د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر ۲۰مه خبر ورکړی چې وزیراعظم شهباز شریف د پېښې نوټس اخیستی او د تحقیقاتو امر یې کړی دی. وزیراعظم د اور لګېدو له کبله د درو کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او متعلقه ادارو ته یې امر کړی چې د پېښې ځای ته دې سمدستي ځانونه ورسوي.