24-летнего мигранта, оскорбившего челябинок, оштрафуют и выдворят из РФ

В США раскрыли подробности об учениях НАТО в Европе

«Ее настигла карма»: отец не прилетел в США на похороны дочери. Как погибла скандальный блогер Лена Миро

Посольство в Иране: российский моряк с задержанного судна MSC Aries здоров



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2022

Новости за 21.05.2022

Mashaalradio.com 

پاکستان: په ژوبڼ کې د تودوخې څپې څاروي هم اغېزمن کړي

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې په يو ژوبڼ کې د تودوخې څپې څاروي ډېر متاثره کړي او چارواکو هلته د تودوخې بېړني حالت اعلان کړی دی. په ژوبڼ کې د څارويو له ګرمۍ څخه د ژغورلو لپاره د سړې هوا کولرونه، د واورې سانچې او نور انتظامات هم شوي دي. په مې مياشت کې په پاکستان کې د تودوخې درجه ۵۰ درجو ته رسېدلې ده. د فرانس پرېس اژانس ويډيويي راپور ګل اياز پښتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او ستنولو کمېسیون لایحه اعلان کړه

د طالبانو حکومت افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د ستنولو کمېسیون خپله لایحه اعلان کړه. له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو کمېسیون نن شنبه د مې میاشتې په ۲۱ خپله پنځلس ماده ییزه لایحه اعلان کړه. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند او د ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق د دې لایحې د لوستلو پر مهال وویل، چې چې ټول راستنېدونکو سیاسي او پوځي افغان شخصیتونو د امنیت د ټینګښت تر څنګ هغوی ته ځینې امتیازات هم ورکول کېږي.  هغه وویل: "راتلونکو کسانو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست: د "زرغون افغانستان" کرکټ جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان په خوست ولايت کې د زرغون افغانستان په نوم کرکټ سيالۍ د مې پر ۲۰مه پای ته ورسېدې. د دې سیالیو اتلولي د نجیب ځدراڼ په مشرۍ هندوکش لوبډلې په خپل نوم کړه. پایلوبې ته پر زرګونو خوستوالو سربېره د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکي هم ورغلي ول. په دې اړه د نجیب الله الوخیل چمتو کړی ویډیويي رپوټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په واکمنېدو سره ولې ډېر محدودیتونه پر ښځو او خبريالانو لګېږي؟

پر ښځو او ژورنالیستانو د طالبانو د حکومت د فشارونو په دوام کې تېره اوونۍ د تلوېزیونونو ښځینه ویندویانو ته وویل شول، چې له لوڅ مخ سره په تلوېزیونونو کې ښکاره نه شي. د ځینو کسانو په وینا د تېر کال د اګست له میاشتې، چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی تر ټولو زیات پام د ښځو محدودیت ته دی. د ښځو چارو وزارت یې منحل کړ، او د دغه وزارت ځای یې د امربالمعروف وزارت ته ورکړ چې د ځینو ښځینه فعالانو په باور د طالبانو په حکومت کې تر ټولو فعال وزارت دی خو ټول پام یې د ښځو محدودیت ته دی. له هماغه مهاله له شپږم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پیروزي لوبډله د لوګر د والیبال سیالیو اتله شوه

پیروزي لوبډلې د لوګر ولایت د والیبال سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د واليبال دغه سيالۍ چې د غويي میاشتې په ١٤مه د لوګر ولايت د مرکز او ولسواليو د ٢٦ لوبډلو ترمنځ په کلنګار ولسوالۍ کې پيل شوې وې چې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پای لوبه د کلنګار او محمد اغې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کلنګار لوبډلې ۲-۱ د محمد اغې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سیالیو کې چینې لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د غېږنیونې سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې روانه اوونۍ په کندهار کې د غېږنیونې ستره سیالۍ پیل شي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د کندهار د غېږنیونې امریت له قوله وايي، چې دغه سیالۍ به د ۹ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ وي. د دې ریاست په خبره، دغه پیلېدونکي سیالۍ د سې شنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ترسره کېږي. که څه هم ددې سیالیو د پای ته رسېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې خو هدف یې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

