د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې افغان کمانډو په نوم مشهور یو کډوال له اتو کلونو راهیسې د سوک وهنې، جېماسټېک او نورو ورته لوبو یا مارشل ارټس اکاډمي چلوي. د ده اصلي نوم حلیم الله دی او وايي، سلګونه لوبغاړي یې روزلي دي خو خپله د پاکستان شهریت او اسنادو نه لرلو له وجې په نړیوالو سیالیو کې برخه نه شي اخیستای. دی وايي، پخوا به یې په دېره کې لوبې کولې او بیا یې اکاډمي پرانیسته خو ودانۍ ته د زیان رسېدو مخنیوي له وجې اوس د سیند غاړې ته ورځي. زموږ د همکار وسیم سجاد ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون د تېر حکومت د یو شمېر نورو مهمو بنسټونو اداري شکیلات لغوه کړي دي. د طالبانو له لوري د بشري د حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون د تېر حکومت د یو شمېر مهمو بنسټونو د اداري تشکیلاتو د لغوه کولو پرېکړې د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ اندېښمن کړی دی. د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل، چې طالبانو په خپلې دې پرېکړې سره وښوده چې د بشر حقونو نړیوالو قوانینو ته هېڅ ډول درناوی نه لري. بار وايي... Читать дальше...
په ارزګان ولايت کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا يونېسف مسوولینو له لوري یو شمېر ښوونځیو او مدرسو سره د بېلابېلو توکو مرسته وکړه. په ارزګان کې د يونېسف ولايتي مسوول ډاکټر فواد په دې اړه وویل: "۴۰ د پاکو اوبو رسولو کوچني شبکې، د لاس مينځلو صابونونه، المارۍ، د ټيټې دورې زده کوونکو لپاره درسي مواد، ۱۸۰۰ بوتله ميکروب ضد مايع دي چې دا د مدرسو او محلي ټولګیو لپاره دي او دغه راز په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د ۴۲ نورو ښوونځيو ته ۸۴ دانې د اوبو ذخيره کولو ۱۵۰۰ سوه لیره ټانکۍ... Читать дальше...
په کونړ کې چارواکي وايي، سږ کال د شفتالو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ چارو سرپرست رئیس مولوي عزت الله هدایت د شفتالو د جوړو بڼونو او ترې لاسه کېدونکي حاصل په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: «په کونړ کې پر زر جریبه ځمکه باندې د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې پر شپږ سوه جریبه ولاړو باغونه پر حاصل راغلي او ۹۰۰ ټنه حاصل يي ورکړی دی. دا ښه خبر دی او په راتلونکو کلونو کې به دا حاصلات او ترې ترلاسه کېدونکي حاصلات څو برابره زیات شي.» په تېرو دوو لسیزو کې په کونړ کې پر زرګونه جریبه... Читать дальше...
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، حکومت یې اوس امریکا خپل دښمن نه ګڼي او له دې هېواد او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه دا څرګندونې د امریکایي سي ان ان ټلویزیون د خبریالې کریستینا امانپور د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او زیاته یې کړه، غواړي دا خبره واضح کړي چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په یوه دفاعي وضعیت کې وو او کله یې چې په دوحه کې له امریکا سره موافقه وکړه نو پرېکړه یې وکړه چې نور به په دې اړه خبرې خبرې نه کوي. حقاني زیاته کړه، دوی غواړي... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون پنځه مهم ارګانونه او ادارې لغوه کړي او یوه چارواکي یې ویلي چې مالي ستونزو ته په پام دغو ادارو ته نوره اړتیا نه شته. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني رویترز خبري آژانس ته وویل چې دغو ادارو ته نوره اړتیا نه وه او دوی د نوي کال په مالي بودجه کې نه دي شامل کړي. د نویو لغوه شویو ارګانونو په ډله کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا چې مشري یې عبدالله عبدالله کوله هم شامله ده. په یوه مکتوب کې چې د افغانستان د... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږي کونکې ادارې یا اوچا مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن د افغان نجونو او ښځو پر زده کړې ټینګار وکړ او هغه یې د بشري حقونو یوه موضوع وبلله. مېرمن کارلسن پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې وویل، چې د نن ورځې د ښوونځي نجونې زده کونکې او د پوهنتون محصلانې د سبا ورځې ډاکترانې، نرسانې، ښوونکې او انجینرانې دي. هغې ویلي، چې د ثانوي او له هغې وروسته زده کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی د بشري حقونو یوه موضوع ده او هم د ټولو افغانانو د راتلونکې لپاره یوه جدي اړتیا ده. ... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام په هرات، کاپیسا، بامیان او فاریاب ولایتونو کې زرګونه بې وزله کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي. دې پروګرام په خپله ټویټرپاڼه کې په څو ټویټونو کې ویلي، چې په هرات کې یې له زرو کورنیو سره نغدي مرستې کړي. د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ یې له ۶۲۰۰ کورنیو سره او په بامیان ولایت کې یې له پنځوسو هغو کورنیو سره چې وروستیو سېلابونو ورته زیانونو رسولي د خوړو مرستې کړي. د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې هم ۵۴۳۰ کورنیو ته خواړه رسولي دي. په عین حال کې دغه راز د افغانستان... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وایي، زړې وسپنې او نور فلزات نه پرېږدي چې بهر ته انتقال شي. په دې اړه پرون د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د مخکینۍ پرېکړې پرعملي کېدو ټینګار وشو او وویل شول چې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې به زړې وسپنې او نور فلزات له سوداګرو د بازار په ورځنۍ بیه اخلي او دغه خام مواد به په هېڅ وجه بهر ته نه انتقالېږي. دغه کمېسیون د ځینو نورو پرېکړو ترڅنګ دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارله، چې د وردګو د... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د پولې ساتنې اداره د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دې ټولنې ته د ورغلو ناقانونه کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي. وارسا میشتې د پولې ساتنې ادارې، فرونتیکس پرون دوشنبې وویل، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د ۵۷ زره او اته سوه ناقانونه کډوالو دوسیې ثبت کړي چې دا د تېرکال د همدۍ مودې په پرتله په سلو کې ۶۹ زیاتوالی ښیي. دغې ادارې ویلي، چې په اوکراین کې د جګړې له امله کډوال شوي خلک په دغو شمېرو کې نه دي شامل. فرونتیکس ویلي، له ۲۷ زره زیات کسان د لویدیځ... Читать дальше...
له فنلنډ وروسته سویډن هم وویل چې غواړي د ناټو غړی شي. پر اوکراین د روسیې یرغل ته پام سویډن هم له فنلنډ سره یوځای شو او پرېکړه یې وکړه، چې له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره به دې تړون ته خپل غوښتنلیک وړاندې کړي. د سویډن صدراعظمې مګدالینا اندرسون پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، چې دا دواړه هېوادونه ناپیلی موقف پای ته رسوي حکومت یې پرېکړه وکړه چې په ناټو کې د سویډن سفیر به دې سازمان ته خبر ورکوي چې سویډن غواړي چې د ناټو غړی شي. نوموړې زیاته کړه: "روسیې ویلي چې که موږ د ناټو غړي شو نو به په مقابل... Читать дальше...
ګارډین: برتانوي ورځپاڼې ګارډین پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونو ته پام کړی دی. په مقاله کې راغلي، چې ډېرى افغان مېرمنې له دندو بې برخې شوې؟ د بېلګې په توګه لیکوال ویلي، چې له دولتي کارکوونکو نیولې تر ښوونکو، ډاکټرانو، خبریالانو او سوداګرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د ګارډین په وینا د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې د دوی د دندو له لاسه ورکول ښايي د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان ورسوي. په افغانستان کې د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو راهیسې تر نهو میاشتو زیاتې وشوې. Читать дальше...
له افغانستان سره د هند د غنمو د مرستو په دوام پرون دوشنبې په غنمو بار په لسګونو لارۍ د هند له پنجاب ایالت څخه افغانستان ته روانې شوې. له افغانستان سره د هند د غنمو دغه نوې مرسته د پاکستان له لارې دې هېواد ته لېږدول کېږي. د امرتسر ښار د ګمرک کمېشنر راهول ننګارې د دغو مرستو په اړه رویترز خبري آژانس ته وویل: "نن څلویښت لارۍ افغانستان ته ځي. په دغو ۴۰ لاریو کې ټولټال شاوخوا دوه زره تڼه غنم دي." هند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې چې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. Читать дальше...
د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړیو د افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه وښوده او له دې هېواد سره یې د خپلو پولو د امنیت د لا ټینګېدو لپاره د تیاریو خبر ورکړ. د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو پرېکړه وکړه، چې له افغانستان او نورو هېوادونو سره به د پولو امنیت ټینګوي. د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې په هغې اعلامیه کې چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو پرون د مسکو د سرمشريزې په پای کې خپره کړې ویل شوي، چې په افغانستان او نورو ځایونو کې خطرناکه وضعیت ته په پام دا سازمان... Читать дальше...