کابل نن بیا د یو شمېر ښځو د اعتراضونو شاهد و چې د کار، ډوډۍ او ازادي شعارونه یې ورکول. یوې اعتراض کونکې ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ددوی د اعتراضونو مخه ونیوله او د څه وخت لپاره یې یو شمېر معترضانې " یرغمل کړې وې" صفي الله ستانکزي له یوې معترضې سره چې د امنیتي دلایلو له کبله نه غواړي نوم یې یاد شي د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.
یو شمېر معترضانو نن بیا هم کابل کې اعتراضي لاریون وکړ او د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه یې وکړه. له دې سره په یو وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر نن په دې هیواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضیعت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د مې پر ۲۶مه چې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان موساخېل په غونډه کې د عدم اعتماد د تحریک وړاندې کولو غږ وکړ نو یوازې ۱۱ غړي یې په حق کې ودرېدل.
د امريکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي مايکل مککاول د مشال راډیو د خبرونو له مرکزي څانګې سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، فکر نه کوي چې په امريکا کې افغانستان ته د ستنيدو لپاره لېوالتيا واوسي. مککاول له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر انتقاد وکړ او و يې ويل، بهتره به وه چې شاوخوا ۹،۰۰۰ امریکايي او افغان سرتېري په هغه هېواد کې پاتې وای. بشپړه مرکه وګورئ.
ټاکل شوې چې د مې پر ۲۷مه په پیلېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت پر اړتیا هم خبرې وشي.
افغانستان ته د تېر جمهوری نظام د امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب او پخلاینې برخې د رییس انتظار خادم تر ستنېدو ورسته، اوس له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د نورو سیاستوالو د ستنولو لپاره هم هڅې روانې دي. د تېر نظام د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب او پخلاینې برخې رییس انتظار خادم، له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون په بلنه افغانستان ته ستون شوی دی. نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې کابل ته خپل تګ تاید کړی دی. له افغاني شخصیتونو... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې د پنجاب په راولپېنډۍ ښار کې زېږېدلې، د سندرو پيل يې د پاکستان ټېلېوېژن له اسلام اباد مرکزه کړی او په وروستيو کې يې يوشمېر سندرې د پېښور په شخصي سټوډيوګانو کې جوړې کړې دي. مينه ګل وايي، پښتنو یې هنر ته درانه کتلي. دا زياتوي چې د پيسو لپاره به د خپلو سندرو پر معيار هېڅکله معامله و نه کړي. د مينې ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بينيټ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې حاکم نظام باید دغه ننګونې ومني او د حل لپاره یې بايد عملي ګامونه واخلي. ريچارډ بينيټ په دغه هېواد کې پر روان بشري او اقتصادي ناورین اندیښنه وښوده او له نړیوالو یې وغوښتل چې بشري مرستو ته دوام ورکړي. ریچارد بينيټ د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د ۱۱ ورځني سفر په پای کې خبریالانو ته وویل، د اوسنیو چارواکو اکثره تګلارې پر بشري حقونو اغېز کوي او داسې ټولنه رامنځته کوي چې په ډارولو اداره کېږي. ... Читать дальше...
د ریال مادرید روزونکی د اروپا د اتلانو په لیګ کې د تاریخي ریکارډ په لټه کې دی. ریال مادرید د اروپا د اتلانو په لیګ کې د ډېرو بریاوو په درلودلو سره پارسن جرمن، چلسي او منچسر سېټي شاته پرېښودل او په نیمه پایلوبه کې به له لېورپول سره مخامخ شي. د خبري رسنیو د راپورونو په بنسټ که ریال مادرید دا ځل د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټي، دا به څلورم ځل وي چې یاده لوبډله د روزونکي کارلو انچلوتي په روزنه کې اتلولي ګټي او نوموړی به یو مهم تاریخي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچوونې تازه ټاکل شوی روزونکی عمر ګل وايي، د خوارېکښو افغان لوبغاړو د روزنې دنده به په لیوالتیا مخکې یوسي. د افغانستان کرېکټ بورډ پرون ناوخته پر خپله وېبپاڼه کې ولیکل، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی عمرګل یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی. عمر ګل تر دې مخکې د لنډ وخت لپاره د افغان لوبډلې د روزنې دنده منلې وه خو اوس د اوږد مهال لپاره ورسره تړون شوی دی. عمر ګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له افغان لوبډلې سره له لنډمهالې دندې وروسته په لیوالتیا د اوږد مهالې دندې مسولیت مني. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او بېرته راستنولو په اړه له کام ایر هوايي شرکت سره نن، یوه هوکړه لاسلیک کړه. د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په دې اړه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په هوکړه کې راغلي، چې یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شوو شرایطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته بېرته هېواد ته راستانه کړي. Читать дальше...
په کابل کې یو شمېر مېرمنو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د دوام په غبرګون اعتراض وکړ. دغو ښځو ازادي راډیو ته وویل، دوی د مريم لېسې مخې ته راټولې شوي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام په غبرګون کې يې اعتراض کړی. د دوی شمېر شلو تنو ته رسیده. اعتراض کوونکې چې د کابل د مریم لیسې مخې ته راټولې شوې وې، شعار یې ورکوو چې "ډوډۍ او کار مې دې رانه اخیستی، درس او مشق مې مه اخله". د اعتراض یوې ګډنوالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د طالبانو... Читать дальше...
په دې غونډه کې چې دوه ورځنۍ ده، د نورو مسایلو تر څنګ به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا هم خبرې وشي. د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې به سبا د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه د یو شمېر هېوادونو د امنیت سالاکارانو تر منځ د ناستې کوربه وي. مخکې ویلی شوي وه، چې دا غونډه به پنجشنبه پیل شي خو د ازادي راډیو د تاجکې څانګې د معلوماتو له مخې دا غونډه به سبا ته جوړه شي. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی له هرې هغې ناستې چې د افغانستان په محوریت ترسره کېږي هرکلی کوي. Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا په شانګلې ضلعه کې د سکول د نشتوالي له امله ماشومان د کرایې په یو کور کې درس وايي چې ځای یې دومره کم دی چې سهارنۍ اسمبلي د نيزدي قبرونو په منځ کې کيږي. خلک له حکومته د سکول او د هغه لپاره د سمې ودانۍ غوښتنه کوي. په اړه یې د نیاز احمد خان ويډيو وګورئ.
د وزیر وکیل قادر خان د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، سرکاري وکیل د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ عدالت ته حاضر نه شو نو ځکه قاضي د ضمانت پر درخواست اورېدنه وځنډوله.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د خامو موادو په اړه په ناسته کې یې د ګمرکي معافیت یا تعرفو په اړه خبرې کړې دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ۱۵ هغه شرکتونه چې خام مواد او ماشینري واردوي، اسناد به یې وڅېړل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې ۱۵ شرکتونو د جوس، خوراکي او د وینځلو توکو او د غیرالکولي مشروباتو په برخو کې د تعرفو لپاره خپل اسناد دې وزارت ته وسپارل چې یاد اسناد د څېړلو لپاره اړوندو ریاستونو ته راجع شول.
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په دې اړه غونډه تېره ورځ د خونې په مرکزی دفتر کې جوړه شوې وه. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د ګډې خونې د ایران څانګه فعاله شوې ده خو د افغانستان څانګه لا هم نه ده جوړه شوې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي په دغه ناسته کې، ایران د افغانستان مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریزې ستونزې باید حل شي. Читать дальше...
د اوکراین په جګړه کې چې څلورمې میاشتې ته داخله شوې ده د ماسکو یو هدف دا دی چې د اوکراین ختیځ تر بشپړ کنټرول لاندې راولي. د اوکرایني ځواکونو په وینا، روسیې ځواکونه په دنباس کې له سختو ډزو وروسته د دوو ښارونو په لور ورمخته شوې دي او په زرګونو ملکیان په سیمه کې ګیر پاتې دي. په ورته وخت کې ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د نازي المان د زمانې په څېر هغه وړاندیزونه رد کړل چې ویل کېږي، اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له روسې سره منلې ده چې ځیني سیمې ورپریږدي. په ۱۹۳۸ کال کې لویدیځ نازي المان ته دغسې یو وړاندیز کړی و. Читать дальше...
په کابل او مزار شریف کې تېره ورځ ناوخته په څلورو بېلابېلو حملو کې شپاړلس تنه وژل شوي او له دېرشو ډېر ټپیان شوي دي. يادو چاودنو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ دا حملي غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواشیني ښکاره کړې ده. نوموړي پر خپل ټویټر دا حملې بزدلانه ګڼلي، ځکه په خبره یې د بې ګناه ولسي وګړو ژوند يې واخیست. د افغان مېرمنو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري بیا له طالبانو غوښتي چې د... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، هند د افغانانو د ملاتړ لپاره اساسي بشري مرستې کړي او دې برخه کې نورو کړنو ته هم لیوالتیا لري. توماس ویسټ دا خبرې له هندي چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړي دي. نوموړي پر هندي چارواکو سربېره د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي. ښاغلي ویسټ ویلي، له عبدالله... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل، چې د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۰ ټپیان شوي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر پنجشیر ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نصرالله ملکزاده دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل، چې د برادر د سفر هدف په دغه ولايت کې له سيمه ييزو او طالب پوځي چارواکو سره ليدنه وه. خو هغه نور جزیات ورنه کړل. دا په لسو ورځو کې دویم لوړپوړی طالب چارواکی دی چې پنجشیر ته سفر کوي، تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم تېره اوونۍ پنجشېر ته سفر کړی و. دغه سفرونه وروسته له هغه کېږي چې د پنجشېر په ځینو... Читать дальше...
د کاپيسا ولايت د کوهستان د لومړۍ حصې د زندان په ودانۍ نن سهار وختي وسله وال بريد شوی. د کوهستان د لومړۍ حصې د ولسوالۍ امنيې قوماندان عبدالمتين سعيد دا وسله وال بريد تاييد کړ، خو ويې ويل چې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ملي مقاومت جبهې په نامه ډلې د دغه وسله وال برید مسوولیت منلی دی. د ملي مقاومت د جبهې یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ادعا وکړه چې په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي دي. ځینو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل: " شاوخوا دوه بجې د کوهستان د حصې اول ولسوالۍ... Читать дальше...
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د مې پر ۲۵مه شپې مهال پر ټوېټر په بیان کې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف پلویانو د ښار په بلو اېریا کې ونو ته اور اچولی، ودانۍ یې زیانمنې کړې دي او پر پولیسو یې هم حملې کړې دي.
د پاکستان سیلانۍ سیمې ګلګت بلتستان ته هرکال ګڼ خلک ورځي خو د هغې سیمې اوسېدونکي وايي چې له تېرې څه مودې راهیسې ځینې سیلګر هلته د چاپیریال پاکۍ ته پام نه کوي. د دوی په وینا، حکومت هم پر دې سترګې پټې کړې دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.