Pa.azadiradio.com 

ای پي ایل؛ نن ممبي او ډیلي سیالي لري

ټاکل شوې چې د هندوستان د غوره لیګ ای پي ایل سیالیو د نن ورځې لوبه د ممبي اینډینز او ډیلي کیپټلز لوبډلو ترمنځ وشي. دا لوبه د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې پیلېږي. که دیلي لوبډله د نن ورځې لوبه په لوړ توپیر وګټي ښايي د سیالیو بل پړاو ته لاره ومومي، خو ممبي لوبډلې ته يې بل پړاو ته د تګ لپاره کومه ګټه نه لري. اوسمهال د دې سیالیو د نومرو په جدول کې ګجرات تر نورو ډېرې نومرې لري او د جدول لومړی ځای يې خپل کړی دی. ورپسې راجستان رایل او دغه شان لکهنو لوبډلې دي چې په ترتیب سره دوهم او درېیم ځای يې خپل کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لیکوال عماد الدین دوران کورنۍ: دوران لا هم طالبانو سره بندی دی

د ځوان لیکوال عماد الدین دوران کورنۍ وايي، د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم نوموړی چې له طالبانو سره بندی دی نه دی ازادی شوی. عماد الدین دوران هغه افغان لیکوال او مدنی فعال چې د کورنۍ په خبره یې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو له لوري لا درکه شوی لا یې هم په اړه معلومات نه شته. د عماد ورور شهاب الفت ازادي راډیو ته وویل، نوموړی د طالبانو د استخباراتو کسانو بیولی او په اړه یې تر اوسه له دوی سره هېڅ ډول معلومات نه دی شریک کړي. هغه وویل: "زما ورور عماد الدین دوران د تېرې شنبې په ورځ د کابل له ۱۷ حوزې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تلوېزیونونو کې د مخ پټولو پرته ښځینه کارکوونکې راښکاره شوې

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیون په پرده راښکاره شوې. ​په افغانستان کې د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت د امر پر خلاف، د دې ډلې د استخباراتو په لارښوونه نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیونونو په پرده راښکاره شوې. له دوی یو شمېرو یې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ریاست ورته ویلي، له دې وروسته کولای شي چې په لوڅ مخ خپلې خپرونې مخته یوسي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د چای نړيواله ورځ: د پېښور قيصه خوانۍ کې ۱۳۰ کاله زړه چایخانه

د مې ۲۱مه د چای نړيواله ورځ ده. د دې ورځې مقصد د چای د ښه پېداوار او د استعمال په اړه پوهاوی زياتول دی. د دې ورځې په مناسبت د مشال راډيو همکار وسيم سجاد د پېښور تاريخې بازار قصه خوانۍ ته ورغلی او د ۱۳۰ کالو زړې چايخانې له مالک سره يې خبرې کړې دي.




Pa.azadiradio.com 

د لغوه کېدو سره سره د بشري حقونو کمېسیون خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي

که څه هم طالبانو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه کړ، خو دا کمېسیون وايي، له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په خپلواک ډول خپل چارې پر مخ بوځي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانانو د بشري حقونو په وضعیت د اغېز لپاره به په مسوولانه ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي. دا کمېسیون وروسته تر دې دا اعلان کوي، چې طالبانو یې تشکیل لغوه کړ او ویې ویل، بودیجه نه‌لري او تر خوا یې د دې کمېسیون د کار د دوام لپاره نوره اړتیا نه‌شته. خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه: د نجونو د زده کړو په اړه طالبان یوه خوله نه دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو یو شمېر مشران د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو باور لري، خو د دوی نظرونه لا تراوسه هم همغږي نه دي. دیبورا لاینز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بېرته پیلېدو ته هیله منه ده. نوموړې په دې اړه د طالبانو له مشرانو سره څو ځلې لیدنې کړې دي. دیبورا لاینز تازه د سی این این سره په یوه مرکه کې ویلي، هغه د یو شمېر طالب مشرانو په باور له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هیله منه کړې ده. د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کانګو جمهوریت میرمنې له کافي صابن جوړوي

په افریقایي هېواد کانګو جمهوریت کې ځینې ښځې د کافي نه صابون جوړوي. د دوی سره په دغه کاروبار کې ۱۵۰۰ ښځې کار کوي. دوی د تازه کافي دانې راټولوي او صابونونه ترې جوړوي چې خوشبو یې هم د کافي غوندې وي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د نجونو زده کړو په اړه د طالبانو نظرونه همغږي نه دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو یو شمېر مشران د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو باور لري، خو د دوی نظرونه لا تراوسه هم همغږي نه دي. د اتم ټولګې زده کوونکې مرسل، چې د ښوونځيو د بندېدو د پرېکړې دوام يې د زده کړو هیله ورځ تر بلې مړاوې کوي. هغه وايي، د طالبانو حکومت په کور پاتې کړه او په کور جبري پاتې کېدل ورته د یو بندې په څېر احساس ورکوي. مرسل وویل: "دلته کور د زندان په څېر دی، هغه ښوونځی، هغه خوبونه، هغه څه چې ما درلودل، دا ټول مې د اسلامي امارت د یوې خبرې له امله... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کسې غره کې لګېدلی اور لا هم نه دی وژل شوی، وزيراعظم د ګړنديو اقداماتو امر کړی

د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر ۲۰مه خبر ورکړی چې وزیراعظم شهباز شریف د پېښې نوټس اخیستی او د تحقیقاتو امر یې کړی دی. وزیراعظم د اور لګېدو له کبله د درو کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او متعلقه ادارو ته یې امر کړی چې د پېښې ځای ته دې سمدستي ځانونه ورسوي.

Mashaalradio.com 

وزیراعظم د ملک د اقتصاد ښه کولو لپاره له تجارانو مرسته وغوښته

شهباز شریف دا څرګندونې، د مې پر ۲۰مه، په کراچۍ کې د تاجرانو ټولنې ته کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د صبر او زغم څخه دې کار واخلي، ځکه چې د هغه په وینا حکومت لاس په کار دی او اړین اقدامات یې پیل کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان د مخکیني نظام پوروړو شرکتونو ته پاتې پیسې ورکوي

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، هغه ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه چې د تېر نظام پر مهال يې د بېلابېلو پروژو له درکه حکومت پوروړی دی د پورونو د ادا کولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ شوی. دغه وزارت تېره روځ په خپل توېټر پاڼه ولیکل، چې د وزارت چارواکو تېره ورځ د یو شمېر شرکتونو له مسوولینو سره په لیدنه کې دوی ته د پورونو د ورکړې ترڅنګ د نویو پروژو ژمنه هم ورکړې. وزارت وړاندې لیکلي، چې د پورونو له ورکړې سره به ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه پاتې پروژې هم بشپړوي. دا په داسې حال کې ده، چې د ساختماني شرکتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملابرادر په دوبۍ کې د یو شمېر لوژیستیکي شرکتونو مشرانو سره لیدلي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په دوبۍ کې د یو شمېر لوژیستیکي شرکتونو مشرانو سره لیدلي. د لومړي معاونیت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې برادر په دوبۍ کې د "څو ملیتي لوژیستکي کمپنۍ" له مشر محمد المعلم سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په برخه کې د زیاتو اسانتیاو غوښتنه کړه. د "څو ملیتي لوژیستیکي کمپنۍ" مسوولینو طالب پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او دواړو خواو په دې هوکړه کړې چې د پاتې کارنو د پرمختګ لپاره یوه کمېټه جوړه شي. د شوې هوکړې له مخې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې په ماریپول کې تر بریا وروسته د دنباس د نیولو هڅې زیاتې کړې

روسیې له نږدې یوې میاشتې جګړې وروسته د ماریپول د فولادو په فابریکه کې د بریا تر ادعا وروسته د دنباس سیمې د نیولو هڅې زیاتې کړې دي. د روسیې دفاع وزارت پرون وویل، چې د ازوفستال د فولادو په فابریکه کې وروستی اوکراینی سرتېری هم تسلیم شو. روسیه وایي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په دې سیمه کې د ټولو تسلیم شویو اوکرایني سرتېرو شمېر دوه زره څلور سوه نهه دېرشو ته رسېږي روسیې اوس په لوهانسک سیمه کې علمیات سخت کړي دي او پر ټول اوکراین د روسیې الوتکو بمبارۍ زیاتې شوي دي. نن سهار د پلازمېنې کییف په ګډون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر ښځو د طالبانو د نویو محدودیتونو هدف څه دی؟

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ویلي، د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د بحث لپاره یې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده. د طالبانو حکومت د ښځو پر سفر له محدودیت او د حجاب له جبري کولو وروسته د ټلوېزیونونو د ښځینه ویندویانو لپاره د مخ پټول جبري کړي دي. پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه به تر کله دوام وکړي او دوام یې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ کولای شي. په دې اړه احمدتکل له افغان سیاستوالې او د ښځو د حقونو له فعالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې پر ښځو د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

