د طالبانو د حکومت وروستی محدودیت چې پر افغانی ښځو یې وضع کړ، د حجاب جبري اغوستل و ، دوی چادري د حجاب د نورو ډولونو په پرتله غوره وګڼله.
د ثور په اوولسمه په دې اړه د دوی د حکومت په فرمان کې چادري د افغانانو د فرهنګ یوه برخه یاده شوې ده ، خو ایا رښتیا هم همداسې ده؟ په افغانستان کې چادري څه ډول دود شوه؟
افغان فرهنګيان وایي، چې په افغانستان کې چادري د عربو د لښکرکشیو له وخت نه رواج شوه خو ځینې بیا په دې باور دي چې د انګلیسانو له لومړۍ جګړه را په دېخوا رواج شوې ده.
۲۵ کلن محمد شریف چې له دیارلس کلنۍ را په دې خوا د کابل په منډوي کې د چادرۍ خرڅولو دکان لري وايي، پخوا به چادرۍ په کابل کې جوړېدلې خو دا چې اوس یې په سر کول جبري شول او خلک یې ډېرې اخلي نو له چین او هند څخه هم افغانستان واردیږي.
نوموړی وايي: "چادرۍ به مخکې په کابل کې جوړېدلې خو نن سبا چې طالبانو حجاب جبري کړ او اخیستونکي یې زیات شول له همدې امله له هند او چین څخه هم افغانستان ته راوړل کیږي، پخوا د یوې چادري قېمت ۷۰۰/ ۸۰۰ افغانۍ و خو اوس ۱۵۰۰/ ۱۷۰۰ ته لوړ شوی دی."
محمد شریف زیاتوي، چادري له درې برخو څخه جوړه ده ، خولۍ، لمن او د اخرې برخې پراوېز.
دی وايي، چادري ۱۲ رنګه لري چې نیلي او زېړې یې د نجونو او مXرمنو تر منځ ډېرې دود دي.
د غويي پر ۱۷ نېټه د طالبانو لخوا د حجاب د جبري کولو له فرمان څخه وروسته د چادرۍ اوحجاب کلمې تر بل هر وخته زیاته د خلکو تر منځ یادیږي، طالبانو په یاد فرمان کې چادري د ځان پوښلو ښه ډول او د افغانانو د فرهنګ د یوې برخې په نوم یاده کړې ده خو ایا رښتیا هم همداسې ده؟
برقع عربي کلیمه ده چې د نقاب معنا ورکوي، خو چادري بیا فارسي دري کلیمه ده، چې ښځې د چادري له جالۍ څخه لاره ویني او نور بدن یې پوښلی وي، په افغانستان کې د چادري د پیدایښت دقیقه نېټه معلومه نهده.
لیکوال شاعر او د فرهنګي مسایلو څېړونکی علم ګل سحر وایي، چې چادري د افغانانو د فرهنګ برخه نهده.
نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د چادرۍ دودېدل دقیقه نېټه نهلري، خو داسې ویل کېږي چې د عربو له لښکر کشۍ څخه وروسته په افغانستان کې دود شوه.
نوموړی وايي: "دا یو څرګنده خبره ده، چې چادري د افغان مېرمنو دود نهدی او نه هم تاریخي بنسټ لري، په تېرو وختونو کې په هند او پاکستان کې کارېدله، پخوا د دربار مېرمنو د دې له پاره چې څېرې یې ښکاره نهشي، چادرۍ یې پر سر کولې، خو په افغانستان کې د عربو له لښکر کشۍ وروسته رواج شوې."
خو افغان لیکوال او فرهنګپال احمد شاه وردګ بیا وايي، چې چادري له بریتانوي هند څخه افغانستان ته رالېږدول شوې ده.
د نوموړي په خبره، چې افغان مېرمنو له پخوا وختونو څخه پوړني یا ټکري پر سرولو او چادري زموږ د فرهنګ زېږنده نهده.
ښاغلی وردګ وايي: "چادري په افغانستان کې اوږده مخینه نه لري، له هندوستان او پاکستان څخه رالېږدول شوې ده، د یادو هېوادونو یو شمېر مسلمانو مېرمنو به پر سر کولې، اوس په هند او پاکستان کې ډېرې کمې لیدل کیږي، خو افغانستان کې د جمهوریت پر وخت کې هم په کلیو او بانډو کې کارېدلې، ځینې په دې باور دي چې د انګلیسانو په لومړۍ جګړه کې چې ۱۸۳۹ / ۱۸۴۲کلونو ترمنځ وه، چادري له انګلیسانو څخه د افغان مېرمنو د مخ پټولو له پاره رواج شوه."
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د شاه امان الله خان مېرمن ملکه ثریا لومړنۍ ښځه وه چې د خلکو مخکې لوڅ مخ ښکاره شوه ، شاه امان الله خان غوښتل چې له خپلې مېرمنې څخه راپیل ټولې افغان ښځې بې چادرۍ لوڅ مخ وګرځي.
د امان الله خان له واکمنۍ څخه وروسته تر نویمې میلادي لسېزې چې مجاهدین لا واک ته نه و رسېدلي او کورنۍ جګړې نه وې پیل شوې، اکثره مېرمنو چادرۍ نه پر سر کولې؛ کله چې مجاهدین قدرت ته ورسېدل ورپسې چې بیا طالبانو حکومت اعلان کړ، چادري او حجاب جبري شول.
په تېرو شلو کلونو کې بیا مېرمنې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ خپلو مدني حقونو ته ورسېدلې او چادرۍ یې لرې کړې.
افغان لیکواله او ژورنالېسته اوږۍ امېل وایي، چې چادري په افغان مېرمنو باندې په زور او جبر سره پر سر کیږي.
نوموړې وايي: "طالبان په زور او جبر سره په مېرمنو چادري په سر کوي، د امان الله خان له وخت نه مخکې به ښځو چادري کارولې، خو ورو - ورو يې دود کم بلاخره ورک شو. د طالبانو په اول ځل راتګ سره بيا پيدا شوې، تېرو شلو کلونو کې دومره نه ترسترګو کېدلې، خو د طالبانو په دوهم ځل راتګ سره بيا جبري شوې. اوس نو بايد په تمه شوو چې د چادري دوران کله ختميږي؟"
د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره، افغان مېرمنې یو ځل بیا دې ته اړې شوې چې حجاب یا چادري وکړي، په تېره بیا کله چې د طالبانو مشر ملا هبیت الله اخوند زاده د امر باالمعروف و نهي عني المنکر وزارت ته دنده وسپارله چې حجاب دې پر ټولو افغان مېرمنو عملي کړي، د حجاب او چادري پر سرول جبري شول، هغه کار چې له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونو سره مخ شو.