Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د پلاوي ټاکل؛ زده کوونکې: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي

له هغې وروسته چې طالبانو د شپږم ټولکي نه پورته د نجونو دښوونځیو د پرانیستې لپاره د یوې اته کسیزه پلاوي د کمېټې د جوړیدو خبره کړې اوس یو شمېر زده کونکي وايي، د ښوونځیو دروازې دې ژر ترژره پرانیستل شي.


دوی ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په دې برخه کې ډيرې ژمنې وکړي خو عملي کړي نه دي.


د کابل او هرات ولایت دوه زدکونکې سحر او ملکه وايي: "له کومې ورځې چې طالبان راغلي زموږ ښوونځي تړل شوي او زه خپله د یولسم ټولکي زده کونکې یم خو خپلې ایندې ته سخته اندېښنه لرم. له طالبانو نه مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې زموږ ښوونځي خلاص کړي چې موږ خپلې ایندې ته کارو وکړو."




"زه دې د ۱۲ ټولګي زده کونکې یم، له هغې وروسته چې طالبان راغلل ښوونځي وتړل شول، سره له دې چې ډېرې ژمنې طالبانو کړې خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده اخیستې او موږ هیله لرو چې روان حالت ته د پای ټکی کېښودل شي او که داسې ونه‌شي دا د افغانستان مېرمنو لپاره د خطر زنګ دی."


د سحر او ملکې په څېر ډېری افغان نجونو د خپل راتلونکي لپاره ناهیلې شوي.


ددوی په باور که طالبان د تېر په څير خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي نه برېښي چې د ښوونځیو دروازې دې هم پرانیستل شي.


له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول په افغان مېرمنو یې د ګڼو نورو محدودیتونو ترڅنګ له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې هم وتړلې.


خو تازه د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانیستې لپاره د یوه پلاوي د جوړېدو خبره کړې.




د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني تېره ورځ یو شمېر رسنیو ته په استول شوي پېغام کې ویلي چې دغه پلاوی به اته کسه غړي ولري او مشري به یې د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم کوي.


که څه هم موږ هڅه وکړه چې ددغه پلاوي د کار او فعالیت په اړه د طالبانو حکومت د ویاندویانو تازه معلوماتو راواخلو خو دوی زموږ اړیکې راځواب نه کړې.


سره له دې طالبانو شاخوا دوه میاشتې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې دوی د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره په یوې تګلارې کار کوي خو دا لا تر اوسه روښانه نه‌شوه چې دغه تګلاره کله وروستۍ کېږي.


له شاوخوا ۸ میاشتو راهیسې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل په دننه افغانستان او بهر کې ګن شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus