او همداشان چارواکي د دوی روزنې او پالنې ته پاملرنه ډېره کړي. د پروګرام د جوړونکو له ډلې قاري عبیدالله وویل، یو شمېر سوداګرو او شتمو کسانو او خصوصي ښوونځیو په وړیا ډول یتیمانو ته د زده کړو د شرایطو برابرول پر غاړه واخیستل. نوموړي زیاته کړه: "موږ په ډېر تعداد يتيمانو ته یو پروګرام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په هرات کې ښځې د موټر له زده کړو منع کړي

طالبانو په هرات کې د موټر د زده کړو مرکزونو ته لارښوونه کړې ده چې نور دې نه ښځې روزي، او نه دې لایسنس ورکوي. په هرات کې د موټر د زده کړې د یوه مرکز څښتنې عادلې عدیل فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو له چارواکو څخه یې دا دستور ترلاسه کړی دی. د هرات په ښار کې د ترافیک رییس جان اقا اڅکزی وایي چې دوی د ممانعت خبره شفاهي کړې ده. د دې سربیره یوشمیر ښځې لاهم په هرات کې موټر چلوي، په دې راپور کې له دې میرمنو سره خبرې شوې دي.

Mashaalradio.com 

د کولومبیا په یوه سیمه کې زهرجن ځګ خپور شوی

د لاتیني امریکا هېواد کولومبیا له پلازمېنې بوګوتا سره د یوې نېږدې سیمې اوسېدونکي وایي، یو ډول زهرجن ځګ یې کورونو او بازارونو ته رسېدلی دی. د بوګوتا د صحت محکمې چارواکي وایي، خلکو د سیند اوبو ته صابونونه، شامپو او ځینې پلاسټیکي شیان غورځولي دي چې ځګ یې نېږدې رهایشي سیمو ته خپور شوی. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له تاوتریخوالي پرته د رسنیزو فعالیتونو غوښتنه وشوه

د افغان ښځو د دوستو سفیرانو ډلې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دا مهمه ده چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له ډار، تاوتریخوالي یا خطر پرته خپل کارونه وکړي. په دغه ډله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، د امریکا متحد ایالتونه، اسټرالیا، ډنمارک، کاناډا، اروپايي ټولنه، هالنډ او بریتانیا شامل دي. د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویډیويي پیغام د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

يوناما د طالبانو په حکومت کې له رسنيو د حقونو اخیستل وغندل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه هېواد کې بايد خبریالان له وېرې پرته خپل کار وکړای شي. دا ورځ په نړۍ کې هر کال د مې په درېيمه نېټه لمانځل کيږي. په دې ورځ یوناما په خپل بیان کې وايي: "موږ د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیزو ادارو د حقونو له منځه تلل محکوموو. موږ په ځانګړې توګه هغه خنډونه یادوو چې ښځینه خبریالانې په افغانستان کې ورسره مخامخ دي." په دغه بیان کې ويل شوې چې دا خبرپاڼه د افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینو افغانانو له کلونو وروسته اختر په خپلو اصلي ټاټوبو کې ونمانځه

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو له کلونو وروسته اختر د خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای، په لرو پرتو ولایتونو، خپل کلیو او بانډو کې ونمانځه. دوی وايي، په تېرو کلونو کې په لارو او سیمو کې د ناامنیو له وجې له خپلو کورنیو، خپلوانو او دوستانو لري پاتې وو چې له امله یې بېلابېلې خوښۍ هم نېمګړې وې. نن په افغانستان کې د اختر درېیمه ورځ ده، خو په نورو اسلامي هېوادونو یې دوهمه ده. احمد ولي د غور ولایت اصلي اوسېدونکی دی خو په هرات کې ژوند کوي. نوموړي په وروستیو کلونو کې د هرات – غور په لاره د نا امنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له طالبانو د رسنيو د ملاتړ ادارې غوښتنه: د بيان او د رسنيو د ازادۍ ملاتړ وکړئ

افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ( نی ) د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي. نی دا خبره د مې د دریمې نېټې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې کړې ده. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ازادې رسنۍ دا مهال په نړۍ کې یو قبول شوی اصل او د انسانانو له پاره یو تعریف شوي حق ګڼل کېږي. نن مې دریمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. نی په خپله اعلامیه کې د دغې ورځې په مناسب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر له پوتين سره د ليدنې غوښتنه کړې

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس، ویلي چې په مسکو کې یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د کتنې غوښتنه کړې ده. هغه د ایټالیا له کوریري دیلا سیرا ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، هدف یې د اوکراین د جګړې پای ته رسېدل دي. پاپ فرانسیس وايي، تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. ۸۵ کلن پاپ فرانسیس په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل سره جوخت په یوه بې سابقه اقدام کې په روم کې د روسیې سفارت ته ورغی.

Pa.azadiradio.com 

اوکراين سره د همکارۍ دوام؛ برېتانيا ورسره نن پوځي مرسته اعلانوي

ټاکل شوې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن نن سې شنبه له اوکراین سره د څه باندې ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان وکړي. دا اعلان داسې مهال کېږي، چې د اوکراین له کلابند شوي بندري ښار ماریوپول څخه پرون د خلکو د یوې ډلې تر ایستل کېدو وروسته روسیې یو وار بیا پر دغه ښار راکټي حملې پیل کړي دي. له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د بوریس جانسن له خوا د اوکراین پارلمان ته وینا، د یوه بهرني هېواد د مشر لومړۍ وینا ګڼل کېږي. د بوریس جانسن دفتر وايي، دی به د اوکراین پارلمان ته د ویډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې خبريالي د محاصرې په حال کې ده

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې، نن د مې میاشتې پر درېیمه چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، په خپل ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د رسنیو سانسور په زیاتېدو دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې دې خبریالانو او رسنیو ته اجازه ورکړل شي، چې په ازادانه ډول د غچ اخیستنې له وېرې پرته فعالیت وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ په تازه شاخص کې له ۱۲۲ څخه ۱۵۶م ځای خپل کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د مطبوعاتو نړيوالو ورځ؛ د طالبانو له لوري پر رسنيو محدوديتونو اندېښنې ډېرې کړي

نن د مې میاشتې درېیمه د مطبوعاتو د ازادي نړۍواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې د وروستیو سیاسي تحولاتو په لړ کې د طالبانو له لوري په رسنیو د محدودیتونو لګولو؛ اندېښنې ډېرې کړې دي. نن د مطبوعاتو د ازادي نړۍواله ورځ ده، خو په رسنیو د طالبونو محدودېتونو د افغانستان رسنۍ له هغې ازادي څخه ظاهراً محرومې کړې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې درلوده. د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو سره رسنۍ او خبریالان په دې هېواد کې ډېر متاثره شول. د رسنیو تړل کېدل، د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د پاکستان خبریالانو وفاقي اتحادیه: نوی حکومت دې د رسنيو ازادي یقيني کړي

د پاکستاني خبريالانو وفاقي اتحادیې د وزيراعظم شهباز شريف پر حکومت غږ کړی چې د بیان ازادۍ بهترولو لپاره دې پاخه ګامونه واخلي.  دوی دا غوښتنه، هر کال د مې په درېيمه په نړۍ کې د رسني د ازادۍ د ورځې د لمانځنې په مناسبت کړې ده. د مې په دويمه د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلیسټس په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې ورځ بايد نوو چارواکو ته وریاده شي چې د خبریالانو د ستونزو ختمولو لپاره کار وکړي او د رسنيو په مخ کې پراته خنډونه ختم کړي.  پي ايف يو جې په خپل بیان کې د تحريک انصاف په تېر شوي حکومت نيوکې کړې او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلک: طالبان دې د امنيت ټینګښت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

د افغانستان اوسېدونکي وايي، په عادي ورځو کې هم د اختر په څېر د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي. یو شمېرافغانان د خونړۍ روژې او د امن اختر په تېرولو سره د طالبانو له حکومت غواړي، چې له اختر ورسته هم د خلکو امنیت ته پام وکړي. دوي وايي، اختر یې په ښه فضا کې تېر کړ، خو سره له دې چې طالبانو د ښه امنیت ډاډ ورکړی و، په تېره روژه کې چاودنو، بمباریو او هدفي وژنو د خلکو سکون اخیستی و. د کندز ولایت اوسیدونکی لیکوال نقیب مومند وايي، د طالبانو حکومت باید د اختر د ورځو په څېر په عادي ورځو کې هم امنیت خوندي کړي. نوموړی وايي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په وايټ هاوس کې اختر ولمانځل شو

د مې پر دويمه جوړې شوې دې دستورې ولسمشر بايډن وويل چې په سپينه ماڼۍ کې د اختر لمانځلو هغه دود بیا پیلوي چې د انتخابي کمپېن پر مهال يې ژمنه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: وردګو کې سلګونه کورنيو ته د پاکو اوبو اسانتيا برابر شوې

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي دوی په میدان وردګ ولایت کې ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته چې څه باندې ۳۸۰۰ کسان کېږي، د پاکو اوبو امکان برابر کړی دی. دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه بېځایه شوې کورنۍ اوس ۲۴ ساعته د پاکو اوبو اسانتیا لري. د دې ادارې په خبره د لمریزې برېښنا په مرسته خلک اوس کولی شي په اسانۍ پاکې اوبه وکاروي.

