Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2026
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 03.05.2026

Pa.azadiradio.com 

یونیسیف سږکال افغانستان کې شدیدې خوارځواکۍ سره مخ سلګونه زره ماشومانو ته درملنه رسوي

د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ،یونیسیف وايي چې په روان میلادي کال کې غواړي په افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره هغو ماشومانو ته درملنه ورسوي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. یونیسیف وايي دا کار به د اسیا د پراختیايي بانک په ملاتړ په ټول افغانستان کې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني له ایران غوښتي چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي

د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وايي دیکشنبې په ورځ یې خپل ایراني ساري عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرو کې له ایران وغوښتل چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي. واده‌فول په ایکسپاڼه د دې خبرو په اړه ولیکل: «ما ټینګار وکړ چې آلمان د خبرو اترو پر بنسټ د حل لارې ملاتړ کوي.» هغه زیاته کړه: «د امریکا د نږدې متحد په توګه، موږ یو ګډ هدف لرو: ایران باید په بشپړ ډول او د تایید وړ ډول له اټومي وسلو تېر شي او سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي». د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دا غوښتنه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نرګس محمدي د عاجلې درملنې څانګې ته استول شوې

ایران کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې دا مهال په زندان کې ده، د عاجلې درملنې څانګې (ICU) ته لېږدول شوې. د هغې ورور حمیدرضا محمدي د ازادې اروپا راډیو، ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي چې خور یې "د مرګ تر پولې رسېدلې ده." حمیدرضا وویل: "هغه مري. د زندان د سختو شرایطو او هغه زیان له امله چې ورپیښ شوی، هغه د مرګ په درشل کې ده." حمید رضا زیاته کړه چې "د نرګس او د ټولو بندیانو د ژوند مسوولیت مستقیما د قضایي چارواکو او امنیتي ادارو پر غاړه دی. " د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې ۵۴ کاله عمر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان ۵ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن دوشنبه ۵ ولایتونو کې د باران تالندې او برښنا اټکل کړی دی. د یاد وزارت د هواپیژندنې ریاست په میدان وردگ، نورستان، کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د باران اټکل کوي. خبرپاڼه زیاتوي چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي. تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د باران او سیلابونو په ګډون د طبیعي پیښو له امله نږدې ۲۳۰ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا ځانګړی استازی: افغان خبریالان په سختو شرایطو کې خپل مهم کار ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډ سي دیکشنبه په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیان د ازادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وايي تیره اونۍ یې له هغو افغان خبریالانو سره ولیدل چې "لا هم په سختو شرایطو کې خپل مهم کارته دوام ورکوي." ښاغلي لیندسي په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "دغه خبریالان د افغان خلکو اندیښنې او غوښتنې مطرح کوي او د هغو کسانو غږ پورته کوي چې ترټولو ډیره اړتیا ورته لري." بلخوا، د رواداري په نامه د بشري حقوقو سازمان ددغې ورځې په مناسبت افغانستان کې معلوماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځینه خبریالانې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کار

د طالبانو په بیا واکمنېدو اتیا سلنه افغان ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. طالبانو د ښځینه خبریالانو په کار ډېر محدودیتونه لګولي دي. فرشته نګاه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه راپور ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

افغان خبریالان وایي، کله نا کله د حکومت له ویرې حساسې مسلې نه راپور کوي

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین وايي د طالبانو د حکومت د محدودیتونو د احتمالي پایلو له ویرې اړ شوي چې ځان سانسورولو ته مخه کړي. دوی د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه سانسور د دوی د خبریالۍ کارونه اغیزمن کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د لبنان په نبطیه سیمه د اسراییلو بریدونه

اسراییلو د لبنان په نبطیه سیمه کې په ځینو کلیو باندې بریدونه کړي. د اسراییلو پوځ نن د لبنان په جنوب کې د یوولسو کلیو اوسیدونکو ته د وتلو بیړنی خبرداری ورکړی وو. اسراییل تور پورې کړی چې حزب الله اوربند مات کړی او له همدې خاطر دوی خپل عملیات پيل کړي. حزب الله یوه ملیشه پوځي ډله ده چې سیاسي ګوند هم لري او د لبنان په جنوب کې لویې برخې کنټرولوي. امریکا دا ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزب الله پوځي برخه په تور لیسټ کې شامله کړې.

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ وايي د ایران په پلان بیا کتنه کوي خو د ده په باور د منلو نه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په هغه پلان بیا کتنه کوی چې ایران ورته لېږلی دی. ولسمشر ټرمپ لیکلي د ایران اسلامي جمهوریت "تر اوسه پورې د هغه څه لپاره چې په تېرو ۴۷ کلونو کې یې پر نړۍ او انسانیت راوړي کافي تاوان نه دی ورکړی نو په همدې خاطر دا طرحه ورته د منلو نه ده. اکسیوس ویبپاڼې راپور ورکړی چې ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې پای ته رسول غواړي. تر څنګ یې په اټومي فعالیتونو د مذاکرې او هوکړې په لټه کې دی. اخوا تسنیم اژانس چې سپاه ته نږدې دی د پوځي بریدونو د نه ترسراوي... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له سانسور او محدودیت سره مخ افغان خبریالان او رسنۍ

نن، یکشنبه، د می ۳ مه، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. د بې پولې خبریالانو د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ په ۱۷۵ ځای کې دی. د راپورونو له مخې، اوس مهال څلور افغان خبریالان د طالبانو په توقیف کې دي. په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول خبریالان بې له شرطه خوشې کړي. هغه تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي د رسنیو کارکوونکي د غچ اخیستنې، ځورونې او نیول کیدو له ویرې پرته کار کولی شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له زیاتیدونکي محدودیت او سانسور سره مخ دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه هیواد کې د رسنیو د ازادۍ د زیاتیدونکي ځپنې او د خبریالانو د توقیف د دوام په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه مرکز د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې دا خبره کړې ده. د مې دریمه (یکشنبه) د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایوي رییس احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې دوی تېر یو کال د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونې لږترلږه ۱۵۰ قضیې ثبت کړي دي. هغه زیاته کړه: "که څه هم دا د وړم کال په پرتله له احصایوي پلوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یوولسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سېلونو په اړه خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې په یوولسو ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. دې ادارې وړاندوینه کړې چې بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان، کونړ، ننګرهار او لوګر به یکشنبه د درنو بارانونو، تالندې برېښنا او سیلابونو شاهد وي. تمه کیږي چې د باران اندازه به په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus