د لبنان په نبطیه سیمه د اسراییلو بریدونه
اسراییلو د لبنان په نبطیه سیمه کې په ځینو کلیو باندې بریدونه کړي.د اسراییلو پوځ نن د لبنان په جنوب کې د یوولسو کلیو اوسیدونکو ته د وتلو بیړنی خبرداری ورکړی وو.اسراییل تور پورې کړی چې حزب الله اوربند مات کړی او له همدې خاطر دوی خپل عملیات پيل کړي.حزب الله یوه ملیشه پوځي ډله ده چې سیاسي ګوند هم لري او د لبنان په جنوب کې لویې برخې کنټرولوي.امریکا دا ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزب الله پوځي برخه په تور لیسټ کې شامله کړې.