افغان خبریالان وایي، کله نا کله د حکومت له ویرې حساسې مسلې نه راپور کوي
په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین وايي د طالبانو د حکومت د محدودیتونو د احتمالي پایلو له ویرې اړ شوي چې ځان سانسورولو ته مخه کړي.
دوی د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه سانسور د دوی د خبریالۍ کارونه اغیزمن کړي دي.