د طالبانو د حکومت له خوا د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ افغانستان سږکال له دوو میلونو تڼو زیاتو وارداتي غنمو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې سږکال په افغانستان کې سختې وچکالۍ د پخوا پرتله زیات د غنمو حاصلات کم کړي دي.
په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.
د افغانستان په لوګر ښار کې ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب او فرهنګ مینه والو د "سنځل ګل" ۱۶مه دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه کړې وه. په دې مشاعره کې پر لوګر ولایت سربېره د څنګ لوريو ولایتونو یو شمېر شاعرانو برخه اخیستې وه. ډېریو شاعرانو د افغانانو په مينځ کې د سولې او یووالي د اړتیا او د جګړې د ناخوالو په اړه جوړکړي شعرونه واورول.
د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخواه له تېرو پنځو ورځو راپدېخوا لادرکه شوی دی. علي اکبر خیرخواه ۲۴ کلن او د بامیانو ولایت دی. خیرخواه چې د صبح کابل سیمه ییزې ورځپاڼې خبریال دی، له تېرې سه شنبې راپدېخوا لادرکه شوی دی. د هغه مور لیلما ازادي راډیو ته وویل، زوی یې د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه بجې د یو راپور د جوړولو لپاره له کوره بهر ووت او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه شته. هغې زیاته کړه: "دوه بجې له کوره ووت ویل یې چې ځم راپور جوړوم او له هغه ځایه پوهنتون ته ځم، موږ ورته په... Читать дальше...
په هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې د تریاکو د یوه قاچاقبر جسد موندلی چې په مرموزه توګه وژل شوی او سوځول شوی دی. د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جان خالد ازادی رادیو ته وویل، چې د نعمت الله په نوم وژل شوی قاچاقبر له یوه انذاره پیسو سره د شاوخوا اتو ورځو راهیسې له خپله کوره لادرکه و. د سرچنې په وینا طالبانو د نوموړي جسد په سوځېدلي حالت کې موندلی دی. تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.
د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې په کابل کې د ودونو پرمختللي هوټلونه د ډېرېدو په حال کې وو او په کې ګڼ شمېر خلکو د خپلو ودونو مراسم نیول. د پلازمېنې د اوسېدونکو په منځ کې یوه مشهوره مقوله ده چې وایي: "واده یو ځل کېږي، هره هیله چې لرئ باید په کې یې پوره کړئ." د طالبانو د بیا واکمنۍ څخه مخکې، د ودونو د مراسمو یو مهم اړخ د ودونو د تالارونو انتخاب وو. د ودونو په زړه پورې، ښایسته او روښانه تالارونه د کابل د ځینو برخو د شپې لید ته نور هم رنګ او ښایست ورکوي. د طالبانو له واکمنۍ مخکې د کابل په لويو تالارونو... Читать дальше...
د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي، هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.
په سویلې ولایتونو کې د غنمو لو یا رېبل شروع شوي خو کروندګر يې له حاصلاتو خوښ نه دي. د کندهار د کرنې اداره وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۶۷ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي چې د تېر کال په پرتله د غنمو کښتونو کې زياتوالی ښيي. خو کروندګر وایي، کښتونه یې زيات د اوبو د کمښت او ناروغيو سره مخ وو، چې له امله به يې حاصلات کم وي. دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د غنمو بیې لوړي شوي دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د بلوچستان د ځنګلونو صوبایي سیکرټري دوستین جمالدیني وايي د شېراني په ځنګل د لګېدلي اور له کبله تر ۳۶ کلومیټره پورې ځنګل ځای پر ځای سوځېدلی او تباه شوی دی.
یو شمېر محصلین په افغانستان کې د استادانو له کموالي شکایت لري. د کابل پوهنتون د یوه پوهنځي د څلورم کال یو محصل وایي، د استادانو کمښت او په تدریس کې د نويو ګمارل شویو استادانو د کافي تجربې نه لرل هغه څه دي چې له زده کړو یې زړه توری کړی دی. دغه محصل چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې نوم خپور شي وایي، دوی له ستونزو، لوږې او بې وزلۍ سره سره خپلو درسونو ته حاضرېږي خو یو شمېر ستونزې لکه د استادانو کمښت او د نویو ګمارل شویو استادانو بې تجربې توب عملي موخو ته یې د رسېدو د مخنیوي لامل ګرځي. Читать дальше...
رانا ثناالله د پوښتنې راپورته کولو په توګه زياته کړه چې که عمران خان دا ځل د لاريون پرمهال د پرامنه اوسېدو تړون هم وکړي نو څوک به يې ضمانت ورکوي؟
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، په دې هېواد کې دې د مخ پر زیاتېدونکي ترهګریزو بریدونو په اړه بشپړه څېړنه وشي. په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ په مزار شریف او کابل کې وروستیو چاودونو چې په کې ملکي وګړي په نښه شول اندېښمن کړی. ښاغلي بنیټ په خپله ټویټرپاڼه په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي تروریستي بریدونو په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې. هغه لیکلي، دا او نورو بریدونه بشپړې خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري. Читать дальше...
په کندهار کې د انارګل دودیزه او کلنۍ مشاعره جوړه شوه. دغه مشاعره، چې هر کال د انار د ګلونو د غوړېدو پر مهال جوړېږي سږ کال د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د هېواد له بېلابېلو سيمو شاعران او فرهنګپالان وربلل شوي وو. که څه هم په دې مشاعره کې د تېرو کلونو خلاف انتقادي شعرونه نه و، خو یو شمېر شاعرانو د انارګل په ستاینه او دغه راز حماسي او د میني شعرونه وویل او په پاى کې یوه تمثیلي ټوټه هم نندارې ته وړاندې شوه. نور جزييات د لاندې لينک په کېکاږلو سره اورېدلى شئ:
وزيراعظم شهباز شريف ویلي چې دغه پېکج به په لسم جون وړاندې کېدونکي د راتلونکي مالي کال په بجټ کې شامل کړي.
د ننګرهار چارواکي وایي، دغلته د طالبانو پر سرپرست دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد چاودنه حقیقت نه لري. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي قریشي بدلون نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پر دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د چاودنې ګونګسې دروغ دي او په خبره یې، دا کړنه د دوی د نظام ضد کړیو او اشخاصو تبلیغات دي. تر دې وړاندې په یو شمېر ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې داسې خبرونه ورکړل شول، چې ګوندې پرون د جمعې په ورځ ننګرهار ته د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سفر پرمهال پر نوموړي چاودنه... Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې "سي پي جي" په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، ویلي دي چې طالبان باید د افغان خبریال علي اکبر خیرخواه د تري تم کېدو مسئله وڅاري او تحقیقات وکړي. دې کمېټې په ورته وخت کې له طالبانو غوښتې دي، چې د ښځینه خبریالانو په کارونو کې د خنډ رامنځته کېدو مخه ونیسي. د دې کمېټې د اسیا د برخې همغږه کوونکی سټیفن بټلر وایي، په کابل کې د خبریال علي اکبر خیرخواه او په هرات کې له خبرې غونډې څخه د خبریالې مرجان وفا ایستل هغه اندېښنې پیاوړي کوي چې د خبریالانو په برخه کې شته. د فوټو ژورناليست... Читать дальше...
پوهانو خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې د اوبو کمښت د قحطۍ لامل کېدای شي. پاکستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنې ولاړ دی د اقلیم یا اب و هوا له بدلون سره مخامخ دی. د سیند صوبې په عمرکوټ کې د بارانونو نه کېدو له وجې په تېرو درو کلونو کې د فصلونو پیداوار ۸۰ فیصده کم شوی دی. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پنجشېر د پریان ولسوالي اوسېدونکي د طالبانو له لوري د لسو ملکیانو د نیولو خبر ورکوي. په سیمې کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې طالبانو دا کسان د جمعې په ورځ ناوخته له ځانونو سره بیول. د پنجشېر امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل، چې د دوی کسان سیمې ته ورغلي وو، هلته یې پر ځینو کسانو شک درلود نو هغوی یې له ځانونو سره د ولسوالۍ مرکز ته د تحقیقاتو لپاره راوستل.
د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د مشال مرکه" کې دا ځل د بهر ميشتو پاکستانيانو د چارو وفاقي وزير ساجد حسېن توری مېلمه دی. د نوموړي تعلق له پاکستان پيپلز ګوند سره دی او درې ځله د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی. ساجد توری وايي، وفاقي حکومت پرېکړه کړې چې هغو ۲۷،۰۰۰ بهرمېشته پاکستانیانو ته پاسپورپوټه نوي کوي چې د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلي ول. ده وويل چې، د کورنیو چارو وزارت ښايي له راتلونکې اوونۍ څخه د پاسپورټونو ورکړه پیل کړي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې پر ملکي وګړو د تروریستي حملو له کبله اندېښنه څرګنده کړې. ریچارد بینیټ تېر ماښام پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان د روانو پېښو او خونړیو حملو په اړه باید خپلواک تحقیقات وشي. بینیټ په مزارشریف کې د پنجشنبې ورځې حملو ته چې په نتیجه کې یې ۱۶ ماشومان ووژل شول اشاره کړې او خپګان یې څرګند کړی. په مزارشریف کې د دې حملې مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.
د طالبانو مخالفه د ملي مقاومت په نوم جبهه په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې جبهې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلي، چې پرونۍ حمله د پنجشېر د لومړۍ حصې د ولسوالۍ په پېشغور سیمه کې شوې. خپلواکو سرچینو تردې دمه دا خبر نه دی تایید کړی او په دې اړه د طالبانو د حکومت چارواکو هم تراوسه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د سرخرود ولسوالۍ په هجرت سیمه کې د واده په مراسمو کې د ډزو پرمهال د ناوې د وژل کېدو راپورونه ردوي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي له آزادۍ راډیو سره په خبرو تایید کړه، چې د واده په مراسمو کې ډزې شوې دي خو د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یوازې درې کسان ټپیان شوي دي. زابلي د پېښې د علت په اړه څه ونه ویل، خو له دې مخکې سیمه ایزو چارواکو ویلي و، چې د پېښې عاملان تراوسه نه دي پېژندل شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د ازبکستان ولسمشر وايي، چې قرغزستان او چین د اورګاډي له یوې نوې پټلۍ سره د درې واړو هېوادونو د نښلولو لپاره یوه طرح وړاندې کړې ده. شوکت میرضایوف پرون د مې په ۲۷مه د ایروایشیا په اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې دا پروژه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې خورا زیات فرصتونه رامنځته کولای شي. تېره اونۍ د چین، قرغزستان او ازبکستان چارواکو ویلي وو، چې د دې دریو واړو هېوادونو ترمنځ د رېلګاډي د یوې لویې پروژې د رغونې چارې به د سږني کال په مني کې پېل شي.
د لیورپول او ریال مادرید لوبډلې نن شپه د اروپا د اتلانو د لیګ په پایلوبه کې د سیالۍ ډګر ته ننوځي. دا لوبه په سیمه ایز وخت د شپې په نهو بجو د پاریس د فوټبال په لوبغالي کې پیلېږي. ریال مادرید تراوسه ۱۳ ځلې او لیورپول ۶ ځلې د دې لیګ اتلولي ګټلې ده. په پام کې وه، چې د اروپا د اتلانو د لیګ پایلوبه د روسیې په سانت پیټرزبورګ ښار کې ترسره شي خو پر اوکراین د روسیې د برید وروسته دا لوبه په پاریس کې پلان شوه.
د اوکراین ولسمشر وايي، که څه هم له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره خبرو ته لېوالتیا نه لري خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید خبرې وشي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، روسیه غواړي نړیوالو ته وښيي چې خبرو ته لېوالتیا لري، په داسې حال کې چې د ده په وینا داسې نه ده. ښاغلي زیلینسکي پرون په یوه وینا کې وویل، چې په اوکراین کې د ژوند د بیا پیل لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره خبرو ته چمتو دی. هغه وویل: "ځینې مسایل شته چې باید د روسیې له ولسمشر سره خبرې پرې وشي. زه دا نه وایم چې... Читать дальше...