Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امريکا سفير: تاجکستان ته وړل شوې الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي

د امریکا حکومت او تاجکستان د افغانستان د هوايي ځواک د هغو الوتکو په اړه خبرې کوي چې د تېر کال د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان پېلوټانو تاجکستان ته یو وړې.


په دوشنبې کې د امریکا سفیر ویلي، دا الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي ځکه چې د دوی نه دي.


تر دې مخکې ازبکستان هم ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له افغانستانه ورغلې الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري ځکه چې دا الوتکې د امریکا دي.


په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم په دوشنبې ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا او تاجکستان د تېر کال په اګست کې له افغانستانه تاجکستان ته د وړل شویو الوتکو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت دي.


پومیرشیم یادونه وکړه چې امریکا نه غواړي چې دا الوتکې طالبانو ته ورکړي.


د امریکا سفیر د دغو الوتکو په اړه د امریکا او تاجکستان د خبرو جزییات څرګند نه کړل.


امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست تر ۲۱ پورې ازبکستان ته ۴۶ او تاجکستان ته ۱۸ الوتکې وړل شوي وې.


یوه امریکايي چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط ویلي چې امریکا دا الوتکې د افغان هوايي ځواک لپاره اخیستې وې او اوس د امریکا دفاع وزارت د هغو په اړه نهايي پرېکړه کوي.


د پنتاګون ویندوی جان کربي په جنورۍ کې ویلي و چې دا الوتکې افغانستان ته نه ورکول کېږي خو دا چې چیرته به وړل کېږي، او بالاخره به څوک ورڅخه کار اخلي؟ په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې.


طالبانو بیا غوښتنه کړې چې دا الوتکې دې دوی ته وسپارل شي. طالبانو پر افغان پېلوټانو هم غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته ور وګرځي.




د افغانستان لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر (سیګار) په وروستي درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې د افغان هوايي ځواک زرګونه پرسونل د طالبانو له حکومت سره یو ځای شوی دی.


د سیګار په راپور کې په عین حال کې د پنټاګون په قول ویل شوي، د هغو پوځي تجهیزاتو چې له ۲۰۰۵ م کال څخه په ۱۸ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره رانیول شوي وو، زیاته برخه په جنګي عملیاتو کې له منځه تللې ده.


تېره اوونۍ د طالبانو د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي وویل چې د دوی تخنیکي ډلې تر اوسه پورې ۶۰ غیرفعالې الوتکې او هیليکوپترې ترمیم کړي دي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus