Мы в Telegram
Добавить новость

Венгерский OTP Bank не получал от ЕЦБ требований по сокращению бизнеса в РФ

Учащиеся Подмосковья могут бесплатно пройти курсы по ИИ и лингвистике

Суд Москвы назначил певцу Филиппу Киркорову штраф

В Подмосковье дали старт мотосезону 2024 года



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2022

Новости за 14.05.2022

Pa.azadiradio.com 

د متحدو عربي اماراتو نوی رهبر وټاکل شو

د خلیفه بن زاید ال نهیان له مړینې وروسته د اوو اماراتو مشرانو نن ( شنبه) د متحدو عربي اماراتو نوی مشر انتخاب کړ. د عربي متحده اماراتو دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې شیخ محمد بن زاید ال نهیان نه د رایو په اتفاق د متحده عربي اماراتو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. عربي متحده امارات له اوو اماراتو جوړ شوي چې په کې دوبۍ، شارجه، ابوظبي، راس الخیمه، عجمان، فجیره او ام القوین شامل دي.

Pa.azadiradio.com 

خلک: ارزګان کې ۹۰ سلنه بې کیفیته تېل او ګاز پلورل کېږي

د ارزګان اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۹۰ سلنه بې کیفیته تېل او مایع ګاز پلورل کېږي. دوي وايي، دغې چارې خلکو ته د رو غتیايي ستونزو ترڅنګ په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي. د ترینکوټ ښار اوسېدونکی صفي الله افغان چې د کندهار ارزګان پر لویه لاره موټر چلوي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې ولایت کې د خرابو تېلو له امله موټر دوه ځله ماشین ورته جام کړی او په لکونه افغانۍ زیان یې ورته اړولی دی. دی وايي، چې اوس يې بیخي موټر پر کور درولي او دومره توان نه لري چې موټر د بیا ځلي لپاره ترمیم کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ: روسي ځواکونه د خارکییف شاوخوا سیمو په وتو دي

د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونه د دې هېواد د دوهم لوی ښار خارکییف له شاوخوا سیمو د وتلو په حال کې دي. داسې ښکاري چې دا د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ په عملیاتو کې دوهم ځل په شاتګ دی. د اوکراین د وسله والو ځواکو ستر درستیز نن اعلان وکړ چې روسي ځواکونه اوس تر ډېره هڅه کوي چې د لوژستیکي لارو پر خوندیتوب تمرکز وکړي، اوکرایني سرتېري له دونېڅک سیمه وباسي او تاسیسات یې ویجاړ کړي.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه: چین دې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړي

د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو پر چین غږ کړی، چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړي او د روسیې له ملاتړ څخه ډډه وکړي. جي اوه ډلې خبرداری ورکړی، چې پر اوکراین د روسیې یرغل د خوړو د کمښت او د انرژۍ د بحران باعث شوې او په دې توګه نړۍ ګواښي.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې سانګې وهونکي د مرستې غوښتنه کوي

په غزني کې د دغه ولایت د مرکز او درېیو ولسوالیو د سانګې وهونکو ترمنځ د یوې ورځې سیالي ترسره شوه چې لسګونه تنو سانګه وهونکو او سلګونه تنه نندارچیانو په کې ګډون کړی وو. د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته څېرمه، په کرو سای سیمه کې په خاورو او دوړو کې په سوونو کسان ولاړ دي. د آسونو د پښو خاورې یې پر مخونو پرتې او لا هم ور دوړېږي. خلک د سانګې وهلو ننداره ته راغلي دي. د جعمې په ورځ په دغه ځای کې د غزني مرکز، مقر، اندړو او قره باغ ولسوالیو لسګونه تنه سپاره راټول شوي وو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي

په پنجشېر ولایت کې د هغو دوو ماشومانو مړي موندل شوي چې د وژنې تور یې پر طالبانو پورې شوی. د طالبانو امنیتي چارواکو د درې ولسوالۍ په تندخوی سیمه کې د دې ماشومانو د مړیو موندل تایید کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي دا دوه ورڼه چې یو یې ۱۶ کلن او بل ۱۴ کلن وو کرزی او عین الله نومېدل، د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د تېرې اونۍ د جګړې پرمهال غره ته تښتېدلي وو، چې مړي یې نن شنبې موندل شوي دي. په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي دادمحمد بتار له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ او ویې ویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه اعلان کړه

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه اعلان کړه. د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت نن په یو بیان کې وویل، چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۰۳ میلیارده یې عادي او ۲۷،۹ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده. په بیان کې راغلي دي، چې دا بودیجه له کورنیو عوایدو ترتیب شوې او له بهره هېڅ ملاتړ نه دی ورسره شوی. په بیان کې په سږنۍ بودیجه کې د ۴۴ میلیارده افغانۍ کسر یادونه هم شوې ده. د تېر حکومت د وروستۍ بودیجې اندازه د اوسنۍ بودیجې تقریباً دوه چنده یعنې ۴۷۳ میلیارد افغانۍ وه چې ۳۱۱ میلیارده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د زرګونه افغان ښځینه او نارینه ښوونکو د استخدام لړۍ پیل کړې

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د شاوخوا اوه زره ښځینه او نارینه ښوونکو د استخدام لړۍ پیل شوې. په هغه بیان کې چې نن د پوهنې وزارت د بشري سرچینو له خوا خپور شو راغلي دي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د نږدې اوه زره ښوونکو او اداري تشو بستونو د استخدام لپاره اعلان شوی دی. د بیان له مخې له دې ډلې ۲۷۷۷ بستونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې دې بستونو ته کسان د آزادې سیالۍ له لارې جذبېږي. معلومه نه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عمران خان: حکومت دې ژر تر ژره انتخابات اعلان کړي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد پخواني وزيراعظم ويلي چې مرکزي حکومت دې په دې هېواد کې ژر تر ژره انتخابات اعلان کړي. عمران خان د مې پر ۱۳مه په مردان کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې يو ځل بيا خپل پخوانی دريځ تکرار کړ چې د نوموړي حکومت د يو بهرني سازش په نتيجه کې له مينځه يووړل شو. بلخوا پاکستان جمهوري غورځنګ د نوموړي دغه تورونه رد کړي او وزيراعظم شهباز شريف د مبينه بهرني سازش د پلټنو لپاره د کمېشن جوړولو وړانديز هم کړی دی. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسيا فوټبال سیالۍ؛ نن افغانستان او ازبکستان لوبه کوي

د افغانستان د ۱۶ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د منځنۍ آسیا د فوټبال جام په پرانیستونکې لوبه کې له قرغزستان سره لومړۍ لوبه مساوي کړه. په دې لوبه کې چې تېره شپه په تاجکستان کې ترسره شوه، دواړو لوبډلو یو- یو ګول وواهه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا په دې ټورنمنټ کې د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او ایران لوبډلې شاملې دي. ټاکل شوې افغان لوبډله خپله دوهمه لوبه نن د ازبکستان د لوبډلې پر وړاندې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې د سنوکر غوراوي سیالۍ پیل شوې

پکتیکا ولایت کې د سنوکر غوراوي سیالۍ نن پیل شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه ليکلي، چې يادې سيالۍ د يوې اوونۍ لپاره د پکتيا مرکز شرنه کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ پيل شوي. د دې رياست د معلوماتو له مخې، د دغو سياليو د پيلولو موخه د دغه ولايت د منتخبې لوبډلې لپاره د څلورو غوره څېرو ټاکل ويل شوي. د معلوماتو له غوره شوي لوبغاړي به د ولايتي لوبو لپاره ولايتونه ته خپل سفرونه پيلوي.




Pa.azadiradio.com 

چين د اسيا ملتونو د فوټبال جام سیالیو له کوربتوبه په شا شو

چين د ۲۰۲۳ کال د اسيا د ملتونو فوټبال جام سیالیو له کوربتوبه په شا شو. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، د اسيا د فوټبال فدراسيون په يو رسمي اعلان کې دا ومنله چې چين د اسيا د ملتونو جام کوربتوب نه کوي او لامل هم کرونا ويروس ښودل شوی. چين درې کاله وړاندې د اسيا د فوټبال فدراسيون لخوا د ملتونو جام لپاره د کوربه هېواد په توګه وټاکل شو. ټاکل شوې وه، چې د اسيا د ملتونو د فوټبال جام د راتلونکې مياشت په پنځلسمه په چين کې پيل شوې وای.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل کې د شیعه عالمانو غونډه د نه همغږۍ له امله ګډوډه شوې وه

طالبان وايي، په کابل کې د اهل‌تشیع د دیني عالمانو شورا د غونډې ګډوډېدل د طالبانو ترمنځ د نه‌ همغږۍ پایله وه. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، هغه عسکر یې نیولي چې دا غونډه یې ګډوډه کړې وه. د اهل تشیع د دیني عالمانو شورا د یوه کمېسیون غونډه چې د شیعه‌وو د غوښتنو او طالبانو ته یې د سپارلو لپاره پرون باید جوړه شوې وای، د طالبانو له‌خوا ګډه وډه شوه. اوس طالبان وايي، دا غونډه د طالبانو ترمنځ د نه همغږۍ له امله له دې ډول برخلیک سره مخ شوه. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د یوې بهرنۍ خبریالې شړلو غبرګونونه راپارولي

یو شمېر بهرني خبریالان او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو ځینې مسوولین له افغانستانه د وایس نیوز  په نوم د یوې بهرنۍ رسنۍ د خبریالې شړلو په غبرګون کې له خبریالانو سره د طالبانو چلند لا قهرجن بولي. د یوې نړیوالې رسنۍ وایس نیوز  خبریالې ایزابل یونګ پرون جمعه د ثور میاشتې په ۲۳ په خپل ټویټر له افغانستانه د وتلو په اړه ولیکل. هغې وویل: "طالبانو موږ ته خبر راکړ چې دوی موږ ته فلم اخیستلو اجازه نه راکوي، هغوی موږ ته لارښوونه کړې چې هوټل پرېږدو او ژر تر ژره له افغانستانه ووځو، هغو زموږ د هغو راپور ستونزو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اقتصادي کړکېچ؛ یو شمېر افغانان: ورځ تر بلې مو اقتصادي ستونزې زیاتېږي

یو شمېر ولسي افغانان وايي، ورځ تر بلې يې اقتصادي ستونزې زیاتېږي. د کابل ښار اوسېدونکی صبور وایي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د یوې دولتي ادارې مامور و او د یوې اندازې تنخوا په لرلو یې ځان او خپلې کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړی و خو اوس بې کاره دی او له شدیدو اقتصادي ستونزو کړېږي. هغه وویل: "يه تېر حکومت کې یو څه اسانتیاوې وې، پیسې وي کار او بار مې درلود، اوس نه کار شته نه پیسې، یو موټر مې درلود هغې مې خرڅ کړ اوس هېڅ نه لرم." یو شمېر نور افغانان هم له ورته وضعیته شکایت کوي. حمید هم په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر کې کمی راغلی

جرمني چارواکو ویلي دغه هېواد ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر کم شوی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فېزر ویلي، دغه هېواد ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر په ورځ کې شاوخوا دوو زرو کسانو ته را ټېټ شوی دی. اغلې ننسي ویلي، د مارچ په نیمايي کې کله چې په اوکراین د روسیې یرغل تازه وو جرمني ته د ورځې ۱۵ زره اوکراینیانو پناه ور وړله. د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې په حواله راغلي چې اکثر اوکراینیان بېرته خپل هېواد ته ستنېږي خو ځینې یې چې د جرمني د کار په بازار کې د دندې وړتیا لري په دغه هېواد کې پاتې کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د هرات په رستورانتونو کې کورنۍ د یوځای ډوډۍ خوړو نه دي منع شوي

طالبانو هغه راپورونه رد کړل، چې د هرات په ښار کې یې د کورنۍ ښځینه او نارینه غړي په یوه رستورانت کې یوځای له ډوډۍ خوړلو منع کړې دي. د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وایي:  ازادي راډیو ته پرون د هرات ښار یوشمیر اوسیدونکو وویل چې، کله دوی رستورانت ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تلل طالبانو یې مخه ونیوله چې ښځې او نارینه به یو ځای نه کښیني. دا خبر فرانس پریس اژانس په هرات کې د ریاض اله سیرت په نوم د طالبانو د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت د یوه چارواکي په وینا هم خپور کړی دی چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني ته د اوکرایني کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی

جرمني ته د اوکرایني کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی دی او اوس هره ورځ نږدې دوه زره اوکراینیان جرمني ته ځي. د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر نن وویل، چې د مارچ په میاشت کې به د ورځې شاوخوا پنځلس زره اوکراینیان جرمني ته ورتلل. د فبروري له څلرویشتمې راهیسې چې روسیې پر اوکراین بریدونه پيل کړې دي، تر اوسه تر شپږ میلیونه ډېر اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: هیڅوک د جګړې د پای ته رسېدو وړاندوینه نه شي کولای

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه له خپلې خاورې څخه د روسیي ځواکونو د ایستلو لپاره پراخې هڅې کوي، خو بیا هم هیڅوک د دې وړاندوینه نه شي کولی چې دا جګړه به کله پای ته رسېږي. زیلینسکي تېره شپه خپل ملت ته په وینا کې چې د تلویزیون له لارې خپره شوه دا خبرې وکړې. د راپورونو له مخې د فبروري له څلرویشتمې راپه دې خوا چې روسیي ځواکونو پر اوکراین برید کړی دی، درانه تلفات وراوښتي دي او روسان تر اوسه نه دي توانېدلي چې ډېرې سیمې لاندې کړي.

Pa.azadiradio.com 

د ۱۵ هېوادونو اعلامیه: د افغان ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې نه منو

د امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا په ګډون د نړۍ ۱۵ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې. د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه، د ۱۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه! دې اعلامیه کې ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د محدویتونو په زیاتېدو ژور خفګان ښودل شوې او زیاتوي، نړیواله ټولنې ته د افغان ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې د منلو نه‌دي. اعلامیه کې راغلي، طالبانو نور داسې اقدامات هم کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه محدودوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په انساني هډوکو سینګار کلیسا

په اروپايي هېواد چېک جمهوریت کې یوه پخوانۍ کلیسا ده چې د انساني مړیو په هډوکو سینګار شوې ده. په کوتنا غره کې هغې کلیسا ته هر کال لکونه خلک ورځي. هلته له انساني هډوکو جوړ یوشمېر هنري توکي هم له دېوالونو ځړېدلي او نندارې ته ایښي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

فري پریس ژورنال: طالبانو بېرته د خپلې لومړنۍ واکمنۍ مقرراتو ته مخه کړې

فري پریس ژورنال (Free Press Journal): د هندوستان انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې فري پریس ژورنال، په خپله تازه ګڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې په باب لیکنه خپره کړې، چې پر افغان ښځو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو په اړه د پنج شنبې په ورځ رابلل شوې وه. په غونډه کې د طالبانو د مشر پر هغه فرمان اندېښنه وښوول شوه، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته یې تېره اوونۍ سپارښتنه کړې، چې حجاب په جبري ډول پر ښځو عملي کړي. د فرمان له مخې ښځې له اړتیا پرته له کوره نه شي وتلی او که وځي هم، داسې کالي دې واغوندي چې سر تر پایه پوښلې وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او جرمني له روسیې په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

د متحدایالتونو او روسیې دفاع وزیرانو پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې سره کړي. پر اوکراین د روسیې پر یرغل د دوو نیمو میاشتو له اوښتو وروسته د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو پرون د لومړي ځل لپاره پر ټېلیفون خبرې وکړې. پنټاګون په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل روسي سیال سرګي شویګو په دې خبرو کې په اوکراین کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه او پر اهمیت یې ټینګار وکړ. اسټین او سیال یې سیرګي شویګو وروستی ځل د فبروري په ۱۸مه، پر اوکراین د روسیې له یرغل شپږ ورځې مخکې خبرې کړې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان کابل کې حقاني شبکې ته سپارل شوي

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي دوه قوماندانان په کابل کې حقاني شبکې ته سپارل شوي، چې د پاکستان د پوځ او د دې تحریک د خبرو د بریا په صورت کې به خوشې شي. د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان، په دې هیله په کابل کې واکمنو ته سپارلي دي، چې که له دې ډلې سره یې خبرې بریالۍ شي نو هغوی به خوشې کوي. مسلم خان او محمودخان د ملا فضل الله په مشرۍ په سوات کې د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران وو، چې دواړه په ۲۰۰۹ کال کې په دې سیمه کې د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر پوله د نښتو کمولو هڅې؛ طالب او ایراني چارواکو مذاکرات پیل کړي

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحد کې د نښتو د کمولو په هدف له ایراني چارواکو سره د مذاکراتو د پیل خبر ورکوي. د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ایراني چارواکو پلاوو د دوغارون- هرات ترمنځ سیمه او په نورو سرحدي ټکو کې د شویو نښتو د څېړنې په هدف د خبرو لومړی پړاو پرون د ایران په سرحدي سیمه تایباد کې پیل کړ. د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې په دې مذاکراتو کې د سرحدي کنډکونو لپاره د ځانګړو کسانو د معرفي کولو، د دواړو خواوو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو د ټینګولو،... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Цена вопроса — 30 тысяч. Что известно о сотруднике ДПС, отпустившем сбежавших после убийства байкера

Армия в СВО бьется за ментальную независимость России

Выставка «Россия» на ВДНХ – личное впечатление

Гуцул потребовала отставки глав МВД и генерального инспектората полиции Молдавии Эфроса и Чернауцану

Музыкальные новости

Шойгу отстранил Тимура Иванова от должности замглавы Минобороны

Гол Мартыновича помог «Рубину» сенсационно обыграть футболистов «Зенита»

Сбер подарил Орлу умный светомузыкальный фонтан

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай

Новости России

Апартия — наш рулевой // В Москве рекордными темпами вводятся в эксплуатацию апарт-отели

Армия в СВО бьется за ментальную независимость России

Цена вопроса — 30 тысяч. Что известно о сотруднике ДПС, отпустившем сбежавших после убийства байкера

Пыль из пустыни Сахара добралась до улиц Москвы

Экология в России и мире

В Москве состоится уникальный конкурс, сочетающий красоту и интеллект «Мисс Право»

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Радио Romantika приглашает погрузиться в мир киномузыки

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ

Спорт в России и мире

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде

Moscow.media

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии

Российские технологии защиты автомобилей от угона представили на выставке в Италии

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Лиды для фрилансеров Golubinbot











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Священник рассказал, грешно ли верующим есть куличи до Пасхи

Музей под открытым небом с аудиогидом запустят летом в Балашихе

Запрос на справедливость

Суд получил апелляционную жалобу на арест фигуранта дела о взятке замминистра