Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غور کې د ديني مدرسو لپاره د دولتي کارکوونکو يو فيصد معاش ګرځول شوی

په غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې د دولتي کاروکونکو له معاش یو فیصد د دیني مدرسو سره د مرستې لپاره ټول کړي.


په غور ولایت کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکونکي وايي، هغو ته ویل شوي چې خپل میاشتني معاش نه یو فیصد له دیني مدرسو سره مرسته وکړي.


دغو دولتي کارکونکي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه پېغام ورته د غور ولایت له سیمه ایزې ادارې لخوا په شفاهي ډول ویل شوی.


ددې دولتي ادارو یو کارکونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپل معاش یو فیصد وضع کړی که څه هم تر اوسه زما له اکونټه نه دی اخیستل شوي خو ما دا کیسه منلې ده."


د غور ولایت سیمه ایز چاروکي له دولتي کارکونکو د یو فیصد معاش ګرځول دیني مدرسو ته تاییدوي.




که څه هم دوی د راټول شویو پيسو اندازه نه وايي خو په وینا یې چې پېسې یې ټولې کړي.


د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، د دولتي کارکونکو له معاشونو د یو فیصد ګرځولو وړاندېز میاشت وړاندې د دولتي ادارو د مسولینو لخوا شوی و.


د هغه په خبره، دیني مدرسو ته له معاشه د یو فیصد پېسو ورکول جبري نه بلکه اختیاري ده.


نوموړی وايي: "په ټوله کې دا کار د یو خیره اقدام او د علماو سره په مشوره ترسره شوی، په دې کې هیڅ څوک فردي مسولیت نه لري بلکې ټول مسولیت لري."




خو په دې ولایت کې د یوې بلې دولتي ادارې کارکونکی چه نه‌غواړي نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، له معاشه د یو فیصد ګرځول اختیاري نه بلکه دوی ته ویل شوي چې باید داسې وکړي.


نوموړي ويلي: "د دفتر رییس راغی او وویل چې په جلسه کې په دې اړه پرېکړه شوې او باید دیني مدرسو سره مرسته وشي، هغه ډول چې به موږ یو وخت له سرې میاشتې سره همکاري کوله."


دغه کس وایي، ددې مسلې لپاره دوی ته مکتوب نه دی استول شوی بلکه په شفاهي ډول ورته ویل شوي.


په غور ولایت بیا یو بل دولتي کارکونکي ازادي راډیو ته په استول شوي پېغام کې ويلي چې د بد اقتصادي وضعیت له امله د یوه فیصد نه چې نیم فیصد توان هم نه لري.


ډېری دولتي کارکونکي په میاشتني ډول شاخوا ۸۰۰۰ افغانۍ معاش لري چې په دغه معاش دوی خپلې اقتصادي ستونزې هم نه‌شي حل کولای.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus