د ایران له اټکل سره سم تر یو میلیون ډیر افغانان د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته ورغلي دي. د یوشمیر راپورونو له مخې هره ورځ شاوخوا پنځه زره افغانان ایران ته پر پوله اوړي، خو هلته د ګڼو افغانانو ژوند داسې دی چې حیرانه دي څه به کوي. نور په دې راپور وګورئ.
روسیه وایي، د جاپان صدراعظم فومیو کیسیدا او د دغه هېواد پر شپېتو تنو نورو یې بندیزونه لګولي دي چې په دغو کې د کابینې وزیران او د رسنیو غړي هم شامل دي. مسکو دا اقدام د هغو بندیزونو په ځواب کې کړی، چې جاپان پر اوکراین د روسیې د بې سببه برید په خاطر پر دغه هېواد لګولي دي. په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، چې د جاپان پر صدراعظم او شپېتو تنو نورو لګېدلي بندیزونه دایمي دي. په هغو کسانو کې چې روسیې ته یې پر تګ بندیز لګېدلى دی د جاپان د بهرنیو چارو، مالیې او دفاع وزیران هم شامل دي. Читать дальше...
حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبان پر نړیوال کچ له انتقاد او سخت فشار سره مخامخ دي خو هغوی وايي، پر دې موضوع یې بحث ته دوام ورکړی دی او دا چې هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم لپاره مناسبه فضا برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې وزارت د مې تر پينځمې پورې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلاونو خبر ورکړی دې.
د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی انس حقاني وايي، د نجونو زده کړه د افغانانو ګډه غوښتنه ده او په نږدې راتلونکې کې به په ټول افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي. انس حقاني چې د چهارشنبې ورځ یې په خوست کې د ځوانانو او مدني فعالانو یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل په بېلابېلو ولایتونو کې دیني علماء راپورته شول او د اسلامي او افغاني کلتور په رڼا کې يې د نجونو د زده کړو غوښتنه وکړه. ده زیاته کړه: "هېڅوک باید دا فکر ونه کړي چې یو مشروع کار د اسلامي نظام له لوري بندېږي او یا به ښځې او نجونې... Читать дальше...
نیکولس پوران د وېسټ انډیز لوبډلې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شو. د وېسټ انډیز کرکټ بورډ په خپله وېبپاڼه کې لیکلي، چې د بورډ د غوراوي کمېټې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې وېکټ ساتونکی نیکولس پوران د دې هېواد د لوبډلې کېپتاني یا لوبډلمشري کوي. پوران له هغه وروسته د وېسټ انډیز لوبډلې کېپتان ټاکل کېږي، چې د دې لوبډلې مخکېني کېپتان کيرون پولارډ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. ۲۶ کلن نیکولس پوران په چپ لاس توپوهنه کوي او د وېسټ انډیز لپاره یې ۳۷ یو ورځنۍ او ۵۷ شل اوریزې لوبې کړې دي.
په کونړ ولایت کې د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي، دا لیګ پرون پیل شو او لس ورځې به دوام وکړي. په دې لیګ کې د مرکز، څوکۍ، پشد، کړه مار، څاګي، اسپل او شيګل لوبډلې د اتلولۍ ګټلو په هدف لوبېږي. د دې سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې، چې څوکۍ لوبډله د څاګي لوبډلې پر وړاندې ولوبېده او د ۲ – ۱ پایلې سره د لوبې ګټونکې شوه او پشد لوبډلې هم ۲-۰ مرکز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له اتم مقام څخه لسم مقام ته راښکته شوه. د کرکټ نړیوالې شورا تازه د ټېست، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو درجه بندۍ خپرې کړې دي چې افغان لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې خپل لسم مقام ساتلی خو په شل اوریزو لوبو کې له اتم مقام څخه لس مقام ته را غورځېدلې ده. افغانستان په دې وروستیو کې ډېرې نړیوالې لوبې نه دي کړي چې همدا یې په نړیوالې درجه بندۍ کې د ښکته غورځېدو لامل هم ګڼل کېږي. د یادونې ده، چې په ټېست کرکټ کې اسټرالیا، په یو ورځنو لوبو کې نیوزیلنډ... Читать дальше...
په اروپايي هېواد چېک جمهوريت کې د شیشکو د ګوډاګيو د سېځلو دود تر اوسه شته دی. دې ته ورته رسم پخوا د پښتنو په ځینو سيمو کې هم وو. په چېک جمهوريت کې هرکال له ژمي څخه د بشپړ خلاصون لپاره د اپرېل پر ۳۰مه، له رخت یا کپړې جوړې نانځکې او ګوډاګي سېځل کېږي او خلک جشنونه کوي. په دې اړه د عبدالحي کاکړ کاکړ رپورټ وګورئ او که ستاسې په سیمو کې هم دې ته ورته دود وي نو په تبصرو کې یې راته ولیکئ.
د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي، د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ورستیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي، ۳۰ ټپي او دوه کسان لادرکه شوي دي. غلام محي الدین د بغلان ولایت د چشمه شېر سیمې اوسېدونکی د سېلابونو له زیانمنو څخه دی. دی وایي، وروستیو سېلابونو یې کور او کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده. هغه ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتاو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. نوموړي زياته کړه: "زما کور یې ویجاړ کړی همدارنګه ۳۰ جریبه ځمکه مې... Читать дальше...
په پاکستان کې ورکو کسانو سرکاري کمېشن د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ مياشت کې اسلام اباد های کورټ ته د يوې عدالتي کارروايي پر وخت په جمع کړي راپور کې ويلي ول چې له ۸،۴۶۳ ورکو څخه یې د ۲،۲۴۹ کسانو قضیې حل کړي دي.
د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کوچني اختر ورځې یې له برښنا پرته په تیاره کې تېرې کړې او لا هم دا ستونزه پر ځای ده. دوی وایي، په سالنګ کې د وارداتي برښنا د دوه ستنو د نړولو له امله د برښنا نه موجودیت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دغه کابل ښاریان د طالبانو له حکومت غواړي، چې د دغه ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي. د پلازمېنې اوسېدونکي شفیق ازادي راډیو ته وویل: "د اختر به درې ورځو کې مو برښنا نه درلوده، ان زموږ تیلیفونونه بې چارجه دي، دغه شان د شپې له لوري برښنا هیڅ نه راځي، له همدې امله په... Читать дальше...
په پاکستان کې دا ځل درې جلا، جلا اخترونه ولمانځل شول. په هغه هېواد کې هرکال د روژې، کوچني اختر او لوی اختر مياشت ليدل یوه لانجمنه موضوع وي چې په نتیجه يې اکثر پر یوه ورځ روژه نه نیول کېږي او اختر هم د ټول هېواد پر کچ پر یوه ورځ نه وي. دا چې سپوږمۍ يوه ده او د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ترمینځ یې جغرافیايي فاصله هم بیخي کمه ده نو بیا ولې په مختلفو سيمو کې پر مختلفو ورځو مياشت لېدل کېږي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای اورېدای شئ.
اروپایي ټولنې د روسیې پر تېلو د بندیز لګولو په اړه خپل پلانونه په ډاګه کړل چې له مخې به يې دغه ټولنه د روان کال تر پایه په بشپړه توګه د روسیې اومه او چن شوي تېل بند کړي. دغه اعلان نن د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین وکړ. دا شپږم وار دی چې دا ټولنه پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې بندیزونه لګوي. د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو تر نننۍ غونډې یوه ورځ مخکې سلواکیا او هنګري ویلي و چې دوی د دې ملاتړ نه کوي چې اروپا ته د روسیې د تېلو او ګازو پر صادراتو بندیز ولګول شي. اروپایي ټولنې... Читать дальше...
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په لېږدولي يو بیان کې ويلي چې د رسنیو د تړل کېدو بېلابېل لاملونه دي او ځيني خبریالان د ډېر وخت لپاره نه بلکې د وضاحت لپاره نيول کېږي.
د خوړو او کرڼې نړیواله اداره، FAO وایي چې په نړۍ کې د جګړو، وچکالۍ، د اقلیم د بدلون او اقتصادي بحرانونو له امله د هغو کسانو شمېر۱۹۳ ميلیونو ته لوړ شوی چې له لوږې سره مخ دي. FAO په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړی، ویلي، په داسې حال کې چې کارپوهان په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله د قحطۍ خبرداری ورکوي، نژدې ۴۰ ميلیون وګړي په ۲۰۲۱ کال کې پرهغو کسانو ورزیات شوي چې د خوړو له شدید کمښت یا نه خوندیتوب سره مخامخ دی. د نړۍ د ۵۳ هېوادونو په ډله کې چې له دغې ستونزې سره مخامخ دي، افغانستان هم د ترټولو... Читать дальше...
په افغانستان کې له شپږم تولګیو پورته په کور ناستې یو شمېر نجونې زده کوونکې وایي، سږنی اختر د تېرو اخترونو په پرتله ورته بې خونده وه. دوی وایي، په دوی به اختر او د خوشحالۍ ورځ هغه مهال وي، چې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورته وشي. شپاړلس کلنه مروه د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده. دا وایي د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د خپل راتلونکي لپاره اندېښمنه ده، نو ځکه یې دا اختر د پخوا په شان په ډېرې خوښۍ ونه شو لمانځلی. نوموړې وايي: "اختر یو داسې جشن دی چې ټول مسلمانان له زړه په کې خوشحاله... Читать дальше...
په هند کې ګڼ شمېر خلکو د مې پر درېمه د اکشیا تریتیا په نامه هغه کلنی جشن ولمانځی چې دوی په ګنګا دریاب کې لمبېږي او سره زر اخلي. دوی وايي په دې ورځ دا دوه کاره ډېره ګټه کوي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ويډيوجوړ راپور وګورئ.
روسیې د اوکراین په ختیځ بندري ښار ماریوپول کې د مقاومت پر وروستي سنګر پراخ بریدونه پیل کړي او د اروپایي ټولنې اووه ویشت غړي هېوادونه هم نن په بروکسل کې پر دې خبرې کوي چې څرنګه اروپایي ټولنه کولی شي چې د روسیې پر انرژي تکیه ونه کړي. د ماریوپول د فولادو په فابریکه کې په سلګونو ملکیان او د مقاومت وروستۍ ډلې ایثارې پاتې دي. د اروپایي ټولنې د غړیو ترننۍ غونډې یوه ورځ مخکې سلواکیا او هنګري وویل دوی د دې ملاتړ نه کوي چې اروپا ته د روسیې د تېلو او ګازو پر صادراتو بندیز ولګول شي. د سلواکیا د اقتصاد... Читать дальше...
د مې پر درېیمه په رپورټ کې راغلي چې په تېرو کلونو کې د ځنګلونو د وهلو کچ ټیټ شوی دی خو پر دې سربېره هم د ۲۰۱۵ز او ۲۰۲۰ز کال ترمینځ شاوخوا ۱۰ مېلیونه هیکټره ځنګلونه ختم شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په کابل، نیمروز او هرات ولايتونو کې په تېره یوه اونۍ کې له زرګونو بې وزلې کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي. دغه پروګرام نن په څو ټویټونو کې ویلي چې په کابل ولایت کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له ۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې چې په دې سره په ټول کابل ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ۳۷۶۱۳۹ کسانو ته مرسته رسولې ده. دې پروګرام ویلي چې د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې یې له۱۶۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او تېره اونۍ د هرات ولایت د کهسان په ولسوالۍ... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د طالبانو حکومت تورنوي، چې په افغانستان کې یې په سیستماتیک ډول ازادې رسنۍ ځپلي دي. ښاغلي بلېنکن بیګاه د مې په درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۴۰ سلنه ازادو رسنیو په افغانستان کې خپل فعالیت درولی. نوموړي ويلي:"طالبانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د افغانستان ازادې رسنۍ، په مشخص ډول ښځینه خبریالانې او په لېرې پرتو سیمو کې فعالې رسنۍ ځپلي. د هغې سروې له مخې چې د ۲۰۲۱ کال په... Читать дальше...
اې ار ډي موسسې په تېرو ۵ میاشتو کې په پکتیکا ولایت کې په ۸۷۰۰۰ بې وزله کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي. د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند ملا مستعین عمري ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پيغام کې ویلي دي، د ای ار ډي موسسې لخوا چمتو شوي خوراکي توکي د دې وزات له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه او خیرکوټ، جاني خېلو، یوسف خېلو، یحیا خېلو او ارګون ولسوالیو کې وېشل شوي دي. په پیغام کې راغلي دي چې د خوراکي توکو د وېش ترڅنګ بزګرو او بڼوالو ته کیمیاوي مواد، کرنیز وسایل او د څارویو خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي. Читать дальше...
د فراه ولايت د مستوفيت مطبوعاتي برخې مسؤلينو نن ازادي راډيو ته وویل، د ۱۴۰۰ مالي کال د وروستۍ ربعې عواید د تېر کال د همدې ربعې د عوایدو په پرتله نېږدې دوه برابره ډېر شوي. د فراه مستوفیت رسنیزه برخه زیاتوي چې د مستوفیت د رهبرۍ او همکارانو په مرسته یې د ۱۴۰۰ کال په وروستۍ ربعه کې دوی ۱۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. ویل کېږي چې د فراه مستوفیت د تېر کال په وروستۍ ربعه کې ۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو. د فراه مستوفیت مسولان وايي، هڅه کوي چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د عوایدو کچه تر دې هم لوړه کړي.
ثناالله دا خبره د مې پر درېیمه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد امریکا غږ راډیو ته وویل چې که د هېواد "مقتدر قوتونه" ضمانت ورکړي نو د تحریک انصاف مشر عمران خان له وزیراعظم شهباز شریف سره د انتخاباتو پر موضوع خبرو ته اماده دی.