یو ځوان د فیسبوک د فالورز له زیاتیدو سره نیالګي کري
په کابل کې یو ځوان چې په فیسبوک کې یې پنځوس زره تعقیبوونکي (فالورز) پوره شوي په دې ویاړ یې پنځوس زره نیالګي کښینولي.نوموړي زیاتوي که د فالورزو شمیر یې یو لکو ته ورسېد په یو عامه ځای کې به څاه ووهي، چې هلته خلک د اوبو له نعمته برخمن شي.