کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالي ښاریان اندیښمن کړي
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، ښار کې د جنايي پېښو، په ځانګړې ډول د غلاوو زیاتېدو د امنیتي وضعیت اړوند اندېښنې زیاتې کړې دي.دوی وايي د تیلفونونو، موټرو او موټرسایکلونو غلا د دې لامل شوي چې خلک د شپې له مخې په وېره کې تګ،راتګ وکړي.چارواکي د دې جرمونو په تړاو د لسګونو کسانو د نیولو خبره کوي.