راشدخان بیا هم په ۲۰ اوره او ۵۰ اوره فارمټونو کې لومړی مقام خپل کړ
د کرکټ د نړيوالې شورا (ICC) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان نامتو لوبغاړي راشد خان ته په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د توپ اچونه لومړی مقام ورکړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې راشد لومړي مقامونه خپلوي بلکې، له څو کلونو راهیسي نوموړي په ځلونو دا مقامونه ګټلي دي. د کرکټ نړيوالي شورا (ICC) د يو ورځنيو لوبو د آلرونډرانو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې يو ځل بيا عظمت الله عمرزي لومړی مقام خپل کړی.په دې درجه بندۍ کي محمد نبي ۳م او راشد خان ۵م بلل شوي دي.دغه راز بیا د شل اوریزو لوبو په کلنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډلې یوه نومره بايللې ده او اوس مهال د ۲۲۰ نومرو په لرلو سره په لسم ځای کې ده.