د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په دې اړه غونډه تېره ورځ د خونې په مرکزی دفتر کې جوړه شوې وه.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د ګډې خونې د ایران څانګه فعاله شوې ده خو د افغانستان څانګه لا هم نه ده جوړه شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي په دغه ناسته کې، ایران د افغانستان مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریزې ستونزې باید حل شي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان - ایران د پانګونې ګډې خونې د رهبري پلاوي یو بل غړي محمد حنیف مسعودي ویلي دي چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ همغږي ډېره شي.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ په B2B، د سوداګریزو پلاوو په تګ راتګ، د نندارتونونو په جوړېدو او په ګډې پانګونې هم بحثونه وشول.