Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2026
10
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 08.05.2026

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په ارګو ولسوالي کې نښته شوې

په بدخشان کې سرچینې وايي چې د طالبانو ځواکونو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر له ځایي خلکو سره نښته کړې ده. دا نښته د جمعې په ورځ، د می په ۱۸مه، د ارګو ولسوالي په اتن جلو کلي کې وشوه. یوې سیمه ییزې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې یو ماشوم وژل شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومانداني ویاند احسان الله کامګار، د خپرونې تر وخته پورې د پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. یوې سرچینې چې له ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکایي ځواکونو د ایران دوې بیړۍ ویشتلي

د امریکا پوځ وایي، د ایران د تیلو پر دوو بیړیو یې د جمعې په ورځ ډزې وکړې او د هغوی مخه یې ونیوله چې د امریکا له سمندري محاصرې تیرې شي. د امریکا د مرکزي قوماندې( سنتکام) په وینا دوه کښتۍ یې چې د ایران بیرغ پرې رپیده، خو بار پکې نه و، وویشتلې او ایران ته یې د هغوی د داخلیدو مخه ونیوله. امریکا د ایران د سمندري محاصرې له پیله د جمعې تر ورځې د څه باندې اویا ایراني کښتیو د مخنیوي خبر ورکوي. امریکایي ځواکونه د اپریل له دیارلسمې راپه دې خوا د هند په سمندر کې هغه بیړۍ دروي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.

Pa.azadiradio.com 

پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي

په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي. سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي. د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي. له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي. د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي. واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي. نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالي ښاریان اندیښمن کړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، ښار کې د جنايي پېښو، په ځانګړې ډول د غلاوو زیاتېدو د امنیتي وضعیت اړوند اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی وايي د تیلفونونو، موټرو او موټرسایکلونو غلا د دې لامل شوي چې خلک د شپې له مخې په وېره کې تګ،راتګ وکړي. چارواکي د دې جرمونو په تړاو د لسګونو کسانو د نیولو خبره کوي.

Pa.azadiradio.com 

(اوچا): په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي زیانمن کړي دي. دې ادارې په یو تازه راپور کې ویلي، که څه هم یادو مرکزونو او ښوونځیو نسبي زیان لیدلی، خو د زرګونو خلکو لپاره یې اړین خدمات ګډوډ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ډرامه لیکونکی او ممثل شریف مسرور د کابل د یو واټ غاړې ته شین چای پلوري

د افغان لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو په ناسم اقتصادي وضعیت ډېر ځله راپورونه شوي دي، چا له تنګ لاسۍ خپل کتابونه پلورلي، څوک د ناروغۍ په بستر کې یوه نسخه درملو ته اړ و او چا هم په کډوالۍ کې خپلو ستونزو ته ژړلي دي. افغان ډرامه لیکونکی او ممثل شریف مسرور کابل کې شین چای پلوري.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي

د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي. پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی. د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده. ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي. د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پر دریو پوځي کښتیو د ایران توغندیز بریدونه؛ ټرمپ وايي بریدونه شنډ او کښتۍ له هرمز تېرې شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، درې امریکايي پوځي کښتۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د ایراني توغندیو هدف ګرځېدلې دي. ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه Truth Social کې لیکلي چې "زموږ پر کښتیو راکټونه فیر شوي خو تر ډزو لاندې او په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې دي" هغه ویلي چې ایراني توغندي او ډرونونه د دوی له خوا شنډ شول. ټرمپ خبرداری هم ورکړی چې که ایران ژر هوکړه لاسلیک نه کړي تر پخوا به لا په سختۍ تر برید لاندې راشي. د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام هم د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې دوی د ایران دننه پوځي اهداف ویشتي دي.




Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي ایران تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې په ایران کې د اعدامونو مخه ونیسي. د دغه سازمان یوې څېړونکې بهار صبا په یوه بیان کې ویلي چې تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ تنه په ایران کې د سیاسي تورونو په خاطر اعدام شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان په خبره دا کسان ټول د هغو محاکمو له خوا په اعدام محکوم شوي چې پکې د "د تورنو خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي او له ټولو یې په زور اعتراف اخیستل شوی. د ملګرو ملتونو سازمان هم خبر ورکړی چې د جګړې له پیله ایران لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام او ۴۰۰۰ تنه نیولي دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus