Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سبا ملګري ملتونه د افغان ښځو د حجاب مسئلې په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې سبا پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له لوري افغان ښځو ته د حجاب د فرمان په اړه خبرې وکړي.


طالبانو له لوري اجباري حجاب ته د افغان ښځو اړ کول، نړیوال غبرګونونه او په کور دننه د افغان ښځو غوښتنې!


وروسته له هغه چې طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ، دې اعلان په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي.




ټاکل شوې سبا پنجشنبه د مې میاشتې په ۱۲ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه فرمان په اړه غونډه وکړي.


رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د دغه سازمان استازې دیبورا لاینز دغې ۱۵ کسیزې شورا ته په دې اړه معلومات ورکړي.




رویټرز دا هم لیکلي، چې مېرمن لاینز به یادې شورا ته په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر ازادیو د لګول شویو بشري او مدني بندیزونو هم بحثونه وکړي.


بلخوا د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې غونډې ته خوشبینه دي او وایي، چې دا سازمان او نړیواله ټولنه دې د ښځو د حقونو د مراعتولو لپاره پر طالبانو فشارونه او بندیزونه زیات کړي.


له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې سایمه خوږیاڼۍ ازادي راډیو ته وویل:" زموږ تمه دا ده چې دوی دې د امارت له حکومت سره جدي خبرې وکړي او د دې لپاره د ښځو د تعلیم او کار زمینې برابرولو همدارنګه دغه شان فرمانونه چې خلک ناراضه کوي او هېڅ اړتیا ورته نه شته،دا باید پر ښځو پلي نه کړي که چېرې طالبان نه یې نه مني امنیت شورا او نړیواله ټولنه قاطع پرېکړې وکړي او پر دوی دې فشارونه او بندیزونه زیات کړي."


د ښځو د حقونو یوه بله فعاله شریفه وردګ هم ورته نظر لري او وایي، که طالبان په دې مسایلو خلک په ځانګړې توګه ښځې ځوروي، لرې نه ده چې ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.


وردګ وویل: "افغانستان کې تل ټولې ښځې با حجابه دي،موږ يه ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کړی، طالبان دې نجونې او ښځې نه ځوروي، د دې مسایلو پر ځای دې د نجونو ښوونځي خلاص کړي، د ښځو لپاره دې د دندو، ښه اقتصاد او پرمختګ زمینه برابره کړي، خلک دې نه تنګوي که نه ولس به یې پر ضد ودرېږي."


دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له‌خوا تایید شوی په افغانستان کې د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړي دي.




په دې فرمان کې د حجاب مراعتول جبري ګڼل شوي او دا هم په کې راغلي، هغه مېرمنې چې حجاب نه مراعتوي باید کورنۍ نارینه مشر ته یې سزا ورکړل شي.


په فرمان کې دغه شان راغلي، هغه مېرمنې چې دولتي دندې لري او حجاب یې نه وي مراعت کړی باید له دندو لیرې کړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus