Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان خبریالانو وفاقي اتحادیه: نوی حکومت دې د رسنيو ازادي یقيني کړي

د پاکستاني خبريالانو وفاقي اتحادیې د وزيراعظم شهباز شريف پر حکومت غږ کړی چې د بیان ازادۍ بهترولو لپاره دې پاخه ګامونه واخلي. 

دوی دا غوښتنه، هر کال د مې په درېيمه په نړۍ کې د رسني د ازادۍ د ورځې د لمانځنې په مناسبت کړې ده. د مې په دويمه د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلیسټس په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې ورځ بايد نوو چارواکو ته وریاده شي چې د خبریالانو د ستونزو ختمولو لپاره کار وکړي او د رسنيو په مخ کې پراته خنډونه ختم کړي. 


پي ايف يو جې په خپل بیان کې د تحريک انصاف په تېر شوي حکومت نيوکې کړې او ويلي‌يې دي‌چې هغوی د سختو قوانينو په راوړل سره د خبریالانو او رسنيو د خاموشه کولو کوښښ‌کاوه. په بیان کې زیاته شوې چې هيله لري نوی حکومت هغسې کارونه ونه کړي او د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي.




د پاکستان نوی حکومت له څو اپوزیشن ګوندونو جوړ دی چې د وزيراعظم به توګه یې مشري، د مسلم ليګ (ن)‌ مشر شهباز شريف کوي.


دې ايتلافي حکومت لا واردمخه د تېر تحريک انصاف حکومت په وخت پر رسنيو د څارنې ځيني لګول شوي بندیزونه ختم کړي دي. په دې کې د رسنيو د پرمختيا په نامه د هغې ادارې له منځه وړل هم شامل دي‌چې د بشري حقونو ادارو، خبریالانو او رسنيو پرې تور لګاوه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت د بیان ازادۍ د کنټرول لپاره جوړه کړې ده. 




د اطلاعاتو وفاقيوزیرې مریم اورنګزېب د اپريل په ۱۹مه، د رسنیو د پرمختګ ادارې (پاکستان میډیا ډېوېلپمنټ اتارټي یا پي ايم ډي اې) د ختمولو اعلان وکړ او وې ويل چې په هېواد د برېښنايي رسنیو د انتظام اداره (پاکستان الېکټرانيک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) وار له مخه موجوده ده نو د بلې ادارې اړتیا نه شته.


اورنګزېب زیاته کړه چې حکومت یې د پرېوېنشن اف الېکټرانېک کرایمز ایکټ (پېکا) یا د برېښنايي جرمونو د مخنیوي په قانون کې ترمیمي ارډېننس ته هم بیا کتنه کوي.


په پاکستان کې د تېر یو کال په موده کې پر رسنیزو ادارو او د رسنیو پر کارکوونکو ۸۶ بریدونه شوي دي چې پکې څلور خبریالان وژل شوي دي. د رسنیو د ازادۍ او حقونو لپاره کارکوونکې ادارې فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په رپورټ کې وويل چې په تېر یو کال کې پر ۸ خبریالانو حملې شوې دي او ۱۱ خبریالانو ته د مرګ ګواښونه شوي دي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus