د خيبر پښتونخوا د سوات د چارباغ تحصيل په سور ډېري کلي کې يوازينی پرايمري سکول وران پروت دی. د هغه ښوونځي زده کونکي او د کلي خلک غوښتنه کوي چي حکومت دي د سکول ودانۍ ورغوي. ويډيو رپورټ.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر بې اولادۍ غږېدلي یو. اورئ چې د بې اولادۍ وجوهات څه دي او سړي او ښځې باید کوم ډول ډاکترانو ته د تشخیص او علاج لپاره ورشي. له دې پرته د علاج پر لارو چارو او د اولاد پیدا کولو پر نویو طریقو هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه واورئ.
د پکتیا د مرکز ګردیز د مهلن (مهلند هم بلل کېږي) کروندګر وايي چې حاصلخېزې ځمکي لري خو د اوبو له کمښت له سره مخامخ دي. دوی وايي، ان د خلکو په کورونو کې په کوهیانو کې د څښاک د اوبو سطح هم ټیټه شوې ده. کروندګر وايي د اوبو کمښت له وجې د مهلن ډېرې ځمکې شاړې پرتې دي. د طالبانو د حکومت چارواکي د هغوی ستونزه سمه بولي او وايي چې په پکتیا کې بندونه جوړوي. نور په دې رپورټ کې.
د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبایي اسمبلیو د ۲۱ څوکیو ډکولو لپاره رایې اچونه وشوه. په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په یوه حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.
ایرانی ولسمشر پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د سږ کال په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا پیدا شوه او داراز، په وروستیو اوونیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ د تاوتریخوالي له وجې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن دی.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سرخاب افغان کډوالو پنډغالي کې د اپرېل پر ۲۰مه د کډوالو قامي مشرانو جرګه کړې چې پکې د جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې نور وخت دې ورکړي او که یې خپل هېواد ته استوي نو د بشري حقونو پر اساس دې ولېږدوي. بل خوا د پښین ضلعې انتظامي مشر جمعه داد مندوخېل د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ته لیک استولی دی چې هغوی د اسنادو نه درلودونکو ترڅنګ د افغان سیټیزن کارډ لرونکو په اړه یې مالومات راټول کړي دي او د کډوالو د ستنولو لپاره یې انتظامات بشپړ کړي دي. د صمد شبنم ویډیویي رپورټ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د غلاګانو او لوټمارۍ پرضد ولسي احتجاج شوی دی. د اپرېل پر۲۰مه د کراچۍ ښار د کڼو پوليسو تاڼو مخې ته خلکو احتجاج وکړ او له حکومته ېي د امنيټ ټنګښت او غلو پرضد د کوټلو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه. په کراچۍ کې په دې وروستيو کې د غلاګانو پر مهال خلکو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي. ویډیویي رپورټ..
مولانا فضل الرحمان په ملک کې د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوې عام ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او په ټول هیواد کې یې د عوامي اسمبلۍ په نوم د تحریک چلولو اعلان وکړ. نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام جلسې ته وینا وکړه. خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن داسې ټول تورونه ردوي او انتخابات شفاف ګڼي. ویډیویي رپورټ.