Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2026
8
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 06.05.2026

Pa.azadiradio.com 

راشدخان بیا هم په ۲۰ اوره او ۵۰ اوره فارمټونو کې لومړی مقام خپل کړ

د کرکټ د نړيوالې شورا (ICC) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان نامتو لوبغاړي راشد خان ته په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د توپ اچونه لومړی مقام ورکړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې راشد لومړي مقامونه خپلوي بلکې، له څو کلونو راهیسي نوموړي په ځلونو دا مقامونه ګټلي دي. د کرکټ نړيوالي شورا (ICC) د يو ورځنيو لوبو د آلرونډرانو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې يو ځل بيا عظمت الله عمرزي لومړی مقام خپل کړی. په دې درجه بندۍ کي محمد نبي ۳م او راشد خان ۵م بلل شوي دي. دغه راز بیا د شل اوریزو لوبو په کلنۍ درجه بندۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه

له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی. د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي. په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتین‌کول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي. راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.

Pa.azadiradio.com 

له امریکا سره د احتمالي هوکړې راپورونو ته د ایران سوړ غبرګون

د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نژدې شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي. اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ «ایسنا» خبري اژانس ته وویل: «د امریکا طرحه او وړاندیز لا هم د ایران له لوري څېړل کېږي، او ایران به د خپلو نظرونو له بشپړې ارزونې وروسته د پاکستان له لارې مقابل لوري ته ځواب واستوي.» هم‌مهاله، «تسنیم» خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترمپ: که ایران تړون ونه مني، ډېره شدیده بمباري به پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې لیکلي: «که ایران له هغه څه سره موافقه وکړي چې پرې هوکړه شوې—که څه هم دا ښايي لویه فرضیه وي—نو د "حماسي قهر" عملیات به، چې اوس ډېر مشهور شوي، پای ته ورسېږي او اوسنۍ اغېزمنه محاصره به اجازه ورکړي چې هرمز تنګی د ټولو لپاره، حتی د ایران لپاره، پرانیستی پاتې شي.» ټرمپ زیاته کړه: «که هغوی موافقه ونه کړي، نو بمباري به پیل شي، او له بده مرغه دا ځل به د پخوا پرتله ډېره سخته او شدیده وي.» د هغه دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر ښارونو د روسیې بریدونه

د اوکراین د دونیتسک په سیمه کې د کراماتوسک ښار مرکزي سېمې د می په پنځمه د روسیې تر هوایي بریدونو لاندې راغلې. لږترلږه پنځه کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول. د زاپوریژیا په ښار کې بیا د روسیې بریدونو د لږ تر لږه ۱۲ کسانو ژوند واخیست.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې له پخواني افغان ډيپلومات امیرګران سره مرکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړچې په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ به په تدریجي ډول وتړي. په دې اړه نوریاس نوري په پاکستان کې له پخواني افغان ډيپلومات امیرګران سره مرکه کړې او لومړۍ یې ترې پوښتنه کړې چې ایا د دغې قونسلګرۍ تړل کیدل د پاکستان له داخلي امنیت سره تړلې موضوع ده ؟

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د اعدامو څپه

د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې په ایران کې قضايي چارواکي تقربیا هره ورځ د اعدام حکم صادروي. په روانه اونۍ کې په ایران کې درې کردي زندانیان اعدام شوي. د زندان له پنجرو له اعدام مخکې د دغو زندانیانو غږیز پیغامونه خپاره شوي دي. نور په ویډیو کې




Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه : په پاکستان کې د پولیسو ویرې افغان ماشومان له زده کړو ګرځولي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي، په پاکستان افغان کډوال ماشومان د قانوني اسنادو د نشتوالي او د جبري شړل کېدو له ویرې له سختو محرومیتونو سره مخ دي. د ګډې کډوالۍ د مرکز او « یو این ایچ سي ار » د دې ګډ راپور له مخې چې تازه خپور شوی ۷۷ سلنه کډوال ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

یو ځوان د فیسبوک د فالورز له زیاتیدو سره نیالګي کري

په کابل کې یو ځوان چې په فیسبوک کې یې پنځوس زره تعقیبوونکي (فالورز) پوره شوي په دې ویاړ یې پنځوس زره نیالګي کښینولي. نوموړي زیاتوي که د فالورزو شمیر یې یو لکو ته ورسېد په یو عامه ځای کې به څاه ووهي، چې هلته خلک د اوبو له نعمته برخمن شي.

Pa.azadiradio.com 

شهباز شریف: د پاکستان او د ګڼو ورونو هیوادونو غوښتنې ته د ټرمپ سخاوتمندانه ځواب به دسولې او ثبات د ټینګښت سبب شي

د پاکستان صدراعظم وايي د پاکستان او ګڼو وروڼو هیوادونو خصوصا د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان غوښتنې ته د ولسمشر ټرمپ له سخاوته ډک ځواب به په دې حساسه مرحله کې سولې، ثبات او سیمه ایزه پخلاینه کې ډیره مرسته وکړي. شهباز شریف چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه هیله څرګنده کړه چې «اوسنی بهیر یوې نهايي هوکړې ته ورسیږي اود سیمې لپاره او له سیمې وراخوا تلپاتې سوله او ثبات تضمین کړي. » د پاکستان دصدراعظم لخوا دغه څرګندونې وروسته لدې کیږي چې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې هرمز تنګي کې یې د "ازادۍ د پروژې" په نامه عملیات په موقت ډول وځڼډول.

Pa.azadiradio.com 

منځني ختیځ کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره نویو هیلو سره نن نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې

د امریکا او ایران ترمینځ د جګړې د پایته رسیدولپاره نویو هیلو سره د چهارشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې. د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي بحیرې د برنټ نړیوال معیار تېلو بیه ۶.۲ سلنه راکمه شوه او د هر بیرل بیه ۱۰۳.۰۴ امریکايي ډالرو ته راښکته شوه. همدارنګه، د لوېدیځ ټکساس منځني (WTI) تیل هم ۶.۴ سلنه راټیټ شو او د هر بیرل بیه یې ۹۵.۶۸ ډالرو ته کوزه شوه.

Pa.azadiradio.com 

مطیع‌الله ویسا، د ۲۰۲۶ کال د "ازادۍ" جایزه وګټله

افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړو فعال مطیع‌الله ویسا، د ۲۰۲۶ کال د "ازادۍ" جایزې ګټونکی شو. ددغې جایزې د ګټلو لپاره د ۷۵ هیوادونو، ۱۸۷۰۸ ځوانانو مطیع الله ویسا ته رایه ورکړه. مطیع‌الله ویسا دغه راز دقطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لخوا د فساد پر ضد مبارزې د «نوښت او مشارکت» برخه کې هم جایزه ترلاسه کړې ده. د لیبرته (آزادۍ) جایزه هر کال د ۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو ځوانانو له خوا هغو کسانو یا سازمانونو ته ورکول کېږي چې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي. مطیع‌الله ویسا د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د طالبانو د حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: هرمز تنګي کې د " دازادۍ د پروژې" عملیات وځڼډول شول

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي هرمز تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د " دازادۍ د پروژې" ترعنوان لاندې عملیات وروسته له هغې “د لنډ وخت لپاره وځنډول شول”، چې په وینا یې “ ایراني استازو سره د بشپړ او وروستي تړون په لور ستر پرمختګ” وشو. ډونالډ ټرمپ د مې په ۶مه په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې وویل چې دا پرېکړه د پاکستان په غوښتنه چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي، شوې ده. امریکا دا پروژه د دې لپاره پیل کړې وه چې د هرمز تنګي له لارې سوداګریز تګ راتګ چې دایران لخوا درول شوی وو بېرته عادي کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي . د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي. د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي. دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus