د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت شورا سالاکارانو ناسته پای ته ورسېده. په دې ناسته کې اتو هېوادونو د امنیت سالاکارانو ګډون کړی وه او د ناستې په پای کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې امنیت د ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګټه دی. خو د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او هر رامنځته کېدونکی تحول باید افغانانو په مشرۍ وي. که څه هم دې ناستې خبریالانو ته د ورتګ اجازه نهده شوې خو د ازادي راډیو... Читать дальше...
دواړه قانوني مسودې د مې پر ۲۶مه قومي اسمبلۍ منظور کړې وې چې اوس به د ولسمشر تر لاسلیک وروسته د قانون په توګه نافذې شي.
په غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې د دولتي کاروکونکو له معاش یو فیصد د دیني مدرسو سره د مرستې لپاره ټول کړي. په غور ولایت کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکونکي وايي، هغو ته ویل شوي چې خپل میاشتني معاش نه یو فیصد له دیني مدرسو سره مرسته وکړي. دغو دولتي کارکونکي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه پېغام ورته د غور ولایت له سیمه ایزې ادارې لخوا په شفاهي ډول ویل شوی. ددې دولتي ادارو یو کارکونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپل معاش یو فیصد وضع کړی... Читать дальше...
له هغې وروسته چې طالبانو د شپږم ټولکي نه پورته د نجونو دښوونځیو د پرانیستې لپاره د یوې اته کسیزه پلاوي د کمېټې د جوړیدو خبره کړې اوس یو شمېر زده کونکي وايي، د ښوونځیو دروازې دې ژر ترژره پرانیستل شي. دوی ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په دې برخه کې ډيرې ژمنې وکړي خو عملي کړي نه دي. د کابل او هرات ولایت دوه زدکونکې سحر او ملکه وايي: "له کومې ورځې چې طالبان راغلي زموږ ښوونځي تړل شوي او زه خپله د یولسم ټولکي زده کونکې یم خو خپلې ایندې ته سخته اندېښنه لرم. له طالبانو نه مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د همغږۍ چارو مرستیال مشر زمین خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو له بې غورۍ خبر دی چې "ماشومانو ته یې څاڅکي نه دي ورکړي خو موږ ته یې رپورټ راکړی چې مهم (کیمپېن) سم شوی دی."
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمهییزې امنیتي غونډې کې وویل، پکار ده چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه شي. ښاغلي دوال زیاته کړه چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ دریدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په پلازمېنې دوشنبې کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند سربېره د روسیې، چین، ایران او منځي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخیستې ده.
طالبانو نن د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ چې پکې راغلې دي چې طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د امنیت شورا پنځلس غړیو د سې شنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دې پر ښځو له لګولیو بندیزونو لاس واخلي. امنیت شورا انتقاد کړی چې طالبانو د زده کړو، کار او د ښځو پر ازادانه سفر بندیزونه لګولي دي. د طالبانو مشر دا امر هم کړی دی چې ښځې دې په عامه ځایونو کې حجاب اغوندي او مخ دې پټوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې د امنیت شورا اندېښنې بې بنسټه وبللې او ویې ویل،... Читать дальше...
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد د ختیځ پوځي وضعیت تر هغه څه چې خلک وايي، زیات خراب دی. دیمیتري کولیبا دا خبره پرون داسې مهال وکړه چې روسي ځواکونو د دونباس په لور پرمختګ ته دوام ورکړ. پرون یوه اوکرایني چارواکي وویل چې روسي پوځیان په ختیځه جبهه کې د اوکرایني ځواکونو محاصرې ته نژدې شوي دي او د لنډ وخت لپاره یې د هغې لویې لارې، چې په پای کې یې د دونباس سیمې ښارونه پراته دي، څو برخې ونیولې خو د روسانو دا یرغلونه په شا وتمبول شول. د لوهانسک والي په عین حال کې مني چې اوکرایني ځواکونه... Читать дальше...
د سيند پوليسو د پاکستان تحريک انصاف د کراچۍ مشرانو پرضد په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۰ زياتې مقدمې دایرې کړې دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر ښځو د محدودیتونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې "له واقیعته لرې" بولي، تازه د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لګولو د زیاتوالي پالیسو په بشري وضعیت جدي اغېز کړی دی. د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د "بندیز زیاتوونکو" پالیسیو په اړه په کور دننه او نړیواله کچه اندېښنې په زیاتېدو دي -هغه څه چې د طالبانو حکومت یې "له واقیعته لري"ګڼي. د طالبانو د حکومت د... Читать дальше...
د حکومت له اعلان سره سم، د مې له ۲۷مې څخه د یو لیټر پېټرولو نرخ ۱۷۹.۸۶ روپۍ، د ډیزلو ۱۷۴.۱۵، د خاورو تېلو ۱۵۵.۵۶ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۴۸.۳۱ روپۍ ته لوړ شوی دی.
د کاناډا د فوټبال فدراسیون له ایران سره د جون په پنځمه لوبه لغوه کړه خو تر اوسه يې د لوبې د لغوه کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي. خو د کاناډا په فوټبال فدراسیون او حکومت باندې ګڼ فشارونه وو چې د ایران له ټیم سره دا مسابقه ترسره نه کړي. په خپله صدر اعظم جستن تروډو هم د لوبې په اړه مخالفت ښودلی و. د مخالفو خلکو لویه برخه د هغې الوتکې د قربانیانو کورنۍ او دوستان وو چې د ایران له خوا نسکوره شوه او پکې لسګونه ایراني کاناډایان او د افغانانو په شمول د ځینو نورو هېوادونو خلک پکې ووژل شول. د کاناډا... Читать дальше...
د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ډول غږولو مېله پیل شوې چې د مې تر ۲۸مې به روانه وي. په مېله کې د بېلابېلو هېوادونو ډول غږوونکو برخه اخیستې ده. منتظمین وايي، د روحاني او فولکوري موسیقۍ له لارې د سولې پیغام ورکوي. د اسوشیېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د یوې ناستې کوربه ده. د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري. په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا باندې په دې ناسته کې خبرې کېږي.
په کندهار کې د احمد شاه بابا د کور د رغاونې کارونه په ټپه دریدلي، په خوست او کونړ کې د کتابونه مینه وال په کمېدو دي، خو په کابل کې یو ځل بیا د کتابونه د چاپ چارې خوځیدلې دي. د ازادي راډيويي مجله د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:
طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یوه ۸ کسیزه کمېټه ګومارلې ده. وايي د کمېټې کار په مخ روان دی او ژر به دا ستونزه حل کړي. عصمت څاروان په دې موضوع د ښځو د حقونو له یوې فعالې ماریا توتاخېل سره مرکه کې او لومړی یې ورته ویلي، د طالبانو دا اقدام، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یې د دیني عالمانو کمېټه جوړه کړې، څنګه ارزوئ؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (پنجشنبې) د چین په اړه د ولسمشر جو بایډن د حکومت پالیسي څرګنده کړه. ده چې په واشنګټن کې خبرې کولې، وویل، په داسې حال کې چې د امریکا متحدایالتونه په اوکراین کې د روسیې جګړه د نړیوال ثبات لپاره تر ټولو فوري ګواښ ګڼي، د بایډن اداره باوري ده چې چین لا ستر ګواښ پېښوي. په واشنګټن کې د چین سفارت د بلینکن د څرګندونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.
د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکولو لپاره شرط ایښی و چې د انرژۍ په برخو کې سبسایډۍ لېرې کړي. پاکستان غوښتل چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۶ ملیارد ډالره پور د ترلاسه کولو لپاره له څو ورځو راهیسې خبرې کولې. د پاکستان د اسعاري زېرمو د کمېدو له کبله په وروستیو اوونیو کې د پاکستاني روپیو ارزښت خورا ټیټ شوی دی.
له افغانستان څخه ايران ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو په اړه د ايراني مقاماتو تر ادعا وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې دوی حاضر دي له ايران سره پر سرحدي کرښه د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه له ايران سره په ګډه د دې قاچاقو مخه ونيسي. ايراني مقاماتو تازه له يوه بلغاريايي هيئت سره د کتنې پر مهال له افغانستان څخه ایران ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو په اړه شکايت کړی او ويلي يې دي چې دا وضعيت له ايران څخه اروپا ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو سبب شوی دی. د طالبانو... Читать дальше...
د ډیلي په هوايي ډګر کې یو افغان په غیرقانوني ډول د درملو د وړلو په تور ونیول شو. هندي رسنۍ وايي، دغه افغان د چهارشنبې په ماښام له ډیلي څخه کابل ته د څه باندې ۶۴ لکه هندي روپیو په ارزښت د ګولیو د وړلو په خاطر د ګمرکي چارواکو له لوري نیول شوی دی. ګمرکي چارواکي وايي، له نیول شوي افغان سره کشف شوې ګولۍ د مغزي تومور د درملنې لپاره کارول کېږي.
د چین د ټکنالوژۍ او نورو تولیداتو لومړنی نندارتون پرون په کابل کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې بایسکلونه، موټرسایکلونه، برېښنايي او ګازۍ بخارۍ، لمریز موټر، بېټرۍ، یخچالونه، کرنیز او سپورتي وسایل، امنیتي کمرې او نور الیکترونیکي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي. دا نندارتون به نن او سبا هم دوام ولري.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې له امریکا څخه زیاته پاتې شوې وسله د تروریستانو لاس ته لوېدلې چې دا ګاونډیو هېوادونو ته خطر پېښوي. دوفل دا خبره په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه د سیمهییز امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره په کتنه کې وکړه. دوفل د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ وباله. ده په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدا کلیدي ننګونه وبلله.
واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د وروستیو هلو ځلو په اړه لیکنه خپره کړې ده او لیکي چې کله د دې ډلې د یوه مشر عبدالله عبید په مشرۍ یو ګروپ یوه ښاري بس ته په کابل کې ورپورته شو، په بس کې ناستو ښځو دستي سترګې ښکته واچولې او مخونه یې پټ کړل. ورځپاڼه لیکي چې عبدالله عبید بس ته لاس وخوځاوه چې ځي دي او ویې ویل که څوک حجاب مراعات نه کړي هغه ته اجازه نه ورکوي. امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت روانه میاشت د حجاب فرمان صادر کړ چې ښځې دې له سره تر پښو ځانونه پټ کړي. Читать дальше...
معتادې ښځې او ښځو د حقونو فعالان په ولایتونو کې د معتادینو د درملنې په اړه اندېښنه لري، دوی وايي چې په ولایتونو د معتادینو د درملنې خدمتونه کم شوي او که دا حالت دوام وکړي، نو معتادې مېرمنې به همداسې معتادې پاته شي او د کورنۍ تاوتريخوالي ښکار به شي. له دې ولايتونو څخه يو هم فراه ولات دی، هغه ولایت چې معتادین، په تېره بیا په وروستيو میاشتو کې ښځينه معتادينې پکې ډېر شوي او هغه ښځې چې تازه يې درملنه شوې وايي، په فراه ولايت کې نشه يي مواد اسانه پيدا کېږي، دوی اندېښنه لري چې داسې نه وي بېرته معتادې شي... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو ایچ او) وايي، راتلونکې میلادي میاشت به په افغانستان کې خلکو ته د کرونا وبا پر ضد واکسین ورکړل شي. ډبلیو ایچ او پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا کمپاین د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس، د کمپاین په لړ کې به له اتلس کلونو پورته ۵ ميلیون تنو ته کرونا ضد واکسین ورکړل شي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي و چې نژدې ۸ ميلیونه افغانان د کرونا پر ضد واکسین شوي دي.