Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پوهنتون ځینې محصلین په افغانستان کې د استادانو له کمښت شکایت کوي

یو شمېر محصلین په افغانستان کې د استادانو له کموالي شکایت لري.


د کابل پوهنتون د یوه پوهنځي د څلورم کال یو محصل وایي، د استادانو کمښت او په تدریس کې د نويو ګمارل شویو استادانو د کافي تجربې نه لرل هغه څه دي چې له زده کړو یې زړه توری کړی دی.


دغه محصل چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې نوم خپور شي وایي، دوی له ستونزو، لوږې او بې وزلۍ سره سره خپلو درسونو ته حاضرېږي خو یو شمېر ستونزې لکه د استادانو کمښت او د نویو ګمارل شویو استادانو بې تجربې توب عملي موخو ته یې د رسېدو د مخنیوي لامل ګرځي.


هغه زیاته کړه: "موږ کافي استادان نه لرو، له نورو پوهنځیو هم چې خبر یم استادان نه لري ان ځینې مضمونونه شته چې هېڅ استاد نه لري دا دی ۲۰ فیصده ازموینې نږدې دي ان د دغو مضمونونو لومړۍ پاڼه یې هم نه ده ویلې، همدارنګه موږ هم یو مضمون لرو استاد یې چې له هماغې لومړۍ ورځ نه دی راغلی یوازې یې موږ ته د مضمون نوم لیکلی."


پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د بېلابېلو پوهنتونونو ډېری افغان استادان د هېواد پرېښودو ته اړه شوي او یا یې هم دندې پرېښي دي.




یو بل محصل هم چې نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي په درسي ساعتونو کې د استادانو له کمښته شکایت کوي.


هغه وویل: "له یده مرغه شخصاً زموږ ټولګی په اوسنیو شرایطو کې د استادانو له کمښت سره مخ دی، ډېری ورځې چې پوهنتون ته ځو یو شمېر مضمونونه مو هېڅ نه تدریسېږي د استادانو د کمښت له امله، او دا بیا د دې لامل شوې ټول محصلین له دې درکه وځورېږي او له درسونو زړه توري شي."


طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځینه او نارینه محصلینو ټولګي هم جلا کړل.


اوسمهال درې ورځې ښځینه محصلینې او درې ورځې هم نارینه محصلین د درسو د ویلو اجازه لري.






یو بل محصل هم چې نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، دا بیا د درسي ساعتونو په برخه کې د نویو ګمارل شویو د استادانو د ستونزو خبره کوي.


هغه وايي: "په ټوله کې ستونزې شته هم د درسي کیفیت په لحاظ او هم د استادانو د کمښت او درسي مېتود په لحاظ، لومړیو کې چې استادانو کم وه او اوس یې چې پر ځای نور استادان ګمارل شوي د درسي مېتود او روش په لحاظ هېڅ ستنډرډ نه دي."


د دې تشې د ډکولو مسوولیت طالبان لري، خو دا چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې کوم پلان لري او که نه هڅه مو وکړه په دې اړه د دې وزارت چارواکي وپوښتو خو له مکررو اړیکو سره یې بیا هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus