ایران وایي، د امریکا پر وروستي وړاندیز چې د سرچینو په وینا ښايي جګړه پای ته ورسوي، خو څو مهم مسایل پرانیستي پریږدي، غور روان دی. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې یوې هوکړې ته رسېدل "ډېر ممکن" دي، خو خبرداری یې هم ورکړ چې که تهران دا هوکړه رد کړي، جګړه به بیرته پیل شي. د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي له قوله ویلي چې تهران د امریکا وړاندیز ترلاسه کړی او پر جزیاتو یې غور روان دی خو هغه د دې یادونه هم وکړه چې په وړاندیز کې ځینې موارد شته چې د اسلامي جمهوریت د مشرانو لپاره د منلو وړ نه دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او «د بشري اقداماتو په برخه کې د جنسیت کاري ډله» وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې د ښځو د حقونو د ناورین او بد بشري وضعیت له امله بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. دې دواړو سازمانونو په یوه نوي تحلیل کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ کورنۍ د ژوند د دوام لپاره د ماشومانو کار، سوال کولو او په کم عمر د خپلو لوڼو د ودولو په څیر خطرناکو تګلارو ته مخه کړې ده. د کندهار ولایت اوسېدونکې او د پنځو ماشومانو مور راضیه وايي. "اولادونه مې له شپې تر سهاره وږي تږي... Читать дальше...
د ټولنیزو شبکو په پراخه فضا کې، د نظرونو (کامنټونو) برخې ته پاملرنه د ځینو کاروونکو لپاره په ورځني مهم فعالیت بدله شوی . یو شمیر افغانان وایي، د کامنټونو لوستل د دوی لپاره د معلوماتو، سرګرمۍ او ان د حقیقت او اوازې ترمنځ د توپیر منبع ده. د کابل اوسېدونکی رشاد احمد وایي، کامنتونه ورسره مرسته کوي چې تر یوه بریده د موضوع کره والی او ناکره توب تشخیص کړي. خو زیاتوي چې د اعتماد وړ سرچینو نه، د خپرو شویو لیکنو کمنټونه نه ګوري. "کله چې یو څوک له خپلې فیسبوک پاڼې یا ID څخه یو موضوع شریکه کړي یا خپل نظر وړاندې... Читать дальше...
له پاکستان راستنېدونکي افغان کډوال وايي، په شپو، شپو په لاره پاتې کېږي او له دې امله جدي ستونزو سره مخ دي. یو شمیر دوی وايي، خپله له تورخم اوښتي خو کډې یې لا هم په لاره دي. دوی دا ادعا هم کوي، چې د پاکستان حکومت امنیتي مامورین ورنه پیسې اخلي او ان د ځینو شخصي وسایلو او توکو د وړلو اجازه هم نه ورکوي. د پاکستان او افغانستان تر منځ لاره کې بند افغان کډوال دی چې وايي، پنځه شپې کېږي په لاره پاتې دی او ادعا کوي چې د پاکستان حکومت امنیتي مامورین اجازه نه ورکوي چې خپل ځیني وسایل او توکي ځان سره افغانستان ته یوسي او ورنه د پیسو غوښتنه کوي. Читать дальше...
امریکايي شبکې اینبيسي نیوز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له خوا په هرمز تنګي کې پیل شوې «د ازادۍ پروژه» هغه مهال ودرول شوه چې سعودي عربستان د دې عملیاتو د ملاتړ لپاره د خپلې هوايي اډې او هوايي حریم د کارولو اجازه ورنه کړه.
د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد مرستیال اډمیرال رابرټ موریت وایي، د هرمز تنګي په اړه د امریکا پوځي دریځ د داسې ډیپلوماټیکې حل لارې لپاره داسې برلاسي دریځ ته د رسیدو لپاره مهم دی چې د ازاد او پرانیستي سمندري تګ راتګ مسله ډاډمنه کړي. نوموړي دا خبره د ازادې اروپاـ ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه، د سمندري ځواک په ګډون هرهغه څه چې موږ یې د ازاد او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ د یقیني کولو لپاره ترسره کولی شو، د دې ارزښت لري چې د هرمز تنګي په اړه یې وارزوو. وروسته له هغې چې د... Читать дальше...
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې حل لارې ته د رسیدو پرسر د خبرو اترو په دوام، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ یوې موافقې ته رسېدل "ډېر محتمل" بللي او تهران لا هم وایي چې د امریکا د وړاندیز ارزونه کوي. ولسمشر ټرمپ، د چهارشنبې په ماښام وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له "ډېرو ښو خبرو اترو" وروسته، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو " احتمال زیات" دی. دا په همدې ورځ له ایران سره د خبرو اترو د بهیر په اړه د امریکا د ولسمشر څویم دریځ و چې دې یې څرګندوي. هغه... Читать дальше...
په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت د یاد څلي رغونه به تر۲۰۲۸ کال پورې بشپړه نشي. د کاناډایۍ تورنتو سن ورځپاڼې د راپورله مخې په پام کې وه چې د دغه یادڅلي چې په پلازمینه اوتاوا کې جوړیږي، کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشوي وای. دغه یادڅلی د کاناډا د له څلویښت زره زیاتو پوځیانو او په سلګونو نورو ملکي کارکونکو سرښندونو ته د درناوي په پار چې په افغانستان کې د کاناډا په محارب ماموریت کې یې برخه اخیستې، جوړیږي. د کاناډا محارب ماموریت چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره... Читать дальше...
د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول. د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې د دغو افغانانو شمیر چې دا اونۍ د پاکستان له زندانونو ازاد شوي، ۴۹۱ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی ۳۷۹ یې د تورخم او ۱۱۲ نور یې د سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا دغه افغانان چې کورنۍ او یوازې کسان پکې شامل دي، په هغه هیواد کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي و. وزارت همدارنګه ویلي چې دوی د نوم... Читать дальше...