Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: چمتو يو چې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره د ایران له حکومت سره همکاري وکړو

له افغانستان څخه ايران ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو په اړه د ايراني مقاماتو تر ادعا وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې دوی حاضر دي له ايران سره پر سرحدي کرښه د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه له ايران سره په ګډه د دې قاچاقو مخه ونيسي.


ايراني مقاماتو تازه له يوه بلغاريايي هيئت سره د کتنې پر مهال له افغانستان څخه ایران ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو په اړه شکايت کړی او ويلي يې دي چې دا وضعيت له ايران څخه اروپا ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو سبب شوی دی.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا مني چې دوی دا مهال د ايران او افغانستان تر منځ په ټولو سرحدي سيمو کې امنيتي پوستې نه‌لري او د نشه يي موادو مافيايي ډلې له دې فرصت څخه ناوړه ګټه اخلي.


په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادۍ راډيو ته وويل، دوی چمتو دي چې د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه له ايراني مقاماتو سره خبرې وکړي او دواړه هېوادونه دا ستونزه په ګډه حل کړي.


نوموړي ويلي: "موږ له ايران سره اوږده پوله لرو، تر اوسه لا په ځينو سيمو کې پر ګډه پوله امنيتي پوستې نه دي جوړې شوي. موږ خپلې هلې ځلې کوو چې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسو، خو بيا هم که ايران غواړي چې دې ستونزې ته د حل يوه لاره ولټوي، موږ حاضر يو چې له دوی سره ووينو، د دې موضوع په اړه خبرې ورسره وکړو، د دې ستونزې د حل لپاره يوه لاره ولټوو او په ګډه کار سره وکړو."


ايراني رسنیو راپور ورکړی چې سږکال د حمل د مياشتې له نيمايي څخه بيا د ثور د مياشتې تر پايه پورې د افغانستان او ايران پر ګډه پوله تر سل ټنه ډېر نشه يي مواد د قاچاق کولو پر مهال نيول شوي دي.


د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت او کاروبار منع کولو سره سم، د افغانستان او ايران پر ګډه پوله د نشه يي موادو د قاچاقو پېښې هم ډېرې شوي دي.


که څه هم د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت د فرمان يوه مياشت پوره کېږي او په وروستیو دوو اوونیو کې د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو ځينې کښتونه هم اړول شوي، خو په دې موده کې د نشه يي موادو جوړولو پر کارخانو باندې د عملياتو په اړه د طالبانو د حکومت له خوا هيڅ راپور نه دی خپور شوی.


د مشرانو جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی وايي چې، نشه يي مواد يوه نړیواله ستونزه ده او له دې ستونزې سره مبارزه کول د سيمې د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.


نوموړی وايي: "دا چې ګاونډي هېوادونه وايي نشه يي مواد د دوی هېوادونو ته قاچاق کېږي، دا د هغوی خپل مسئولیت دی، باید دوی په خپلو سيمو او پولو کې د قاچاقو مخه ونيسي، ځکه چې دوی د خپلو سيمو او پولو د ساتلو مسئولیت لري. طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند کړی دی، دلته نور نه کرل کېږي."


د ملګرو ملتونو يوه څېړنه چې راپور يې په ۲۰۲۰ ميلادی کال کې خپور شو وښودله چې، په افغانستان توليد شوي نشه يي مواد په سلو کې نژدې (۳۴) له ايران، په سلو کې (۱۴) له پاکستان او پاته نور يې د افغانستان د شمال لويديځو پولو له لارې نړیوالو بازارونو ته قاچاق کېږي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus