په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د مزارشريف ښار په پینځمې، ۱۰مې او ۱۳مې حوزه کې درې چاودنې شوې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل او مزار شریف کې تېر ماښام په څلورو چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د چاودنو د مرګ ژوبلو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې په مزارشریف کې یوه روغتیایي چارواکي او پولیسو، په چاودنو کې د لږ تر لږه لسو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند اصف وزیري دې اژانس ته ویلي چې بمونه د ښار په مختلفو سیمو کې په دریو مني بسونو کې ایښول شوي و چې د چاودنو په نتیجه کې یې لس تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د بلخ د روغتیا... Читать дальше...
د امريکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي مايکل مک کاول د ازادې اروپا ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، فکر نه کوي چې په امريکا کې افغانستان ته د بيرته ستنيدو لپاره لېوالتيا واوسي. مک کاول له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر پروسه انتقاد وکړ او ويې ويل، بهتره به وه چې د نهو زرو په شاوخوا کې امريکايي او افغان سرتيري په افغانستان کې پاتې وی.
د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کلچر اېنډ ټورېزم اتارټي په نوم د کلتوري او سیلګرۍ چارو د نوې ادارې يو چارواکي همايون خان د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د اداره یې له اړمنو هنرمندانو سره د مرستو لپاره پيسې لري.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایرلنډ سفیرې ویلي، چې تېر کال د طالبانو په واکمنېدو سره په ناڅاپي توګه د ازادو رسنیو لپاره فضا محدوده شوې چې تر ټولو زیات زیان په کې ښځینه خبریالانو ته اوښتی دی. وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تلوېزیونو ویاندویانویانې د خپرونو پر مهال د څېرو پټولو ته اړې کړې، په هرات ولایت کې د یوې تصویري رسنۍ کارکوونکې فاطمه له دندې ګوښه شوې ده. دا د هغې رسنیو د نوم له خپرېدو ډډه کوي، چې په کې یې دنده درلوده، خو ازادي راډیو ته یې وویل،... Читать дальше...
یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته یې خپلې د تقاعد پیسې نهدي اخیستي، دوی وایي دم ګړۍ په بد اقتصادي وضعیت کې شپې ورځې تېروي، ځکه پرته له تقاعدۍ بل کوم عاید نهلري. یو تن له نظامي متقاعدینو څخه دی، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي، خو وایي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه یې وروسته خپل تقاعد نهدی اخیستی، ۶۵ کاله عمر لري، د شپږو اولادونو لګښت په داسې حال کې وترغاړې دی، چې کار یا هم کوم بل عاید نه لري. دی وایي اوس دې ته حیران دی، چې په دې وضعیت کورنۍ ته ډوډۍ څنګه وګټم؟ نوموړی وايي... Читать дальше...
طالبان دریځ لري چې بندیزونه یې له "شرعي چوکاټ سره سم" لګولي دي. طالبانو د دې شرعي چوکاټ تشريح نه ده کړې.
د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د مې پر ۲۵مه د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ. هغه ګوند وايي، د احتجاجي لاریون موخه حکومت د نویو انتخاباتو اعلانولو ته اړ کول دي. خو حکومت وايي، د لاریون مخه نیسي او د دې لپاره یې اسلام اباد ته تلونکې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
د ځنګلونو چارو وفاقي وزیر او د وزیراعظم له خوا د شېرانیو ځنګل د اور وژنې لپاره ځانګړي استازي مولانا عبدالواسع د مې پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې پر ځنګل کې په لګېدلي اور د قابو موندلو لپاره یې د ایران د یو ځانکړې الوتکې مرسته تر لاسه کړی ده.
پاکستان تحريک انصاف د مې پر ۲۵مه حکومت د انتخاباتو اعلان ته د مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ. خو حکومت په ځواب کې وايي چې تحریک انصاف ته د لاريون اجازه نه ورکوي او قامي اسمبلۍ به تر ۲۰۲۳ز کاله پورې خپله اييني موده پوره کوي. د پنجاب او اسلام اباد پوليسو وار له مخه د تحريک انصاف د غړو او مشرانو د نيولو لړۍ پیل کړې ده. په ځینو سيمو کې د احتجاجیانو او پوليسو ترمینځ نښتې هم شوې دي. د تحريک انصاف او واکمن ګوندونو ترمینځ ترینګلتیا بیخي زیاته شوې ده چې د هېواد سياسي نظام او اقتصادي وضعيت يې له چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی. Читать дальше...
د سعودي عرب حکومت د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د یو کال لپاره د پاکستان په مرکزي بانک کې درې اربه ډالر ایښي ول او اسلام اباد ته یې د ۱،۲ اربه ډالرو تېلو د پیسو په ستنولو کې د یو کال رعایت ورکړی وو.
حکومت د مې پر ۲۴مه وویل چې تحریک انصاف ګوند ته د لاریون اجازه نه ورکوي او مخه یې نیسي. د اسلام اباد انتظامیې له فیض اباد سره نېږدې لویه لار تړلې او پر سړک یې کانټینرونه ایښي دي.
د سوات خوازه خېلې په يو شخصي سکول کې د ساينس په نندارتون کي ماشومانو د لاس جوړ کړي شيان نندارې ته وړاندې کړي دي. زده کوونکي وايي، له دې نندارتونه يې داسې ډېر څه زده کړي چې په راتلونکې کې به يې په کار ورشي.
تورنتو سټار: کاناډايۍ تورنتو سټار ورځپاڼه لیکي، اړتیا ده چې دا هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره زیاتې هڅې وکړي. د ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوي او نور فعالیتونه یې محدود شوي دي. په دوام کې لولو چې افغان ښځې له سیاسي ژونده بې برخې شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي. د تورنتو سټارپه لیکنه، د ښځو په وړاندې کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی اوهغه فعالانې چې د اعتراض غږ یې اوچت کړی، نیول شوي او شکنجه شوي دي. Читать дальше...