Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لیکوال عماد الدین دوران کورنۍ: دوران لا هم طالبانو سره بندی دی

د ځوان لیکوال عماد الدین دوران کورنۍ وايي، د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم نوموړی چې له طالبانو سره بندی دی نه دی ازادی شوی.


عماد الدین دوران هغه افغان لیکوال او مدنی فعال چې د کورنۍ په خبره یې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو له لوري لا درکه شوی لا یې هم په اړه معلومات نه شته.


د عماد ورور شهاب الفت ازادي راډیو ته وویل، نوموړی د طالبانو د استخباراتو کسانو بیولی او په اړه یې تر اوسه له دوی سره هېڅ ډول معلومات نه دی شریک کړي.


هغه وویل: "زما ورور عماد الدین دوران د تېرې شنبې په ورځ د کابل له ۱۷ حوزې د طالبانو استخباراتو بیولی دی،خو تر ننه د هغه په اړه موږ ته هېڅ معلومات نه دي راکړل شوي چې پر هغه کوم تور دی او چېرې یې بیولی، زموږ کورنۍ خورا اندېښمنه ده او ټول دوستان او کورنۍ مو ورپسې ګرځي."


الفت ادعا کوي، چې د طالبانو د استخباراتو د نوموړي له موبایل او واټس اپ څخه د هغه نورو دوستانو ته تماسونه او پیغامونه کړي او هغوی یې هم ګواښلي دي.


دی وايي، د طالبانو له لوري د عماد دوران په شان ځوانونو ځورول او بندي کول هېواد او ولس ته له زیان پرته بل هېڅ هم نه رسوي.




عمادالدین دوران ډېر ځله په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د حکومت کړنې نقدولې، خو یوازې د طالبانو کړنې نه د تېر جمهوري نظام په کړنو او چارواکو یې هم انتقادونه کول.


عمادالدین دوران له نیول کېدو مخکې په یوه لیکنه کې ویلي و، چې که طالبان خلکو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي، خلک ځوروي، وژني یې او بندیانوي یې؛ په حقیقت کې یې جګړې ته هڅوي.


د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې ښاغلی دوران د افغان پست ادارې اوسنی برحاله کارکوونکی هم دی.


د عماد ماما هدایت الله بیا ازادي راډیو ته وویل، چې طالبان له یو لوري د افغانانو د راستنولو خبرې کوي او بل لور ته په کور دننه افغانان بندیان کوي.


هغه وویل: "د طالبانو عمل او وینا انسان حیران شي،له یوې خوا لګیا دي کمېسیونونه ټاکي، نړیوالو مطبوعاتو ته وایي چې د تېر جمهوریت غړي هېواد ته ستنوو،له بلې خوا لګیا دي د دوران په شان ځوانانو څخه په کور دننه د بیان او فکر ازادي سلبوي."


هڅه مو وکړه د عماد الدین دوران د کورنۍ د ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست معلومات ولرو، د دې ریاست ویاند خلیل همراز په دې اړه ازادي راډیو ته یوازې دومره ولیکل چې "په دې اړه به معلومات وکړو."


د یادونې ده، چې طالبانو تر دې مخکې د خالد قادري په نوم یو لیکوال او خبریال هم د فېسبوک د پوسټونو په خاطر په یو کلن بند محکوم کړ.




همدارنګه یو بل افغان مدني فعال عظیم عظیمي چې د پاکستاني چارواکو پر ضد د یو لاریون د پلان کولو په تور نیول شوی لا هم د طالبانو په بند کې دی او په اړه یې هېڅ ډول معلومات نه شته.


د عظیم بندي کول د طالبانو د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز وړاندې ازادي راډیو ته تایید کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی یې د هېواد د امنیت د اخلال او پخواني حکومت دچارواکو ته د فعالیت په تور نیولی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus