Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بدخشان په ارګو ولسوالي کې نښته شوې

په بدخشان کې سرچینې وايي چې د طالبانو ځواکونو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر له ځایي خلکو سره نښته کړې ده.

دا نښته د جمعې په ورځ، د می په ۱۸مه، د ارګو ولسوالي په اتن جلو کلي کې وشوه.

یوې سیمه ییزې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې یو ماشوم وژل شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومانداني ویاند احسان الله کامګار، د خپرونې تر وخته پورې د پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

یوې سرچینې چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کولې وویل چې نښته هغه وخت پیل شوه کله چې ځايي خلکو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو مخه ونیوله.

ځینو سیمه ییزو رسنیو هم د دې پېښې راپور ورکړی، دې سرچینو حواله ادعا کړې چې په دې نښته کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې هم څو ځله د بدخشان په مختلفو ولسوالیو کې ځايي خلکو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره نښتې کړې وې چې ځیني یې یوازې تر اخ و ډب پورې رسیدلې وې. خو پروسږکال په جولای میاشت کې، د طالبانو غړیو په خاش ولسوالي کې پر ځایي خلکو ډزې وکړې چې هغه وخت طالبانو هم د تلفاتو د اوښتو خبرونه تایید کړل او غیر رسمي سرچینو هغه مهال ازادي راډیو ته وویل چې په خاش ولسوالي کې د کوکنارو د اړولو پر سر په نښته کې لږ تر لږه پنځلس تنه سیمه ییز وژل شوي او تر شپیتو پورې نور ټپيان شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې پروسږکال په فبروري کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه په یوه راپور کې ویلي و چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د مخدره توکو له لارې مالي ملاتړ ترلاسه کوي، په ځانګړې توګه د بدخشان په ولایت کې د کوکنارو د کښت او کانونو له لارې.

د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق غیرقانوني اعلان کړ او هغه یې منع کړ.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه نوي ارقام نه دي خپاره شوي، خو د ملګرو ملتونو یو راپور ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د دوه زره څلرویشتم کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د یوې سروې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنارو کرل شوي وو، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰۲۰۰ هکتارو ته راټیټه شوه. له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې هغه مهال خبرداری ورکړی و چې د اقلیم بدلون به د افغانستان په کلیوالي سیمو کې اقتصادي فشارونه زیات کړي او افغان بزګران به بیرته د کوکنارو کښت ته اړ کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus