(اوچا): په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي زیانمن کړي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي زیانمن کړي دي.
دې ادارې په یو تازه راپور کې ویلي، که څه هم یادو مرکزونو او ښوونځیو نسبي زیان لیدلی، خو د زرګونو خلکو لپاره یې اړین خدمات ګډوډ کړي دي.