د اوکراین لپاره د امریکا نومول شوې سفیرې ویلي، که یې سنا جرګه تایید کړي، دا به اوکراین ته د وسلو او امنیتي وسایلو د رسولو چارې همغږې کړي. بریدګیټ برینک دا خبرې پرون د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وکړې. نوموړې ویلي، که د اوکراین د سفیرې په توګه د دې نوماندۍ تایید شي، په کییف کې به په بشپړ ډول د امریکا سفارت د پرانېستو هڅه وکړي او هغه هېواد کې به کار پيل کړي. امریکایي ډيپلوماتان پر اوکراین د روسیې له یرغل وړاندې د امنیتي اندیښنو له کبله له کیف نه ووتل. برینک چې دا مهال د سلواکیا سفیره ده،... Читать дальше...
په افغانستان کې په صوفیانو یا ځینو مذهبي روحانیانو وروستیو بریدونو په دې هېواد کې د مذهبي جګړې د پیل په اړه اندېښنې ډېرې کړي. تېره یوه میاشت کې په کابل او کندز کې د اهل تصوف پیروان دوه ځله په نښه شوي او درنه مرګژوبله ور اوښتې ده. د کابل په دارالامان کې پر یوې خانقاه برید کې ټپي شوی صوفي چې لا یې ټپونه جوړ نهدي، خو دې ته ډېر اندېښمن دی چې د سکون یوازینی ځای یې هم خوندي پاتې نهشو. منصور سکندري د غويي یا ثور په نهمه نېټه د کابل په دارالامان کې د صوفیانو پر یوې خانقاه برید کې داسې مهال چې په ذکر بوخت و، ټپي شو. Читать дальше...
مېل انلاین: مېل انلاین ورځپاڼې پر ښځو د جبري حجاب اغوستو په اړه د طالبانو د وروستي فرمان پر وړاندې په کابل کې د يو شمېر ښځو مظاهرې ته پام اړولی. ورځپاڼې ليکي، په کابل کې يو شمېر ښځو چې شمېر يې شاوخوا لس تنه وو، د سې شنبې په ورځ د طالبانو د نوي فرمان پر وړاندې چې ښځې په عامه ځایونو کې مخ او ټول ځان پټولو ته مجبوروي، اعتراضیه لاریون وکړ. دغو ښځو چې د ډېرو مخونه یې لوڅ و، د عدالت، عدالت شعارونه ورکول. د ورځپاڼې په لیکنه دغو معترضو ښځو همداراز شعارونه ورکول، چې چادري زموږ حجاب نه دى. مېل انلاین... Читать дальше...
امریکایي چارواکو ویلي، پر طالبانو به د هغوی د حجاب د جبري کېدو د حکم له کبله یو شمېر فشارونه راولي. طالبان بیا دا حکم د افغانستان کورنۍ مسئله بولي او وایي، امریکا او نورې نړۍ ته په کار ده چې نورو بشري چارو ته پام وکړي. اسدالله لودین په همدې اړه د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو له فعالې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او په پیل کې پوښتلې چې امریکا ولې پر طالبانو د فشار راوړولو خبره کړې؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
په واشنګټن کې د یوې استخباراتي ارزونې له مخې، د روسیې ولسمشر په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کېږي. د دې علت دا ښوول شوی دی چې ولادیمیر پوتین د اوکراین له ختیځه ورها خوا پراخ پلانونه لري. بل لور ته مسکو ویلي دي، چې سبا به د ملګرو ملتو له لوري د اوکراین په اړه جوړې شوې غونډې ته خپل استازی ونه لېږي. د امریکا د متحد ایالتونو د ملي استخباراتو د ادارې مشره اوریل هاینس وایي، په دې باور ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې اوږدمهاله جګړې ته چمتوالی نیسي. مېرمن هاینس پرون... Читать дальше...
طالبان وایي، په افغانستان کې د حجاب امر د افغانانو کورنۍ مسئله ده، خو واشنګټن ویلي دي چې د دې پرېکړې له امله به د دوی پر حکومت فشارونه زیات کړي. بل لور ته د طالبانو له لورې د ښځو د حجاب د اجباري کېدو د غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر د نړۍ پر مشرانو غږ کړی دی چې د افغان ښځو ملاتړ دې وکړي. مېرمن اکبر په ټویټر کې لیکلي دي، چې هیله منه ده چې د کابل په واټونو کې د دې په وینا د افغان مېرمنو مړانه، ژمنه او روحیه نړیوالو ته الهام ورکړي. مېرمن... Читать дальше...
سور صلیب وایي، چې تهران ورسره ژمنه کړې ده چې په خپله خاوره کې له افغان کډوالو سره ښه چلند کوي. سور صلیب وایي، چې د ایران له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی چې افغان کډوالو ته به په خپله خاوره کې ښه خدمات وړاندې کوي. د سره صلیب مشر رابرټ مارډیني له ایراني چارواکو سره له دوه ورځنیو لیدنو کتنو وروسته فرانس پریس اژانس وویل: "تر ډیره مو د افغانستان په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د تېرکال د اګست له پېښو راوروسته چې په افغانستان کې حکومت بدل شو او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ یوه برخه... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی ګراهام تارپ وروسته له سختې ناروغۍ بستر شو. دوه پنځوس کلن تارپ چې د انګلستان د ملي لوبډلې لپاره یې سل ټېسټ لوبې او دوه اتیا یو ورځنۍ لوبې کړې دي، تېره میاشت د افغانستان د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه وټاکل شو. د حرفه اي کرکټ لوبغاړو ټولنې پرون وویل چې ښاغلی تارپ سخت ناروغه شوی دی خو د ده او د ده د کورنۍ د دې راز د ساتنې په هدف نه شي کولی چې د دې ناروغي په اړه له رسنیو سره نور معلومات شریک کړي.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره د افغانانو د بشري وضعیت په تړاو خبرې وکړې. باختر اژانس د دې لیدنې کتنې تصویرونه خپاره کړې دي او څرګندوي چې په دې غونډه کې چې پرون په ارګ کې وشوه، د یوناما مرستیال رامز الاکبروف هم ګډون کړی و. په دې غونډه کې د بشري مرستو په برخه کې پر همغږۍ او په شفاف ډول د دې مرستو پر وېش ټینګار وشو. د ملګرو ملتو په وینا اوسمهال د افغانستان تر نیم زیات استوګن بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. ګڼو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي، په پنجشېر کې د ملکیانو وژنې او له عوامو سره د بد چلند راپورونو اندېښمن کړی دی. وون برنټ پرون په ټویټر کې ولیکل، چې دا وضعیت د دې څرګندونه کوي چې په حکومتولۍ کې یوه پراخه حل لاره ولټول شي. د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې په وروستیو کې ادعا کړې ده، چې له طالبانو سره له سختې جګړې وروسته ، طالبانو ملکیان نیولي دي او یو شمېر ملکیان یې وژلي دي. د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق ازادي راډیو ته تېره شپه د خبرو پرمهال د ملکیانو د وژلو تورونه رد کړل،... Читать дальше...
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د حاجیانو لپاره د پاسپورټونو د وېش د چارو د اسانتیا خبر ورکړ. دې وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې د پاسپورټ له عمومي ریاست او د حج او اوقاف له ادارې سره یې یو تفاهم لیک په دې تړاو لاسلیک کړی دی. په دې بیان کې راغلې دي، چې د هغو کسانو د پاسپورټ د ورکړې چارې دې ګړندۍ شي چې سږکال حج ته روان دي. د دې بیان له مخې د حج او اوقاف له ادارې غوښتل شوې دي، چې د ټولو هغو کسانو د شهرت په اړه دې د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکړي چې د حج نیت یې کړی دی.
روسیې پوځیانو د اوکراین په جنوب کې د ماریوپول ښار د فولادو پر فاریکې بریدونو ته زور ورکړی دی. د راپورونو له مخې د فولادو په دې فابریکه کې پاتې اکثر اوکرایني سرتېرې ټپیان شوي دي او لږ تر لږه هلته سل ملکیان هم بند پاتې دي. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ورشچوک پرون وویل، چې تر زرو ډیر اوکرایني سرتېرې د ازوفستال په فابریکې کې دفاع کوي. نږدې درې میاشتې وشوې چې روسیي ځواکونو د ماریپول سرحدي ښار له خاورو سره خاورې کړی دی خو تر اوسه نه دې توانېدلي چې د ازوفستال په کارخانه کې د اوکرایني سرتېرو وروستی مرچل ونیسي.