په غزني کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې یوځل بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. باختر خبري آژانس د غزني د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول سیداسحق صالح غزنوي له قوله خبر ورکوي چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یوبل ټپي شوی دی. په تېره کب میاشت کې د غزني ښار په قره باغي سیمه کې هم د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان ووژل او یوبل یې ټپي کړ. له غزني پرته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم په دې وروستیو کې د ناچاودو مهماتو د چاودنو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د کرومایټ د استخراج مزایده لسو شرکتونو ګټلې

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان د کرومایټ د کانونو د استخراج مزایده لسو شرکتونو ګټلې ده. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي، دي چې ۲۱۴ شرکتونو په مزایده کې ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې د دې مزایدې ګټونکي لس شرکتونه به د کندهار، زابل او لوګر له کانونو څخه کرومایټ استخراجوي. کرومایټ له اوسپنې ډکه تیږه ده، چې د ډېرو کلکو وسایلو په جوړولو کې کارول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د کرکټ جام اتلولي هندوکش لوبډلې وګټله

په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ د جام اتلولي د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله. وروستۍ پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لجنډز د لوبډلو ترمنځ پرون ترسره شوه. په پرونۍ لوبه کې پامیر لجنډز په ۳۳ اوورنو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و، چې هندوکش سټرایکرز په وروستي اوور کې ورورسېد. د زرغون افغانستان د پنځوس اووریزو لوبو ټورنمنټ د مې د میاشتې په اتمه د هندوکش سټرایکرز، پامیر لجنډز او میوند ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شو او د مې تر شلمې پورې یې دوام وکړ.

Pa.azadiradio.com 

روسیه سر له ننه فنلنډ ته د ګازو صادرات بندوي

د روسیې ګازپروم شرکت اعلان کړی، چې له نن د مې له ۲۱مې نېټې څخه به فنلنډ ته د ګاز صدور بند کړي. د فنلنډ د ګازوم شرکت اجراییه رییس مایکا ویلیانین پرون وویل، چې د روسیې د دې اقدام علت دا دی چې هلسینکي د ګاز پیسې په روسي روبل نه ورکوي. فنلنډ د روسیې پر ګازو ډېره لږه یعنې په سلو کې شاوخوا پنځه تکیه لري. روسیې له دې مخکې په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب د پلان په اړه هم خبرداری ورکړی و، او ویلي یې و، چې دا کار به ناوړه پایلې ولري.


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Самарское село вошло в топ-7 живописных мест России с полотен художников

Мощный документальный фильм про СВО

РЕН ТВ: в Тверской области студентка родила в туалете и убила сына ножницами

Программа «Время героев» откроет новые возможности для бойцов СВО

Музыкальные новости

«Радио Зенит» и СПбГУПТД подписали соглашение о сотрудничестве

SHOT: Россиянке изуродовали лицо во время неудачной блефаропластики в Азербайджане

Доходность инвестиций в недвижимость в Пскове составляет 10%

Генерал армии Виктор Золотов поздравил военнослужащих, сотрудников и ветеранов Сибирского округа Росгвардии с годовщиной создания объединения

Новости России

В Санкт-Петербурге откроется караоке-бар Григория Лепса

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье

20 организаций были представлены на ярмарке вакансий в Люберцах

Прием заявок на Russian Event Awards открыли в Подмосковье

Экология в России и мире

585*ЗОЛОТОЙ» дарит украшения за установку мобильного приложения

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24

Спорт в России и мире

Теннисистка Касаткина выразила сожаление, что у нее нет коннекта с Шараповой

Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте

Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде

Moscow.media

Япония потребовала от Google исправить ограничения в рекламе

Суд не стал менять приговор экс-главе наркоконтроля Свердловской области

Дороги к отдаленным селам Новосибирской области отремонтируют по БКД

ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Программа «Время героев» откроет новые возможности для бойцов СВО

Блогера Ивлееву оштрафовали на 50 тыс рублей за дискредитацию российской армии

В Москве скончался чемпион СССР по футболу в составе «Динамо» Аркадий Николаев

Прием заявок на Russian Event Awards открыли в Подмосковье