Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لغوه کېدو سره سره د بشري حقونو کمېسیون خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي

که څه هم طالبانو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه کړ، خو دا کمېسیون وايي، له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په خپلواک ډول خپل چارې پر مخ بوځي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانانو د بشري حقونو په وضعیت د اغېز لپاره به په مسوولانه ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.


دا کمېسیون وروسته تر دې دا اعلان کوي، چې طالبانو یې تشکیل لغوه کړ او ویې ویل، بودیجه نه‌لري او تر خوا یې د دې کمېسیون د کار د دوام لپاره نوره اړتیا نه‌شته.


خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په دې کمیسیون پر ویب سایټ او رسمي فیسبوک یوه اعلامیه خپره کړه او په کې یې لیکلي، که څه هم د افغانستان سیاسي، اقتصادي او فرهنګي بد وضعیت یې په کارونو اغېز کړی، خو دا کمېسیون به له نورو ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږي هڅه وکړي چې د بشر حقونو د سترې داعيې په برخه کې خپل ماموريت له هر ډول سیاسي ليدلوري او تګ‌لارې پرته په لا ډېر تمرکز، په خپلواک ډول له خپلو نويو کارکوونکو سره پر مخ بوځي.


د کمېسیون په اعلامیه کې زیاته شوې :"د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون به د هغو پېښو، ګډوډیو او تګ‌لارو پر وړاندې چې د هېوادوالو بشري حقونه اغېزمن او نقض کړي، رسمي، صريح او واضح دريځ ولري."




د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم په امنیتي، مدیریتي، هویتي او مالي برخو کې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم په نړیواله کچه د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو لکه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو عالي کمېشنري، د بشر حقونو د ملي بنسټونو او نورو فعالانو او مدافعانو سره په اړيکه کې دي.


که څه هم د دې کمېسیون مخکنۍ مشرې شهرزاد اکبر له دندې استعفا کړې، خو اعلامیه کې لیکل شوي، د دې کمېسیون غړو د اکثریت رایو په توافق نعیم نظري چې وړاندې د دې کمېسیون مرستیال و، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوی مشر ټاکلی دی.


خو دا لا معلومه نه ده چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون دا غړي په کابل کې دي او که له هېواده بهر وتلي دي.




موده وړاندې د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو سره مرکه کې د خپلې استعفا په اړه ویلي و، خو په افغانستان کې یې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه.


له طالبانو مو د دې کمېسیون د کار د دوام د پرېکړې په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون داسې مهال د خپل کار د دوام اعلان کوي چې د طالبانو اوسني واکمني، د بشري حقونو په نقض او تر خوا یې په نجونو او ښځو د زیاتو محدودیتونو لګولو له امله په کور دننه او نړیواله کچه تر سختو نیوکو لاندې ده.


د طالبانو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د لغوه کولو پرېکړه له سخت غبرګون سره مخ ده.




د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې مېشل باشلې دا پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او د یوه " ژور شاتګ" ګام یې بللی دی.


د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ هم دا یوه لویه ماته وبلله.




بېنټ زیاته کړې، د بشري حقونو د څارنې او دودولو لپاره یوه کورني خپلواک مېکانېزم ډېره اړتیا ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus