د امریکا حکومت او تاجکستان د افغانستان د هوايي ځواک د هغو الوتکو په اړه خبرې کوي چې د تېر کال د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان پېلوټانو تاجکستان ته یو وړې. په دوشنبې کې د امریکا سفیر ویلي، دا الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي ځکه چې د دوی نه دي. تر دې مخکې ازبکستان هم ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له افغانستانه ورغلې الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري ځکه چې دا الوتکې د امریکا دي. په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم په دوشنبې ښار کې یوې... Читать дальше...
دا خبره فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د دوو سرچینو په قول، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، کړې ده. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راوروسته د پاکستاني طالبانو تحریک پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي دي. اسلام اباد د افغانستان نوي واکمنان د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته په پناه ورکولو او د هغو په ملاتړ تورنوي. خو په افغانستان کې د طالبانو سرپرسته اداره دا ادعا پر له پسې ردوي. د (ټي ټي پي) دوو سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اوربند په اړه یې د... Читать дальше...
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، له حجاب څخه د دوی منظور د ښځې ټول بدن او حتي د مخ پټول دي. په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سُهیل شاهین پرون له ټاک تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې حجاب په افغانستان کې له پېړیو راهیسې رعایت کېږي او د دوی له لوري په وروستي فرمان کې نه دي ویل شوي چې ښځې دې خامخا چادري یا بورقه په سروي. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت ویندوی هم وايي چې چادري او بورقه حتمي نه ده خو دی په عین حال کې وايي چې له حجاب څخه د دوی منظور دا دی چې ښځې باید د مخ په شمول سرترپایه ځان پټ کړي. Читать дальше...
د بشري حقوقو په چارو کې د اروپایي اتحادیې استازي ایمون ګیلموري ویلي هغه شواهد چې له اوکراین څخه ترلاسه شوي د دې څرګندونه کوي چې روسي ځواکونو په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي. هغه د آزادې اروپا/ آزادي راډیو سره د چهارشنبې په ورځ په مرکه کې په دې اړه د تحقیقاتو او د عاملانو د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه. د څرګندونو یوه برخه یې دلته وګورئ
د طالبانو د حکومت تر مدیریت لاندې د مخابراتي خدماتو اداره په افغانستان کې د انترنټ د کیفت لوړولو او لګښت را ټیټولو لپاره د یو قرغزي شرکت د پانګونې خبر ورکړی دی. په کابل کې د انترنټ یو شمېر کاروونکي وایي په افغانستان کې انترنټ بې کیفیته دی او لګښت یې هم لوړ دی. دوی وایي د مخابراتي شرکتونو د سیم کارتونو انترنټ کاروي او په ورځ کې یې انترنټ څو ځلې قطع کېږي او په ځینو سیمو کې خو هېڅ کار نه کوي. فیروز او شېردل پاڅون دوه هغه افغان ځوانان دي چې کار یې زیات پر انترنټ دی او له دې لارې خپل ورځیني کارونه مخته وړي. Читать дальше...
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه رسمي مکتوب ټولو پوهنتونونو ته امر کړی هغه استادان چې خاین او فاسد وي، د مخکني نظام له استخباراتو سره همکاري کړې وي او یا یې هم د طالبانو پوري تړلي محصلان ځورولي وي، نهباید ترفیع ورکړل شي. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت یو نوی رسمي مکتوب چې د پوهنتون د استادانو د ترفیع لپاره په کې نوي شرایط وضع شوي، د ډېرو استادانو نیوکې را پورته کړي دي. دا مکتوب چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په لاسلیک صادر شوی په کې د ټولو دولتي پوهنتونونو له... Читать дальше...
د هند په شمالي برخو کې، په مارچ او اپريل مياشتو کې سخته ګرمي ريکارډ شوې چې له وجې یې په زياترو سيمو کې د اوبو او برېښنا کمبوت مخې ته راغلی دی. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
په افغانستان کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د کورنيو غړي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې له هغوی دولتي کورونه اخیستي او پر ځای یې خپل کسان په کې ځای پر ځای کړي دي. يوه مېرمن چې مېړه يې د پوهنتون استاد دی او په دولتي کور کې يې ژوند کاوه وايي، طالبانو ترې کور اخيستی دی او دوی يې ترې ايستلي دي. دا مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي خو وایي د طالبانو حکومت د کابل دولتي پوهنتونونو د استادانو کورونه خپلو کسانو ته ورکړي دي. دغه مېرمن چې د ۴ ماشومانو... Читать дальше...
دا لوبه د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې دواړه لوبډلې هڅه کوي د دې لوبې په ګټلو سره د هند غوره لیګ نیمه پایلوبې ته ځان ورسوي. راجستان په خپلو ۱۱ لوبو کې ۷ لوبې ګټلي دي او ډیلي هم په ۱۱ لوبو کې ۵ لوبې خپلې کړي دي. د یادونې ده چې د تېرې شپې په لوبه کې ګوجرات ټيټانز لوبډلې لکنو سوپر جاینت لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د هند غوره لیګ د سږ کال په سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره وکړه.
د بدني روزنې او ورزش ادارې په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي، ۱۲ لوبغاړي او یو څلور کسیز پلاوی د اسیا ونډې سیالیو په دریم پړاو کې چې د مې میاشتې له ۲۲ تر ۲۸ ترسره کېږي، نن ټایلنډ ته روان شول. په دې لوبو کې به د افغانستان په ګډون د استرالیا، ایران، مالیزیا، کوریا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او فلیپین هېوادونو د معلولانو د باسکټال لوبډلې هم برخه ولري. تېر کال په دې لړۍ کې افغانستان اووم ځای خپل کړی و.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ د یووالي ځوانانو، البرز، مشعل، سېلاب، اقچه، محله، قومنداني، باتور، جوزجان کلب، نایاب، میوند او مدرن کلب لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې چې یوه اوونۍ به دوام وکړي. د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې البرز او نایاب لوبډلې سره مخامخ شوې چې په پایله کې یې البرز لوبډلې ۵ – ۰ خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. ویل کېږي د دې سیالیو مخکښې لوبډلې به د شمال زون په رقابتي سیالیو کې ګډون وکړي او که د زون په کچه هم وځلېږي، د افغانستان د اتلانو لیګ ته به لار وکړي.
داسې مهال چې د افغانستان د شمال لږ تر لږه په درې ولایتونو د مقاومت ملي جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کړی. له اختر وروسته، په پنجشېر، بغلان او تخار کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د جګړو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو حللارې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې غوره لار ده. د متحدهایالاتو د بهرنیو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل... Читать дальше...
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون (د مې پر ۱۰مه) په خپل رسنیز کنفرانس کې په کابل کې د اجباري حجاب په ضد د ښځو لاریون ته په اشارې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د عراق په شمال د کردستان د مرکز په اربیل ښار کې پر څو هدفونو بریدونه کړي دي. د ایران د نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د راپور له مخې دغو ځواکونو په اربیل کې هغه ځایونه د توپونو په ډزو ویشتي چې هغه د ترهګرو ډلو سنګرونه یاد شوي دي. د اوښتو تلفاتو راپور نه دى ورکړل شوی. د دې آژانس په وینا په تېرو وختونو کې هم د ایران د سپاه پاسداران ځواک له خوا د ایراني کردانو د ډيموکراټيک ګوند په ګډون د عراق په شمال کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه شوي دي.
د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان په اوسني حکومت کې شامل ګوندونو په داسې وخت کې د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د عدم اعتماد له لارې عمران خان له حکومته ګوښه کړی وو چې د هغه د واک د ايیني مودې پوره کېدو ته څه دپاسه يوه نيم کال پاتې وو. ځينې کارپوهان فکر کوي چې بايد پخواني اپوزیشن د تحريک انصاف حکومت پرې اېښی وای چې پنځه کلن اييني وخت يې پوره کړی وای دا ځکه چې په واک کې له راتلو سره سم به دوی ونه کولای شي چې د عمران خان له حکومت ور پاتې مشکلات په يوه نيم کال کې حل کړي. پوښتنه دا ده چې ایا په واک کې له راتلو وروسته... Читать дальше...
د یوې اندازې له مخې د راتلونکي بجټ جوړولو او په اقتصادي توګه راولاړیدو لپاره د روان کال د جون میاشت پورې پاکستان ته د نهو نه تر ۱۲ اربو ډالرو پورې ضرورت دې.
د ننګرهار په چپرهار کې یو کس خپله مېرمن او ۴ ماشومان د چړې په وسیله ټپیان کړي دي. دا پېښه د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د یادې ولسوالۍ په للمې سیمه کې رامنځته شوې ده. ځایي اوسېدونکي وايي، چې د پېښې عامل حزب الله نومېږي او د کورنیو ستونزو له امله یې دا کار کړی دی. اخوا ځایي مسوولین وایي، چې د پېښې عامل حزب الله نومی یې نیولی او لومړنۍ څیړنې ښیي چې نوموړي د تاریخ تېرو درملو له خوړو وروسته دا عمل ترسره کړی دی. روغتیاپالان بیا د پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بولي.
د مسلم لیګ نون ګوند سرچینو مشال راډیو ته وویل چې له شهباز شریف سره په دې سفر کې د یاد ګوند نور مهم غړي خواجه محمد اصف، مریم اورنګزیب، احسن اقبال، خرم دستګیر، مفتاح اسماعیل او خواجه سعد رفیق ملګرتیا کوي. دوی ټول د اوسنۍ وفاقي کابینې غړي دي.
اوکراین وایي، چې سر له ننه به د نوفوپ سکوف له لارې د روسیې د ګازو د صادراتو د لېږد مخه ونیسي. نوفوپ سکوف د اوکراین په ختیځ کې هغه سیمه ده چې د روسیي پلوه بېلتون غوښتونکو په لاس کې ده. د اوکراین د طبیعي ګازو د پایپ لاین چارواکي وایي، چې له دې لارې د روسیې له دریو یوه برخه ګاز ختیځي اروپا ته صادرېږي. روسیه بیا وایي، چې له دې لارې لویدیځې اروپا ته له څلورو یوه برخه ګاز صادروي.
اوکراین وایي، پوځیانو یې د خارکیف ښار د نیولو لپاره د روسیې پوځیانو پرضد تدریجي پرمختګ کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف له څلورو کلیو روسیې ځواکونه ایستلي دي. زیلینسکي په خپلې ویډیویي وینا کې دا هم وویل، چې خلک دې احساساتي کېږي نه او باید داسې تصور ونه شي چې بریالیتوب د اونیو او حتی د ورځو مسئله ده. بل لور ته د اوکراین په جنوبي بندر ماریوپول کې روسیي پوځیانو د ازوفستال د فولادو پر فابریکې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړې ده. دا په دې ښار کې د... Читать дальше...
د الجزیزې ټلویزیوني چینل یو ژرونالیسته نن په لویدیځه غاړه کې په ډزو ووژل شوه. شیرین ابو عاقله چې د الجزیرې د عربي ژبې ټلویزیون مشهوره فلسطینۍ خبریاله وه هغه مهال ولګېده چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر جنین نومې سیمې د اسراییلو د برید له جریانه یې راپور ورکاوه. د ډزو پرمهال په بیت المقدس کې د دېره القدس ورځپاڼې یو فلسطینی خبریال هم ټپي شو خو وضعیت یې ډاډمن دی.
ټاکل شوې سبا پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له لوري افغان ښځو ته د حجاب د فرمان په اړه خبرې وکړي. طالبانو له لوري اجباري حجاب ته د افغان ښځو اړ کول، نړیوال غبرګونونه او په کور دننه د افغان ښځو غوښتنې! وروسته له هغه چې طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ، دې اعلان په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي. ټاکل شوې سبا پنجشنبه د مې میاشتې په ۱۲ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه فرمان په اړه غونډه وکړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې غونډه... Читать дальше...
په غزني کې له زرګونو کورنیو سره د نغدي او بشري مرستو د وېش لړۍ روانه ده. په غزني کې د هالو په نوم یوې موسسې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ۸۷۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې. د یادې موسسې مشر ډاکټر حبیب الرحمن همت د چهار شنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، په دغه مرستو کې پنځه قلمه خوراکي توکي شامل دي چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري د هالو موسسې په مرسته وېشل کېږي. نوموړی وايي دا مرستې په بېوزلو او غریبو کورنیو وېشل کېږي. هغه وویل: «د خوړو نړیوال سازمان له لوري دلته... Читать дальше...
یوه ورځ وروسته له دې چې یو شمېر ښځو په کابل کې د طالبانو د اجباري حجاب پر ضد لاریون وکړ، اوس سپینه ماڼۍ وايي، د بشري حقونو په ننګه د پورته شویو غږونو څخه له هرې ممکنې لارې ملاتړ کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون په خپل رسنیز کنفرانس کې په کابل کې د اجباري حجاب په ضد د ښځو لاریون ته په اشارې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي. ساکي وايي: "او دا چې ایا دې موږ حیران کړي یوو چې دوی یعنې "ښځې" پر واټونو اعتراض کوي؟ نه.... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، د اروپایي ټولنې استازي د نویو چاپ شویو پاسپورټونو په لېږد کې د اسانچارۍ ډاډ ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پرون د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په دې اړه خبرې کړي دي. افغانستان ته د لېږدېدونکو نویو پاسپورټونو شمېر نه دی مشخص شوی، خو خبرپاڼه کې راغلي چې دا د پاسپورټونو نوې چاپ شوې کتابچې دي. په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله د پاسپورټ د ورکړې بهیر... Читать дальше...