Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: يو شمېر ولايتونو کې به نجونو ته لوړ عمر لرونکي نارينه ښوونکي تدريس وکړي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په لویو ښارونو کې د ښځینه ښوونکو له کمښت سره نه دي مخ خو په یو شمېر لرې پرتو ولایتونو کې چې ورسره مخ دي، د دوی پالیسي دا ده، چې هلته به نجونو ته د لوړ عمر لرونکي نارینه ښوونکي درس ورکوي.


وروسته له هغې چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار، په یو ډول په دغه هېواد کې د ښځینه ښوونکو د کمښت موضوع ته اشاره وکړه، د طالبانو د پوهنې وزارت مني چې دوی د ښوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.


خو د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي، دوی د دې ستونزې د هواري لپاره خپل تدابیر او پالیسې لري.


ښاغلي ریان د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: " اصلاً ښځینه ښوونکې په لویو ښارونو کې یې شمېر زیات دی لکه، په کابل، هرات ، بلخ او ځیني نور ولایتونه دي، پاتې لرې پراته ولایتونه چې دي لکه فراه، هلمند او داسې نور هلته د پوهنې وزارت پالیسي دا ده، هغه ښوونکي چې عمرونه یې لوړ دي هغوی نجونو ته درس ورکولای شي."


تازه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار ویلي، دا نده څرګنده چې ایا طالبان به په ښوونځیو کې د زده کړې د جلا بهیر د پرمخ وړلو لپاره کافي امکانات او ښځینه ښوونکې ولري.




سیګار دا خبره په خپله ټویټر پاڼه کړې او ویلي یې دي، مخکې له دې چې پخوانی حکومت نسکور شي، د پوهنې وزارت یې خبر ورکړی و چې په ښوونځیو کې د زده کړې کافي امکانات نشته او لږ تر لږه پنځوس زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده.


خو د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وايي، د ښوونکو کمښت د ستونزې د هواري لپاره دوی د ازاد رقابت له لارې د ګمارنې بهیر پیل کړی، چې په دې لړ کې د ده په خبره، دوی د تېرې جمعې په ورځ هم په کابل کې د ښوونکو د دوه زره کمبود بنستونو لپاره له پنخلس زره کسانو ازموینه اخیستې، چې په دې شمېر کې شپږ زره یې ښځې وې.


نوموړی دغه شان د قراردادي ښوونکو د ګمارلو خبره هم کوي.


ښاغلي ریان وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې  دوه لکه او دوه څلوېښت زره ښوونکي موجود دي، چې له دې شمېر ۳۸ سلنه یې ښځې دي.


دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو زرګونه ښوونکي په کور ناست او ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.


د طالبانو په واکمنېدو سره له نېږدې نهه میاشتو راهیسې له بلخ ولایت پرته په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځی تړلي دي.


د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، په دې اړه د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي.


عزیز احمد ریان د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه تر اختر مخکې هم بحثونه روان وه، هغه بحثونه چې تر اوسه یې نتیجه نه ده معلومه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus