Итоги мини-конференции «Инвест-дизайн»

В Ярославле будут судить капитана врезавшегося в пирс теплохода

Четверых фигурантов дела о теракте в «Крокус Сити Холле» внесли в список террористов и экстремистов

Адвокат Шакро Молодого сообщил, что его выпустят через 2-3 дня

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2022

Новости за 17.05.2022

Pa.azadiradio.com 

د حج تکل؛ له غزني دويم سړی پر بايسکل حج ته روان شو

د غزني قره باغ ولسوالۍ له نور محمد څخه وروسته ددغه ولایت د اندړو ولسوالۍ بهادر خان هم پر خپل زاړه بايسکل پښه واړوله او د مکې پر لور روان شو. نوموړی د یادې ولسوالۍ د میري کلي اوسېدونکی دی، چې پنځه شپېته کاله عمر لري. هڅه مو وکړه چې له سپین ږيري بهادرخان سره خبرې وکړو، خو له نوموړي سره د ټلیفون نه درلودلو له امله بریالي نه شوو. ۲۲ کلن دوست محمد چې د بهادرخان زوی دی وايي، پلار یې د قره باغ ولسوالۍ د نورمحمد له تګ څخه اغېزمن شوي وو، ځکه خو ده هم خپل بايسکل تیار کړ، د سې شنبې ورځ سهار له کوره ووت او دغه اوږد مزل یې پیل کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آيا چادري رښتيا هم د افغاني فرهنګ برخه ده؟

د طالبانو د حکومت وروستی محدودیت چې پر افغانی ښځو یې وضع کړ، د حجاب جبري اغوستل و ، دوی چادري د حجاب د نورو ډولونو په پرتله غوره وګڼله. د ثور په اوولسمه په دې اړه د دوی د حکومت په فرمان کې چادري د افغانانو د فرهنګ یوه برخه یاده شوې ده ، خو ایا رښتیا هم همداسې ده؟ په افغانستان کې چادري څه ډول دود شوه؟ افغان فرهنګيان وایي، چې په افغانستان کې چادري د عربو د لښکرکشیو له وخت نه رواج شوه خو ځینې بیا په دې باور دي چې د انګلیسانو له لومړۍ جګړه را په دېخوا رواج شوې ده. ۲۵ کلن محمد شریف چې له دیارلس... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د موسی خيلو او شيراني په ځنګل کې لګيدلي اور د چنغوزو په زرګونو ونې سوځولي

د بلوچستان چارواکي وايي د موسی خیل او شیراني په منځ کې د شين غره په ځنګلونو کې له پينځوو ورځو راهیسې لګيدلي اور د مړ کولو لپاره بيړنۍ مرستې ته اړتيا لري.   اکثره ونې د چنغوزو دي چې د موسی خېلو او شيراني د خلکو اقتصاد ورسره تړلی دی. د اور وژنې پر چارو بوخت، د ځنګلونو د ځایي افسر عتیق خان د مې په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپل کوښښ کوي خو چې ترڅو د حکومت له لوري په بيړني ډول هيلي کاپټر ورونه ليږل شي تر هغه ښايي اور ژر مړ نه شي.  نوموړي وويل: "موږ غره ته ختلي یو او ځایي خلک هم د خپلې وسې پورې له موږ سره په اوور وژنه کې مرسته کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ولې شېرخان بندر وتاړه؟

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي دروازه شېرخان بندر، له ۱۰ ورځو راهیسې تړلی دی. په افغانستان کې په لسګونو لارۍ او تاجک موټرچلوونکي راګیر پاتې دي او خپل هېواد ته نه شي تللی. اکثر باروړونکي موټرونه له تاجکستانه د ډبرو سکاره او بوره افغانستان ته لېږدوي او له افغانستانه تاجکستان ته سمنټ وړي. خو شېرخان بندر ولې ناببره وتړل شو؟ په دې راپور کې یې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

ګاونډیو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ زیاتیدونکې ګواښ

په وروستیو کې د داعش ډلې ومنله چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان راکټونه توغولي دي. دې کار د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې د افغانستان څخه د ورپېښ امنیتي خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د افغانستان بل ګاونډي هېواد پاکستان هم پرلپسې د پاکستاني طالبانو له هغو بریدونو شکایت کوي چې د دوی په وینا له افغانستان څخه ور اوړي. وروستیو پېښو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د هغې ژمنې په اړه پوښتنې پیدا کړي چې وايي د افغانستان خاوره به د چا پر ضد کارولو ته پرې نه ږدي. ددې اونۍ په مثلث کې په همدې غږیدلي یوو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قلم لار بنسټ د کندهار په يو شمېر سيمو کې ګرځنده ښوونځي فعال کړي

د قلم لار بنسټ په زرنج موټرسایکلونو کې د ګرځندویه ښوونځي او کتابتون له لارې د کندهار په لېرې پرتو سیمو کې هغو زده‌کوونکو ته چې له زده‌کړو محروم دي، د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده. داسې مهال چې طالبانو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌ده ورکړې، د قلم لار په نوم یو ښوونیز بنسټ، له نهم ټولګي پورته د تعلیمي نصاب کتابونه یوه ګرځندویه ښوونځي او کتابتون کې چمتو کړي او د کندهار له یوې لېرې پرتې سیمې زده‌کوونکو ته په زده‌کړو ورکولو پیل کړی. د دې بنسټ مسوول مطیع‌الله ویسا ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: شمالي وزيريستان کې دوه طالب قوماندانان وژل شوي

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د سیمه ییزو طالبانو د دوو قومندانانانود وژلو خبر ورکوي. پوځ په یوه بیان کې د دغې پیښې په اړه زیات جزیات ندي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې دغه قومندانان په سیمه کې د ډزو په تبادله کې ووژل شول. د پاکستان د تحریک طالبان ډلې چې شمالي وزیرستان یې یو پخوانd قوي مرکز و، تر اوسه د پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو دوه سياسي پناه اخيستونکي ايراني وګړي نا مالوم لوري ته وړي

طالبانو د همایون زارعان او کمال خاکي په نوم دوه ایرانيان چې په افغانستان کې يې سیاسي پنا اخیستې وه په نامعلوم لوری وړي دي. د همایون زارعان په نوم د ایراني هنرمند چې له تېرو اته کلونو راهیسي يې په افغانستان کې سیاسي پناه اخیستې نږدې دوستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت زارعان او د ده بل ملګری کمال خاکي نا مالوم لوري ته وړي. د ښاغلي زارعان یو نږدي ملګري چې نه يې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د روانې اونۍ د شنبې په شپه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خېبرپښتونخوا سيکانو ژوند څنګه خوندي کېدای شي؟

په پېښور کې د دوو سيکانو تر وژل کېدو وروسته دا بحثونه راپورته شوي چې د دې مذهبي اقليت ژوند څنګه خوندي کېدلی شي. په همدې اړه د کرښې په غاړه خپرونه کې د سیکانو استازو، ديني عالمانو او چارواکو بحث لرو.

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې تر ځانمرګي بريد وروسته چينايي ښوونکو پاکستان پرېښود

د اپريل په میاشت کې پر چينايانو تر خونړۍ حملې وروسته، په کراچۍکې د چينايي ژبې ښوونکي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.  د چارواکو په وينا دا استادان د اپريل په ۲۶مه نېټه د يو بلوڅې ښځې تر ځانمرګي بريد وروسته چين ته تللي دي. په دغه حمله کې چې ذمه واري یې له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي په غاړه واخیسته، د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور مرکز درې استادان او د هغوی پاکستانی ډرايور وژل شوی وو.  د کنفیوشیس سنټر په نامه د دغه  مرکز پاکستاني مشر، ډاکټر ناصر الدين خان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو استول پیل کړل

د مې په ۱۶ مه د هند له امرتسر ښار څخه په دوه زره ټنو غنمو بار د ۴۰ ټرکونو اولنۍ قافله روانه شوه چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ځي. هند ژمنه کړې چې د روان کال تر جولايي میاشتې به ۵۰ زره ټنه غنم افغانستان ته ورکوي.




Pa.azadiradio.com 

ډیبورا لاینز له امیر خان متقي سره د ښځو پر حقونو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې ډیبورا لاینز نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ښځو د زده کړې، کار او تګ راتګ د حقونو په اړه خبرې وکړې. یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې دیبورا لاینز په دې کتنه کې دغه راز له پنجشیر څخه د ورکړل شویو راپورونه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. په ټویټ کې دغه راز ویل شوي چې د ټولشمولیت او روغې جوړې پر لورګامونه اخیستل کېږي او یوناما به له ټولو امکاناتو کار واخلي.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د شیر خان بندر د دروازې تړل کېدل تاید کړل

طالبانو حکومت تایید کړه چې د شیر خان بندر دروازه یې بنده کړې او چاته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته دا خبره د هغو راپورونو په غبرګون کې وکړه چې وایي، په لسګونو تاجک موټرچلونکو ته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې بېرته تاجکستان ته ستانه شي. ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل دوی وروسته له هغې دې پرېکړې ته اړشول، چې د تاجکستان چارواکو د افغانانو پرمخ د خپلې پولې د خلاصېدو لپاره د دوی پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ.  نوموړی وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شطرنج په نړیوالو سیالیو کې د روسي او بلاروسي لوبغالو حضور وغځول شو

د شطرنج نړیوال فدراسیون د تازه پرېکړې له مخې، د شطرنج روسي او بلاروسي لوبغاړي کولی شي د یاد فدراسیون د تازه پرېکړې له مخې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.   وړاندې تر دې تمه کېده چې د شطرنج روسي او بلاروسي لوبغاړي به د روان میلادي کال د مې میاشتې تر ۳۱ نېټې په نړیوالو ستيجونو کې د شطرنج سیالۍ کوي او له هغې وروسته به له دې سیالیو بې برخې کیږي، خو د شطرنج نړیوال فدراسیون دا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه وغځوله.   دا پرېکړه د المپیک نړیوالې کمېټې له هغې پرېکړې سره په ټکر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لغمان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لغمان ولایت په کچه د والیبال د ۲۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې سیالۍ نن د مشه خیلو د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.   د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې الوخېل لوبډله له مشه خېل لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړه او لوبه څلور د یو په وړاندې د مشه خېلو په ګټه پای ته ورسېده.   دا سیالۍ په لغمان ولایت کې د والیبال لوبې د ودې په موخه پیل شوې وې.

Pa.azadiradio.com 

کابل: د فوټسال لپاره یو شمېر لوبڅاران و روزل شول

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د فوټسال د لوبڅارۍ برخې روزنیزه دوره چې څلور ورځې مخکې د ۲۴ لوبڅارانو په ګډون پیل شوې وه، نن پای ته ورسیده. د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې په دې څلور ورځنۍ دوره کې لوبڅارانو ته په دوو عملي او نظری برخو کې د فوټسال په سیالیو کې د نویو قوانینو او اصولو په اړه روزنه ورکړل شوه.   له دې روزنیزې دورې فارغ شوي لوبڅاران کولای شي له دې وروسته د ولایتونو په کچه د فوټسال له سیالیو څارنه وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د لیکوال عمادالدین دوران ورور: طالبانو مې ورور څلور ورځې مخکې نیولی

د لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران کورنۍ وايي، څلور ورځې کېږي چې نوموړی په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی او دوی ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې اوس چېرته دی. د لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې نوموړی څلور ورځې مخکې د کابل په خیرخانې مېنې کې د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولی. د عمادالدین دوران ورور شهاب الدین الفت ازادي راډيو ته وویل: "یو څو کسان یې مخ ته درېږي او دوران له ځان سره بیايي، تره مې ترې پوښتي چې تاسې څوک یاست؟ یاد کسان ورته کارت ښيي چې موږ د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار سپین بولدک - چمن ترمنځ د ځايي کاروباریانو کار کمرنګه شوی

د کندهار سپین بولدک - چمن ترمنځ د ځايي کاروباریانو کار کمرنګه شوی. د سپین بولدک او چمن تر منځ د دروازې کاروباریان وايي، د لارې د سختېدو له امله د دوی کاروبار کمرنګه شوی دی. پر دغه دروازه له دولس زرو څخه زیات کسان په کاروبار اخته دي چې سوداګریز توکي له ماليې پرته د سرحد یو او بل لوري ته اړوي. دې کاروباریانو ته په سیمه ییزه لهجه لغړیان ویل کېږي، چې مېرمنې، کم عمره ماشومان سپین ږیري او معلول کسان هم په کې شامل دي. نور تفصیل په دې راپور کې چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د شېرخان بندر دروازه تړلې

د طالبانو د حکومت چارواکي تاییدوي، چې د شیرخان بندر دروازه یې تړلې او چاته د تېرېدو اجازه نه ورکوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد آزادي راډیو ته دا خبره د هغو راپورونو په غبرګون کې وکړه چې وایي، څو تاجک موټر چلونکو ته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې بېرته تاجکستان ته ستانه شي. مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی وروسته له هغې دې پرېکړې ته اړشول، چې د تاجکستان چارواکو د افغانانو پرمخ د خپلې پولې د خلاصېدو لپاره د دوی پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړ. هغه زیاته کړه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په صوابۍ کې د تحريک انصاف جلسه

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې د مې په ۱۶مه د تحريک انصاف جلسه وشوه. په دې جلسه کې د دغه ګوند مشر عمران خان يو ځل بیا تور پورې کړ چې دی د امريکې د سازش له مخې له وزيراعظمۍ ليرې شوی دی. امريکا دا تور بې بنياده بللی. د جلسې ويډيو راپور دلته وګورۍ.

Pa.azadiradio.com 

ایران په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي

ایران په هرات ولایت کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي. په هرات ولایت کې د ایران سر کنسول د طالبانو حکومت له والي سره په لیدنه کې ویلي دي، ایران په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان له سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو یو نندارتون جوړ کړي. د ایران مهر خبري اژانس په هرات کې د ایران د سرکنسول له خولې لیکلي دي، چې په دې نندارتون کې به افغانستان ته د ایران د صادرو شویو توکو ترڅنګ د افغانستان کورني تولیدات هم نندارې ته وړاندې شي. د طالبانو د هرات والي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د زیتونو حاصلاتو کچه ۱۰۸۶ ټنو ته رسېدلې

د ننګرهار ولایت په کانال کې د زیتونو د حاصلاتو کچه په روان لمریز کال کې ۱۰۸۶ ټنو ته رسېدلې ده. د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ویاند سید همایون غریب مل نن ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د زیتونو عواید ۶۳ میلیونه افغانیو ته ورسېږي. ښاغلی غریب مل وایي، له دې زیتونو ۱۲۲ زره لیتره تېل او ۳۱ زره بوتله اچار تولید شوی دی. که څه هم ښاغلي غریب مل د تېر کال د زیتونو د حاصلاتو د کچې په اړه جزیات ورنه کړل، خو وايي چې سږ کال د زیتونو حاصل د تېر کال په پرتله ډېر دي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو سره خبرو لپاره د اى ايس آى مخکينى مشر کابل ته رسېدلى

د پاکستان ځینې اوسني او پخواني چارواکي افغانستان کې له پاکستاني طالبانو سره مذاکرې کوي.  راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ او پوځي استخباراتو ادارې يا اى ايس آى چارواکي په کابل کې دي، چې د پاکستاني طالبانو د ډلې ټي ټي پي له ځینو غړو سره د اوربند او روغې جوړې پر یوه موافقه سلا وکړي. ځینو سرچینو د سي اين اين شبکې نيوز 18 ته ویلي، د پاکستان دغه چارواکي له تېرې چهارشنبې په کابل کې دي او د طالبانو حقاني شبکه په دغو خبرو کې د منځګړې رول لري. د پاکستاني طالبانو ډله چې تر چتر لاندې یې ځینې نورې افراطي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ له ماریپول خپل بند سرتېري باسي

د اوکراین پوځ له بندري ښار ماریپول څخه هغه وروستي سرتېري باسي چې د فولادو په ازوف فابریکه کې تر اوسه بند پاتې دي او د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي. د اوکراین پوځ وایي، پر دې کار کوي چې د فولادو له ازوف فابریکې څخه خپل پاتې سرتېري راوباسي، له هغه ځایه چې د محاصره شوي ماریپول ښار وروستی قوي سنګر بلل کېږي. د ازوف سمندرګي په غاړه پروت دغه ستراتیژیک بندري ښار چې روسي ځواکونو له میاشتو راهیسې محاصره کړی، د بریدونو په نتیجه کې په یوه کنډواله بدل شوی دی. پر دې ښار د بریدونو په نتیجه کې دغه راز په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې چاودنې يوه ښځه وژلې او ۱۶ یې زخميان کړي

په پاکستان کې چارواکي وايي د  مې په ۱۶مه، د کراچۍ  په کهارادر سيمه کې تېر ماښام یوې چاودنې يوه ښځه وژلې او ۱۶ کسان یې ژوبل کړي دي. د کراچۍ د جنوبي زون د پوليسو مشر شرجيل کهرل د مې په ۱۶مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې د لورسنیو سره په خبرو کې وويل چې ابتدايي معلومات ښيي چې دا چاودنه په موټر سايکل کې  د ځای پر ځای شوو  چاودیدونکو موادو د لارې شوې ده. د کهرل په خبره د دې هدف په سیمه کې تیریدونکي د پوليسو یو ګاډی وو.    د کراچۍ د سيول روغتون د ټراما مرکز مشر، ډاکټر صابر ميمن خبریالانو ته ويلي... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Три школьницы из Жуковского выиграли на всероссийской олимпиаде по МХК

Калининградского журналиста Михаила Фельдмана приговорили к двум годам колонии за публикацию и репост в соцсетях

Ким Чен Ын - наш: Россия заблокировала в СБ ООН резолюцию США о работе комитета по КНДР

Четверых фигурантов дела о теракте в «Крокус Сити Холле» внесли в список террористов и экстремистов

Музыкальные новости

Зампред Мосгордумы Андрей Медведев призвал привлечь к ответственности азербайджанского миллиардера, владельца «Крокуса» Араза Агаларова

Умер пермский художник, нарисовавший президента Путина с мячом

Сергей Собянин: Улучшаем связи между районами

Преподаватель ХГУ Валентина Тугужекова подготовила более 40 учёных

Новости России

Адвокат Шакро Молодого сообщил, что его выпустят через 2-3 дня

Три школьницы из Жуковского выиграли на всероссийской олимпиаде по МХК

Калининградского журналиста Михаила Фельдмана приговорили к двум годам колонии за публикацию и репост в соцсетях

Ким Чен Ын - наш: Россия заблокировала в СБ ООН резолюцию США о работе комитета по КНДР

Экология в России и мире

Я – фартовая! Слушательница ENERGY отправилась в Мексику на выступление Джареда Лето

Крупный российских туроператор сделал заявление о турах в Таиланд на лето-2024

Грязная азербайджанская пропаганда на трагедии россиян

Jean Paul Gaultier весна-лето 2024

Спорт в России и мире

WTA отреагировала на битву Елены Рыбакиной с топовой теннисисткой за полуфинал турнира в Майами

Хачанов победил Черундоло и пробился в 1/8 финала турнира ATP в Майами

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер

Россиянка покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем

Moscow.media

«Байкал Сервис» запустил выгодный коробочный прайс для поставщиков Вайлдберриз

В Петербурге перекрыли канал нелегальной миграции

Российская компания ЭНКОСТ выходит на рынок Казахстана

В Петровске пенсионерка погибла на пожаре











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Россия заблокировала в Совбезе ООН резолюцию США о работе комитета по КНДР

Еще одному ребенку из числа детей-сирот вручили сертификат на квартиру в Клину

Ким Чен Ын - наш: Россия заблокировала в СБ ООН резолюцию США о работе комитета по КНДР

Жилой квартал с хоккейным центром будет построен на участке бывшей промзоны «Грайвороново»