Pa.azadiradio.com 

توماس ويست له کرزي سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وایي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د افغانانو په وړاندې د تروریستي حملو د مخنیوي تر څنګ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. توماس ویست په خپل رسمي ټویټر کې تېره شپه لیکلي، له ښاغلي کرزي سره یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو او د ټولو افغانانو ترمنځ د ډیالوګ پر اړتیا هم بحث وکړ. د روژې پر مهال په کابل، کندوز، بلخ او نورو ولایتونو کې یو لړ خونړیو حملو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د ځینو خونړیو حملو مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.

Mashaalradio.com 

ايران په ۵ مياشتو کې له دوه نيم لکو زیات افغانان له خپل هېواده ایستلي دي

ایران د هغو افغانانو د جبري ایستلو پروسه چټکه کړې چې د چارواکو په وينا په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي دي. اسوسیټید خبري اژانس په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ايي او ايم د مرستیال اش کارل په حواله راپور ورکړی چې له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو اندازه په میاشت کې شپېته فیصده لوړه تللې. هغه زیاته کړې چې سږ کال څه باندې دوه نیم لکه افغانان په جبري توګه له ایرانه بېرته خپل هېواد ته استول شوي چې په ګڼو یې سختې ورځې راغلي، ډزې ورباندې شوي او په ورځو ورځو یې پلی مزل کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا نن له اوکراين سره پوځي مرسته اعلانوي

ټاکل شوې چې د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن به نن له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړي. جانسن به په کییف کې د اوکراین پارلمان ته چې دا به پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دې پارلمان ته د یوه بهرني مشر لومړنۍ وینا وي، دغه اعلان وکړي. جانسن به په دغه وینا کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې کوي، د اوکراین د مقاومت د ستاینې ترڅنګ له کییف سره د نورو درې سوه ملیون پونډو چې ۳۷۶ ملیون ډالرکیږي، د پوځي مرستې اعلان وکړي. بریتانیا تر اوسه د توغندویو په ګډون اوکراین ته پوځي تجهیزات ورکړي دي.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په وفاقي کچه اختر ولمانځل شو

د پاکستان د سرکاري اعلان په بنياد، د مې په درېيمه نېټه په ټول پاکستان کې اختر ولمانځل شو. البته په ځينو ځایونو کې خلکو د مې په دويمه اختر کړی وو. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې په درېيمه نېټه پر ټويټر ليکلي پيغام کې پر خلکو د اتحاد او يووالي غږ کړی دی. هغه زیاته کړې: ((نن د ګيلو ورځ نه بلکې د اتحاد او اتفاق ورځ ده. یو بل ته د غېږ ورکولو او په شريکه د مسکا کولو ورځ ده.)) د مې په دوهمه چې د سعودي عرب په اعلان د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې اختر وو، هم شهبازشريف د اختر يو پيغام خپور کړی وو. د وزيراعظم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: يو شمېر ولايتونو کې به نجونو ته لوړ عمر لرونکي نارينه ښوونکي تدريس وکړي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په لویو ښارونو کې د ښځینه ښوونکو له کمښت سره نه دي مخ خو په یو شمېر لرې پرتو ولایتونو کې چې ورسره مخ دي، د دوی پالیسي دا ده، چې هلته به نجونو ته د لوړ عمر لرونکي نارینه ښوونکي درس ورکوي. وروسته له هغې چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار، په یو ډول په دغه هېواد کې د ښځینه ښوونکو د کمښت موضوع ته اشاره وکړه، د طالبانو د پوهنې وزارت مني چې دوی د ښوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دي. خو د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي، دوی د دې ستونزې د هواري لپاره خپل تدابیر او پالیسې لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې

د خوړو نړیوال پروګرام WFP افغانانو ته د اختر د مبارکۍ په ترڅ کې ژمنه کړې چې له بې وزلو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټویټر پاڼه کې هیله څرګنده کړې چې ټول افغانان اختر په سوله او خوشحالۍ کې ولمانځي. دغه راز ياد سازمان ویلي یې دي چې دغه پروګرام به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دا مسله یقیني شي چې تر ټولو زیانګالې کورنۍ خواړه ولري اود اړتیا وړ نورې مرستې ورسره وشي. د خوړو نړیوال پروګرام چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اړو کسانو سره د خوړو او د اړتیا وړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې ۱۵۶ ځای خپل کړی

افغانستان په ۲۰۲۲ کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص یا درجه بندي کې ۳۴ نمرې شاته لویدلی او د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۶ ځای نیولی دی. تیر۲۰۲۱ کال افغانستان ۱۲۲ ځای نیولی و. د بې پولې خبریالانو ټولنې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو او ځایونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه دغه نوی شاخص نن خپور کړی او هغه د خبرونو او معلوماتو د ګډ وډۍ ناوړه اغېزې په ګوته کوي ـ هغه معلومات چې په نړیواله سطحه په غیرمنظم ډول انلاین خپریږي، جعلي خبرونه او پروپاګند هڅوي. په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په دغه نوي شاخص... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان زرګونه ټنه مرسته پرون افغانستان ته ورسېده

ازبک چارواکو طالبانو ته د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال وویل چې هېواد یې له اړمنو افغانانو سره لا همکاریو ته چمتو دی. دا مرستې تر حیرتانه په ریل ګاډي کې راوړل شوې او طالب چارواکو ته وسپارل شوې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال رسنیو ته وویل: "تر څلورو زره ټنو مختلف مواد دي. ۵۸ واګونونه دي چې له ارتزاقي موادو ډک دي پکې اوړه شته، غواړي، وریجې همدا راز دارو درمل او واکسین هم پکې شامل دي. د دغو موادو مرسته شوې ده." په بلخ کې د طالبانو چارواکو ویلي چې دمګړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له روسيې د جرمني د صدر اعظم غوښتنه: اوکراين کې جګړه پای ته ورسوئ

د جرمني صدر اعظم اولاف شولز یو وار بیا د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتي چې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي. هغه په برلین کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره په کنفرانس کې په پوتین غږ وکړ چې دا جګړه ودروي، د خلکو بې معنی وژل بند او خپل پوځیان له اوکرایین وباسي. د هند صدر اعظم هم په خپلو خبرو کې وویل چې ډیالوګ د حل یوازينۍ لار ده. مودي چې حکومت یې له روسیې تسلیحات ترلاسه کوي د اوربند غږ وکړ خو د کریملین د غندلو لپاره یې د لویدیځ غوښتنې رد کړې. په داسې حال کې چې د هند او جرمني صدر اعظمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرين: د ماريوپول له ښاره د ملکيانو د ايستلو بهير ځنډول شوی

د اوکرایین له ماریوپول ښاره د خلکو د را ایستلو بهیر له خنډ سره مخ شوی ځکه روسیې بیا د ازوستال د اوسپنې په فابریکې باندې بریدونه پيل کړي دي. په دې فابریکه کې سلګونه کسان د روسي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي. د ملګرو ملتونو او د ژغورنې د نړیوال سازمان په نوښت باندې د مې په لومړۍ نېټه له دې فابریکې یوه سل کسیزه ډله وایستل شوه خو د مې په دومه د روسیې د بریدونو په بیا پيل سره دا پروسه وځنډېده. تمه وه د مې په دویمه هم یوه سل کسیزه ډله زاپورژیژیا ښار ته ولېږدول شي خو داسې ونه شول. ماریوپول ښار په... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Казахстане объяснили, почему мигранты никогда не станут своими в России

Специалисты рассказали, почему выросли цены на стройматериалы

Современный городской квартал возведут в Даниловском районе по программе КРТ

Больше 5 тыс школьников Солнечногорска примут участие в акции «День добрых дел»

Музыкальные новости

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ

Путешествовать по России в майские праздники будут 2,8 миллиона туристов

Собянин: Москва завершает переход на новый стандарт экстренной медпомощи

Новости России

С начала года программа создания мест приложения труда расширилась в 1,5 раза

В Солнечногорске начался прием заявок на фестиваль вокально‑хоровых коллективов

"Ты одинока — и я": Ветеран УГРО объяснил россиянкам, как опознать маньяка на сайте знакомств

Шойгу: НАТО угрожает военной безопасности России, приближаясь к границам

Экология в России и мире

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье

Новые коллекции Dagon и elisabetta

Wildberries может выйти на рынок ОАЭ

Спорт в России и мире

Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде

Кто отец Дианы Джокович?

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде

Moscow.media

Суд не стал менять приговор экс-главе наркоконтроля Свердловской области

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград

Военный следователи провели в Инкермане очередной рейд по выявлению бывших мигрантов, не вставших на воинский учет











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Организовавший убийство адвоката экс-глава поселка предстанет перед судом

Рябков призвал США серьезно отнестись к проекту резолюции РФ по космосу

В преддверии Дня Победы столичный спецназ Росгвардии принял участие в праздничном мероприятии в московской школе

Синоптик Позднякова предсказала потепление и небольшие дожди в Москве и области