په خوست کې هغه کسان چې د تلاسیمیا په ناروغۍ اخته ماشومان او ناروغان لري، له حکومتي ادارو او د روغتیا د برخې له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د دوی د ناروغانو په درملنه کې دې مرسته وکړي. ناروغ لرونکو خپلې غوښتنې د يکشنبې په ورځ د تلاسیمیا د نړیوالې ورځې د نمانځنې په پار د جوړې شوې غونډې په څنډه کې مشال راډيو ته وکړې. په خوست کې په دې اړه غونډه د نور د تلاسیمیا خیریه بنسټ لخوا رابلل شوې وه. د یاد بنسټ مشر ډاکټر محمدنور ځدراڼ وویل، د دې ورځې د نمانځنې موخه داده چې له یوې خوا دې ناروغانو ته د خلکو... Читать дальше...
په دایکندي ولایت کې د کېک بوکسېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې. د دې ولایت ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ ۲ ورځې مخکې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې. یادې ادارې لیکلي دي، چې په دې سیالیو کې د مرکز نیلي ترڅنګ د شهرستان، اشترلي او خدیر ولسوالیو ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې په پای کې یې دریو لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې. د دې سیالیو د کېدو هدف په دایکندي ولایت کې د کېک بوکسېنګ ورزش وده ښودل شوې ده.
د بوډیالۍ لوبډله د ننګرهار د والیبال سیالیو اتله شوه. د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي، په دې سیالیو کې ۲۸ لوبډلو ګډون کړی وو چې تېره ورځ ناوخته د بوډیالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دې سیالیو په پایلوبه کې بوډیالۍ او د مملې ځوانانو لوبډلې سره مخامخ شوې چې د ۳ -۲ پایلې سره د بوډیالۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. د دې سیالیو د کېدو هدف والیبال لوبې ته د ځوانانو تشویقول او ولایتي لوبو ته د لوبغاړو تیاری ښودل شوی.
د طالبانو حکومت وايي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي، چې په کې ویل شوي، د افغانستان له خاورې پر تاجکستان توغندي ویشتل شوي دي. افغان اسلامي اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرون شنبه یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي. د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: "د دغسې جنایت مخه نیول شوې ده. په بدخشان کې زموږ مسوولان هڅه کوي چې د دې حملې... Читать дальше...
په داسې حال کې، چې د طالبانو د واکمنېدو ۹ میاشتې په پوره کېدو دي خو لا هم یو شمېر افغانان وايي، د بانکونو فعالیتونه عادي شوي نه دي. د خصوصي بانکونو یو شمېر ګډونوال وايي، اوس هم د پيسو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي. له بلې خوا بیا د افغانستان سوداګرۍ او پانګونه خونې چارواکي وايي، چې د بانکونو فعالیت عادي شوی. د کابل ښار اوسیدونکی عبیدالله عبیدي، چې په یو خصوصي بانک کې اکونټ لري وايي، سره له دې چې طالبانو د بانکي نظام د عادي کېدو ژمنې کړې وې، خو لاهم د بانکونو ګډونوال د پيسو په اخیستلو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
د حجاب د جبري عملي کېدو د طرحې په وړاندې په افغانستان کې دننه زیات شمېر مېرمنو غبرګونونه ښودلي دي. اتلس کلنه طیبه د کورنۍ یواځينۍ نفقه پیدا کوونکې ده وايي پلار يې خیاط او مور يې د دولت کارمنده وه خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې يې کار او دنده ختمه شوې او دا اړه شوې چې په یو خصوصي ښوونځي د ښوونکې دنده واخلي. طیبه وايي د حجاب د جبري مراعت کولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې سخته اندېښمنه کړې ده. نوموړې وايي:"زه په یو شخصي ښوونځي کې ښوونکې یم، د کور لګښتونه راله غاړې دي، باید... Читать дальше...
يو شمېر خلک وايي، د روسیې او اوکراین او په افغانستان کې د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ جګړو د خوراکي توکو پر بیو اغېز کړی، چې د افغانستان بازارونه هم ترې بچ نه دي پاتې شوي. پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو ورسته په تېرو اتو میاشتو کې په دغه هېواد کې، د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې مخ په لوړیدو دي. له دې وړاندې افغان سوداګرو د اوکراین او روسیې جګړه د بیو د لوړ والي اصلي لاملونه په ګوته کړي و. خو اوس د کابل ښار اوسیدونکي وايي، د افغانستان په شمال کې ورستۍ جګړه ښايي دغه بیې نورې هم لوړې کړي. Читать дальше...
د اسلامي دولت ډلې، یا داعش ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان ځینې توغندي ویشتلي دي. افغان اسلامي اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی، چې داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرون شنبه یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي. خو تاجکستان په یوه اعلامیه کې وویل، دا توغندي نه، بلکې مرمۍ وې چې د طالبانو او داعش ترمنځ د وسلوالې شخړې پر مهال په تصادفي ډول د تاجکستان لوري ته ویشتل شوي دي. د تاجکستان د ملي امنیت د سرحدي پوځیانو دولتي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې چارواکو د طالبانو پر اقدام اندېښنې ښوولي او انتقاد یې کړی دی.
د اوکراین په کلابند شوي ښار ماریوپول کې وروستي دفاع - کوونکي د روسي یرغل کوونکو له سختې خونړۍ مقابلې سره مخامخ دي. روسي ځواکونه هڅه کوي، د بریا د ورځې په درشل کې چې سبا د مې میاشتې پر نهمه لمانځل کېږي، په اوکراین کې یوه سمبولیکه بریا خپله کړي. ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر نن د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G7) رهبرانو ته په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه بحث وکړي. د اوکراین په کلابند شوي ښار ماریوپول کې وروستي دفاع - کوونکي د روسي ځواکونو له سختې خونړۍ مقابلې سره مخامخ دي. د دواړو هېوادونو چارواکي... Читать дальше...
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې سږ کال د ګلابو حاصل ۲۰ سلنه ډېر شوی دی. د دې وزارت ویاند ملا مستعین عمري ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پېغام کې ویلي دي، دا ګلاب په اچین، سپین غر او دره نور ولسوالیو کې کرل شوي دي. نوموړی وايي، سږ کال له ۵۰۰ جریبه په ډېره ځمکه کې ګلاب کرل شوي چې ۲۵۰ ټنه ګلاب به تولید کړي. که څه هم ښاغلي عمري د تېر کال د ارقامو په اړه څه و نه ویل خو په خپل پېغام کې یې ویلي دي چې سږ کال د ګلابو تولید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په پېغام... Читать дальше...
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند ازادي راډيو ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا اقدام دوی د مالي او بانکي خدمتونو د ښه توب په هدف کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څېرې یا پلستر شوي وي، شکل یې له منځه تللی وي یا هم په یو ډول خراب شوي وي او هغه ډالر چې امنیتي علامې یې خرابې شوې او د چېک کولو په وخت کې یې د شمېر ماشین زېګنال ورکړي، د افغانستان بانک ته نور د منلو وړ نه دي. خو د ډالرو هغه نوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ څخه وروسته دی، که څه هم... Читать дальше...
د اسلامي دولت ډلې، یا داعش ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان ځینې توغندي ویشتلي دي. دغه راپور د تاجکستان یا هم د طالبانو د چارواکو له خوا سم دلاسه رسماً نه دی تایید شوی. افغان اسلامي اژانس نن یکشنبه راپور ورکړی، چې داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرون شنبه یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي. د افغانستان ځینو نورو رسنیو د نامعلومو سرچینو په وینا راپور ورکړی، چې ویلي یې دي دا توغندي د تاجکستان خاورې ته توغول شوي دي. Читать дальше...
په سمنګان کې د طالبانو چارواکي وايي په حضرت - سلطان ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱ تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر خبري اژانس نن راپور ورکړی، چې ټکر د یوه فلانکوچ ډوله او فولډر موټرو ترمنځ شوی دی. دغه راز د دوو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. بل پلو د فاریاب د ټرافیکو مدیر وايي د فاریاب - جوزجان پر لویه لار پرون د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۵ کسان مړه شوي دي. ملا نجیب اله نن رسنیو ته ویلي، په دې پېښه کې ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د لیبیا په مرکز طرابلس کې ځینې رضاکاران د قران شریف او نورو اسلامي کتابونو د پخوانیو او ضعیفو نسخو د ترمیمولو کار کوي. دوی وایي تر اوسه یې د پینځو لکو نه زیات د قران پاک پشمول د اسلامي او دیني کتابونو زړې یا ضعفې شوې نسخې رغولې. او دغو ته يې یوه نوې بڼه ورکړې ده. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیو کې وګورئ.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حجاب جبري کېدو طرحې ته په نړیواله کچه غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي، چې تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش هم پر خپله ټویټر پاڼه په دې اړه اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د طالبانو دا اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي سخت اندېښمن کړی دی. ښاغلي ګوتیریش پر خپل ټویټر دغه شان له طالبانو غوښتي چې :"له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش د طالبانو د وروستي فرمان په اړه چې ښځو ته یې امر کړی مخونه دې په بشپړ ډول پټ کړي، سخته اندېښنه ښودلې. ښاغلي ګوترېش نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دی یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې دې په دې برخه کې خپلې شوې وعدې عملي کړي. په ورته وخت کې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان د دې پر ځای چې افغانستان کې اقتصادي... Читать дальше...
د پکتیا ولایت د وزي ځدارڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، دوی د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په ګډون د ژوند په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، د وچکالیو دلاسه يې باغونه وچ شوي، خلک يې هم کار او بوختیا نه لري او ټول وخت يې وزګار تیریږي. د وزي ولسوالۍ اوسیدونکي خباب الدین مشال راډیو ته وویل، د څښاک پاکو اوبو ته يې اړتیا ډېره ده، ځکه د وچکالیو له امله يې د اوبو نلکۍ وچې شوې دي. دی وايي، که چیرې کال کې یو یا دوه ځلې سېلابونه راشي، نو د ګټې پر ځای ورته تاوان رسوي او سېلابونو سره يې باغونه او ځمکې ویجاړیږي. Читать дальше...
د روزګان يو شمېر اوسېدونکي وايي، د کجکي د برېښنا بند له امله د دغه ولايت ډېری ځمکې اوبو لاندې کړي دي، خو دوی ته برېښنا نه ده ورکول شوې. رحیم الله چې د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکی دی ازادي راډيوته وویل، لسګونه جریبه ځمکه يې د کجکي د بند تر اوبو لاندې کړې خو تر اوسه پوري دولت خساره نه ده ورکړې. دی وايي، سربېره پر دې چې خساره نه ده ورکول شوې، د کجکي له برېښنا هم بې برخې دي. نوموړی وايي:"تر ۲۰ ډېر کلونه کېږي چې زما ټوله هستي د کجکي د برېښنا د بند له امله د منځه تللې خو نه يي دولت زیان... Читать дальше...
د یمن چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې د شخړو له کبله د ملېشه ځواک دوو قوماندانانو په ګډون تر لسو زیات کسان وژل شوي دي. په دې پوځي مرکز کې شخړه د القاعده شبکې د مشکوکو غړو د یوې ډلې تر نیول کېدو وروسته پېښه شوه. چارواکو پرون شنبه وویل، شخړه د پنج شنبې ناوخته د الضالع ولایت د امنیتي کمربند په نوم د ځواک په مرکز کې پیل او څو ساعته یې دوام وکړ. دا د هغو ملېشه ځواکونو مرکز دی، چې د متحده عرب اماراتو له خوا تمویل او روزل کېږي او د جنوب انتقالي شورا ته وفاداره دي. دغه ځواک د یمن په جنوب کې فعال حضور لري.
د اوکراین د پوځ ویاند سرګي براتڅ - چوک پرون شنبه د ټلګرام چېنل له لارې وویل، د روسیې دغه کښتۍ د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې د حملې په نتیجه کې ډوبه شوې ده. د اوکراین دفاع وزارت ویلي، د روسیې د توغندیو یو سیسټم هم د روسیې تر ولکې لاندې پر یوه کوچني ټاپو نسکور کړل شوی دی. روسیې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په کابل کې د ترکیې سفارت وايي په فاریاب، سمنګان، پروان او بغلان کې له ۱۷۰۰ سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې له هرات څخه مرستندوی توکي ولېږدول شول. دغه سفارت برون لیکلي، دغه مرستې به چې د ترکیې د بېلابېلو ادارو له خوا برابرې شوي، پر اړو کورنیو ووېشل شي. ترکیې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له اړو کورنیو سره بشري مرستې کړې وې.
د طالبانو حکومت وايي د «ملي مقاومت جبهې» په نوم کومه وسلواله ډله په افغانستان کې عملي حضور نه لري. د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح اله مجاهد، تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، دوی پر ټولو سیمو حاکم دي. نوموړي ويلي:"موږ خو د مقاومت د جبهې په نوم څوک نه پېژنو، هغه باغي او شریرې ډلې چې په فېسبوک او ټویټر کې څه ادعاوې کوي، په عملي ډګر کې څه نه لیدل کېږي." تر دې مخکې د طالبانو عمده مخالفې ډلې د مقاومت ملي جبهې په پنجشېر او تخار کې له طالبانو سره د جګړې او ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې وه. د طالبانو... Читать дальше...
د ښځو د جبري او رسمي حجاب په تړاو د طالبانو په وروستي فرمان باندې یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو مقالې لیکلي. طالبانو د شنبې په ورځ په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر لهخوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل. کارډين ورځپاڼه: ګارډین ورځپاڼې لیکلي د طالبانو دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو تر ټولو ناوړه وېره تاییدوي او احتمال لري له طالبانو سره چې نړیواله ټولنه وار دمخه پرې بې باوره ده تعامل نور هم پېچلی کړي. ګارډین د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر د سرپرست... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د طالبانو د وروستي فرمان په باب چې ښځو ته یې امر کړی مخونه په بشپړ ډول پټ کړي، سخته اندېښنه وښوده. یوناما پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دا پرېکړه د طالبانو له ګڼو هغو تضمینونو سره په ټکر کې ده، چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون یې د ټولو افغانانو د حقونو د درناوي او ملاتړ لپاره کړي وو. د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.